جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeسپورتد اسیايي او نړیوالو جامونو لپاره افغان ۱۹ کلنه لوبډله

د اسیايي او نړیوالو جامونو لپاره افغان ۱۹ کلنه لوبډله

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ د اسیايي او نړیوال جامونو لپاره تر ۱۹ کلونو کشره لوبډله پرون (شنبه) اعلان کړه.

کرکټ بورډ تر نولس کلونو د کشرې لوبډلې لپاره شل لوبغاړي د نوومبر له لومړۍ تر دېرشمې پورې د هغه روزنیز کمپ په لړ کې غوره کړل چې په ننګرهار کې جوړ شوی و.

هغه شل تنه، چې د اسیايي او نړیوالو جامونو لپاره غوره شوي دا دي:

سلیمان ساپی لوبډلمشر، سلیمان عربزی، بلال سعیدي، الله نور، محمدالله، اعجاز مهري، خیبر ولي، ننګیال، عبدالهادي ویکټ ساتونکی، اعجاز احمدزی مرستیال لوبډلمشر، نوید اظهار، بلال سمیع، فیصل، نوید ځدراڼ، نوراحمد، شاهد حسن، یونس، بلال طاهري، خلیل احمد او اسحاق محمدي ویکټ ساتونکی

د کرکټ بورډ په وینا لوبغاړي یې د هغوی بدني قوت، د ډګرساتنې یا فیلډینګ، توپ اچونې او توپ وهنې مهارت ته په پام غوره کړي دي.

ټاکل شوې ده چې د نولس کلنو اسیايي جام د دسمیر په ۱۹ مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي.

په دې سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ، هندوستان، پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا، کویت، نیپال او متحده عربي امارات برخه لري.

له دې سیالیو وروسته افغان لوبډله ویسټ انډیز ته ځي چې د نولس کلنو په نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان لوبډله په سي ګروپ کې له پاکستان، زیمبابوې او پي این جي سره لوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب