جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان له چمنه تر سپین بولدکه رېللار جوړوي

پاکستان له چمنه تر سپین بولدکه رېللار جوړوي

تاند (یکشنبه، د قوس ۱۴مه) د پاکستان د رېللارو وزیر وايي، هیواد یې له چمن ښاره د افغانستان تر سپین بولدک پورې د رېل پټلۍ د جوړولو کار پیل کړی دی.

اعظم خان سواتي د بلوچستان ایالت د چمن ښار د رېلګاډي په تمځي کې رسنیو ته پرون (شنبې) وویل، غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګري فعالیتونو لپاره د رېللارې منظم او عصري سیستم رامنځته کړي.

پاکستان کابو دوې لسیزې پخوا ژمنه کړې وه چې تر کندهار ښاره به د رېلګاډو د تګ راتګ لپاره پټلۍ جوړوي خو اوس داسې ښکاري چې پاکستان لږترلږه جدي پرېکړه کړې چې تر سپین بولدک ولسوالۍ پورې خپله رېللار وغځوي.

په وروستیو کلونو کې د ازبکستان رېللار تر مزارشریف پورې، د ترکمنستان رېللار د اقینې تر بندره  او د ایران رېللار د هرات تر غوریان ولسوالي پورې غځول شوې او اوس په پام کې ده چې د هرات تر هوايي ډګره پورې ورسول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب