جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ناکامورا دویم تلین، ط يې د قاتلانو د نیولو ژمنه وکړه

د ناکامورا دویم تلین، ط يې د قاتلانو د نیولو ژمنه وکړه

تاند:( يکشنبه، د قوس څوارلسمه)‏ ‏‏د جاپاني الاصله افغان ډاکټر ناکامورا د وژل کيدو دویم تلین په داسې مهال پوره شوی، چې طالبانو يې د قاتلانو د نیولو ژمنه کړې ده.

ناکامورا شاوخوا ۳۰ کاله د افغانستان په ختيځ کې کونړ سيند ته څېرمه د افغان اوبو د مدیریت لپاره سترې هڅې وکړې، چې په پايله کې يې لسګونه زره جریبه ځمکه له اوبو برخمنې او د پراخو حاصلاتو جوګه شوې.

هغه په افغانانو کې له خاص احترام څخه برخمن او په « کاګا مراد» مشهور و.

د ناکامورا د وژل کيدو پړه ځایي خلکو په ګاونډي هیواد پاکستان اچوله، ځکه په باور یې دغه هېواد هیڅکله هم د کونړ سيند د اوبو مدیریت نه شي زغملای.

له طالبانو سره د پاکستان پېچلو او ژورو اړيکو ته په کتو سره، طالبان تورنيدل چې ناکامورا دوی وژلی.

طالبانو بيا دا ادعاوې نه دي منلي.

اوس يې يوه وياند احمد الله وثیق خو لا د ناکامورا د قاتلانو د نیولو ژمنه هم کړې ده.

پر طالبانو حلک نيوکه لري، چې له ډېرو پېښو وروسته، د مخکيني حکومت په شان د عاملينو د نيولو ژمنه کوي، خو په عمل کې يې کومه پايله نه لیدل کیږي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، په افغانستان کې سلګونه تنه د جمهوري نظام منسوبین او پلویان او عام خلک وژل شوي، اختطاف شوي، يا يې کورونه جوړ شوي، خو د عاملانو د نیولو او مجازاتو په اړه يې د طالبانو اقدامات قانع کوونکي نه ښکاري.

1 COMMENT

  1. په هیواد مین افغانان او د افغانستان اصلی بچیان د کاکا مراد قاتلان ډیر ښه پیژنی

    د ناکا مورا قاتلان د افغانستلن د ښیرازۍ او ابادۍ دښمنان او د هغوۍ هغه مزدوران دی چی په کلونو کلونو يی دافغانسان په ورانولو او د افغانانو په وژلو هیڅ صرفه نه ده کړی او اوس هم په ډیره رحمۍ بی دقاع افغانان وژنی . د افغانستان د ښیرازۍ دښمنانو په تور بازار کی د خپلو ضمیرونو او ایمان د پلورلو په بدل کی د خپلو بادارانو نه ډالۍ اخستی تر څو د افغانستان نه ټولی خوشحالۍ ورکی کړی او په وینو او کنډرو يی بدل کړی.

    د رټل شوی لوی شیطان دا خلیفه ګان او وارثان د اسلام او علم دښمنان افغانستان ته د د جعلی ملایکو په جامه کی د لوی ذلیل شیطان له خوا د تالب، ملا دایش خلافت او امارت په نوم رالیږل شوی چی افغانستان شل شوټ کړی او دجهالت تورو کندو ته يی واچوی او افغانستان خپل ذلیله بادار ته داسی محتاج کړی چی د نړۍ په تاریخ کی ساری نه لری.

    کا کا مراد د افغانستان د ښیرازۍ لپاره خپل ژوند قربان کړ چی د افغانانو په زړونو کی او د افغانستان په تاریخ کی به د تل لپاره ژوندی پاتی وی

    د افغانستان د ښیرازۍ او ابادۍ د ښمنان او د افغانانو قاتلانو انجام به د ذلت رسوايۍ پرته بل څه نه وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب