جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبپه پېښو کې دقت د سوژې موندل | محب الله آرمل

په پېښو کې دقت د سوژې موندل | محب الله آرمل

 ليکنې ډېرې شوي او کيږي به خو هر ليکوال او قلم وال ځانته فکر او د نظرليد لري ، که په يوه سوژه سل بېلابېل ليکوالان ليکل وکړي بيا به له يو بله سره توپير ولري، خو په دې شرط چې ليکل له خپل ذهنه وکړي او خپلې تجربي انځور کړي .

لوستونکي داسې ليکنې معمولاً نه خوښوي چې ترې خبر وي خو داسې رمزونه يې تلوسه پاروي چې د دوی ورفکر نه وي ، يايې د يوې پېښې په هکله د قت نه وي کړی ، کله کله هغه پېښه چې لوستونکي هم ليدلې او ترې خبردی د بل له خولې يې اورېدل خوند ورکوي هماغه خبرده چې دی مخکې ندی ورته ځير شوی.

 ليکوال ته بويه چې د هرې سوژې لپاره يوه نوې زاويه پيداکړي که بل ليکوال سپينې جامې ور اغوستې وي دی بايد هڅه وکړي چې نوی رنګ ومومي ، زه که څه هم ليکوال نه يم خو د ليکنې مينه وال يم زما تجربه همداده چې ليکنه بايد له ستاينومونو مالامال نه وي او فعلونو ته هم خپله ونډه ورکړل شي، خبرې هر څوک کوي خوند د ملا په خوله کې دی . يو لنډه کيسه مې ولوسته ،دوه، درې پاڼې وه ، زه يې پوره ستړی کړم اصل حال رانه ورک شو، وجه داوه چې کليمې ، جملې او تشبه ګانې کليشه ډوله وې ، که څه هم موضو نوې وه او ښه ليکنه ورباندې کېدای شوای خو داسې نه وو شوي ، دا خو پر ځای پريږ ده چې آن د کيسې په ځنو برخو يې تبصرې هم ليکلې وې ، پای يې لوستونکو ته واضح شوی وو ، له لوستلو وروسته يې سوچ ته اړتيا نه ليدل کېده.

داسې بايد نه وای شوی ځکه ژوند نيګړی او کيسې نيګړې دي ، د کيسې له لوستو وروسته لوستونکی بايد سوچ وکړي او يايي سوچ کولو ته وهڅوي.

د سوژې موندل سخت او آسانه کار دی سخت ځکه دی چې ښايې څو شپې ووځې پيدا يې نکړې ، خو هغه څو ک چې سوژه نشي موندلي مطالعه يې کمه وي ، په ورځني ژوند کې د هرې پېښې په ليدو د قت نه کوي ، د سوژې تل ته ځان نه رسوي ، خپلې خاطر جالبې نه بولي ، بې غوره هم وي او لنډه داچې د وږي له حاله نه وي خبر . او آسانه هم دي دليل دادی څومره چې د ليکوالۍ پرکټېس کيږي هغومره ذهن چابک کيږي ،عادي موضوع ته يوه جالبه نقطه او هدف په نظرکې نيسي او ليکلو ته ادامه ورکوي ،که ووايم چې زموږ په ټولنه کې د ليکلو لپاره موضوع ګانې له ګڼلو او شمېر اوړي ويې منئ ،هرڅه ته کتل يوه موضوع ده يوازې لږ سوچ غواړي ،هردفتر ته تلل يوه موضوع ده يوازې دقت پکاردی . استاد اسدالله غضنفر وايي : «ليکوالي ځېل غواړي …»

 موضوع په ذهن کې لږ را وګرځوه او د کمپيوټر ليک دړې ته ګوتې ور وړه که وږی هم وې وايه چې ليکل وکړم بيا به ځان موړ کړم بريالی به شې او ځېل به دې موثر واقع شي .

د ليکلو شروع يوڅه سخته ده خو ، هغه خلک ورسره مخ کيږي چې ډېر کم ليکل کوي ، که د ليکلو تمرين ولري د اوبو څښل پرسخت دي ، خو ځينې وخت ممکن موضوع مغلقه وي څو ډوله يې پيل کړې ، خوښه دې نشې ، داهم کومه خبره نده يوازې ليکل وکړه ، کله چې پوره شول په ليکنه بيا کتنه وکړه پيل به يې هم سم کړای شې . کوم بهرني ويلي وو: که د افغان ليکوالو له ډلې څوک ووايي چې سوژه نه شم موندلی نو دا دامعنا چې دليکوالۍ له هنر سره بلد ندی او ليکوال هم نشو ورته ويلای .

محب الله آرمل دوردګو ملي راډيو تلويزيون ۱۳۹۲/۴/۲۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب