جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهتهران ټایمز: احمد مسعود د ط خلاف د بلک واټر مرسته غوښتې...

تهران ټایمز: احمد مسعود د ط خلاف د بلک واټر مرسته غوښتې ده

تاند:(يکشنبه، د قوس څوارلسمه)‏ ‏‏تهران ټایمز په یوه تازه راپور کې د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې د طالبانو خلاف د ملي مقاومت په نوم د یوې وسله والې جبهې مشر احمد مسعود د امریکا له بلک واټر کمپنۍ څخه د طالبانو خلاف به جنګ کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د سرچینې پر اساس، مسعود د یادې کمپنۍ له مشر اریک پرینس سره په تاجیکستان کې لیدلي او په دې اړه یې خبرې ورسره کړي دي.

د ایران دې رسنۍ دا هم ویلي چې له بلک واټر سره د احمد مسعود اړیکې او د مرستې غوښتنه به د ده په مشرۍ طالب ضده وسله واله جبهه له ماتې سره مخ کړي.

تهران ټایمز په عراق کې د امریکا متحده ایالاتو د دې خصوصي جنګي کمپنۍ (بلک واټر) د عامه وژنو موضوع یاده کړې، چې له کبله یې خلک له دغې کمپنۍ څخه سخت نفرت لري.

احمد مسعود او تر لاس لاندې جبهې یې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تهران ټایمز دا راپور په داسې مهال خپریږي، چې په وروستیو ورځو کې طالبان له پنجشیر ولایت څخه د ډېرو وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو خبر ورکوي.

که څه هم طالبانو نه دي ویلي، چې نیول شوې وسلې او تجهیزات د احمد مسعود د جبهې اړوند دي، خو ویل کیږي چې هلته ډېرې وسلې او تجهیزات د طالبانو د مخالفانو دي.

د طالبانو چارواکي او پلویان د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت وسله والې جبهې فزیکي موجودیت ردوي، خو دې جبهې پرون په کابل ښار کې د پنجشير لپاره د طالبانو پر والي مولوي قدرت الله د چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست خو وروسته یې بېرته رد کړ.

په دې چاودنه کې د چا د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

2 COMMENTS

  1. احمد مسعود بد کوي، موږ افغانان نور د جنګونو نه ستړي یو، او د حللار یواځې مدني مقاومت او د عدم تشدد غورځنګونه دي، تر څو د خلکو لخوا د پام وړ ټولنیز، سیاسي او اقتصادي بدلونونه د سولییزو لارو رامنځته شي، او طالبان په دې قانع کړي چې د دوی سخت دریځه او د ملیتوب ضد دریځ د منلو ندی.
    احمدمسعود د ځان نه یو قراردادي قاتل جوړوي دا د شرم خبره ده، او دغه ځوان د پخواني ټوپک سالار احمدشاه مسعود زوی چې په یو وخت کې یې د فرانسې، روسیې، ایران، پاکستان او آن د هند سره هم اړیکې لرلې.. د کابل ډیر شمیر بې ګناه وګړي په شهادت رسولي دي. څومره ښه به وه، چې دغه ځوان د علم په زیور سمبال وای او دې هیواد ته یې خیر او سوله راوړی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب