جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د سازمان غونډه د دسمبر...

د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د سازمان غونډه د دسمبر په ۱۹ مه کيږي

تاند:( يکشنبه، د قوس څوارلسمه)‏ ‏‏د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي، چې اسلام اباد به د روانې دسمبر مياشتې په نولسمه نېټه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان د فوق العاده غونډې کوربه وي.

قریشي د دې غونډې د جزيياتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

څرګنده نه ده، چې ياده غونډه کې به په کومه کچه د اسلامي هېوادونو استازي ګډون وکړي او د غونډې د بحث وړ مهم موضوعات به څه وي؟

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په ورته وخت کې ويلي، چې په افغانستان کې بې ثباتي به نور بحرانونه هم وزيږوي ‌

قريشي په دې برخه کې د پراخې کډوالۍ احتمال د بېلګې په توګه ياد کړی دی.

ياد شوی کنفرانس په داسې مهال اعلان شوی، چې ‏د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو پر ضد د مقاومت جبهې په یوه اعلامیه کې د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غوښتي، چې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه دې پاکستان کې نه ترسره کوي.

په دې اعلامیه کې د طالبانو حکومت « بې رحمه رژیم» ګڼل شوی او له یاد شوي سازمان څخه غوښتل شوي، چې دغه رژیم نه باید په رسمیت وپېژندل شي.

د احمد مسعود په وینا، د افغانستان په اړه یاد شوی کنفرانس په پاکستان کې په دې دلیل باید ترسره نه شي، چې دغه هېواد د افغانانو د رنځ و عذاب سبب شوی دی.

د يادې غونډې د جوړیدو غوښتنه سعودي عربستان کړې او پاکستان یې کوربه توب ته چمتووالی ښودلی دی.

د دغې غونډې په اړه د طالبانو د ادارې دریځ تراوسه نه دی په ډاګه شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب