نیټه: ۲۰۲۳/۹/۳
ځای: انلاین
وخت: د کابل ماښام ۵ نیمي
وړاندې کوونکې: لېمه مصور
راپور لیکوونکې: زرغونه زرمتۍ
د ګډونوالو شمیر: ۲۲
غونډه په دریو برخو ویشل شوې وه، لومړۍ برخه کې یې په کاري مسایلو بحث و، دوهمه برخه کې لېمې ودان د لنډو کیسو دریم سیمینار وړاندې کړ او وروستۍ برخه مشاعره وه.
په لومړۍ برخه کې پر دې بحث وشو چې که اړتیا وه د راپور لیکل باید یو دې بل په همکاري او ګروپي بڼه ترسره شي او پخواني راپورونه باید ارزیابي شي.
نعیمې غني په لومړي سر کې د نجونو لخوا د راپور لیکلو او د غونډې چلولو ستاینه وکړه. بیا یې وویل، دا چې په دې برخه کې زحمت باسي باید له سره تیر نه شي حداقل د هر اوونۍ په پای کې دوه درې جملې ورباندي وویل شي.
هیلې پسرلی د نعیمه غني د خبرې په تایید له نجونو مننه وکړه چې د راپور لیکلو غوندې سخت او مهم کار په خورا علاقه ترسره کوي. بیا یې وویل، دا راپورونه ډېر زیات مهم دي ځکه د بهیر کومه کیسه چې موږ خوندي کوو همدا راپورونه دي.
د غونډې په دویمه برخه کې د لنډو کیسو لیکلو دریم سیمینار و چې لیمه ودان یې وړاندې کوي. د سیمینار په دې برخه کې ویل شوي و چې په کرکټر، مکالمې، مکان او زمان پر موضوعاتو به بحث وشي خو د وخت د کموالي له امله ځای او زمان بحث و نه شو.
په پیل کې لیمه ودان د تېرې اوونۍ د عملي کار پوښتنه وکړه چې د کیسې لپاره مو کوم لیدلوري ټاکلی؟
شفیقې خپلواک وویل چې یوه کیسه لیکي چې موضوع د معاصرو ښځو ستونزي دي، د کیسې مرکزي کرکټره یې یوه نجلۍ ده، لیدلوري هم لومړنی لیدلوری دی. د دې دلیل دا و چې دا کیسه له لومړي لیدلوري ښه راځي او دوهم دا چې په شعوري توګه یې ټاکلی ځکه چې د ښځو له خولې د کیسو ویل کم دي.
ورپسې ځولۍ لمن د خپلې کیسې په اړه خبرې وکړې چې موضوع یې د یوې ماشوم نجلۍ د حالت نه درک کول د هغې د کورنۍ لخوا. دې هم لومړی لیدلوری ټاکلی و.
میمونې کامران سره تر اوسه یوازې یوه صحنه چې ماشومتوب کې به یې ستوري شمېرل. غواړي همدا کیسه کړي ، لیدلوری یې لومړی ټاکلی او دا به لومړنۍ کیسه وي چې له همدې لیدلوري یې لیکي.
سیمینار د ښاغلي اجمل پسرلي په (درز ) لنډه کیسه پیل شو. میمونې کامران کیسه په خواږه غږ ولوسته. بیا همدا کیسه د مثال په توګه د سیمنار په اوږدو کې کاریدله.
لېمې ودان بحث پر دې پیل کړ چې کرکټر څه دی؟ څنګه ښه کرکټر پنځولی شو؟ دې وویل:
«کرکټر : د لنډې کیسې د نورو برخو ترڅنګ کرکټر هم ډیر مهم عنصر دی. په کیسه کې کرکټر یا کردار د پیښو لوبغاړی دی، چې درې اړخونه لري.
۱ خارجي اړخ : موږ ته د کرکټر څیره، رنګ، ونه، د سترګو رنګ او نورې نښې راښایې یعنې موږ د کرکټر له ظاهري نڼې سره اشنا کوي.
۲ داخلي اړخ : د کرکټر فطرت څرګندوي، یعنې دا چې څه ډول فکر او عقیده لري.
۳ ټولنیز اړخ : په ټولنه کې د کرکټر موقف روښانه کوي،یعنې دا چې کرکټر ښوونکی دی، بزګر دی، ډاکټر دی که انجینر دی.
د کرکټرونو ډولونه، اصلي او فرعي
۱ اصلي : اصلي کرکټرونه هغه دي چې کیسه د هغې په شاوخوا کې راڅرخي، پروټګنیست هم ورته ویل کیږي، په ډیرو کیسو کې مثبت اړخ لري او دا کرکټرونه په کیسو کې معمولا په تبصیل سره بیانیږي.
۲ فرعي : د فرعي کرکټرونو نقش ډیر مهم نه دی، په دي ډله کې انټیګنیست هغه کرکټر دی، چې اصلي نه دی، خو په فرعي کرکټرونو کې لومړی دی.
نور فرعي کرکټرونه د کیسې په پرمختګ کې اساس نفش نه لري. د باور وړ کرکټرونو باید د باور وړ یي، یعنې چلند یې په شخصیت سره سم وي، دي ترڅنګ رفتار یې باید د کیسې له زمان او مکان سره هم سمون ولري.»
ورپسې شفیقې خپلواک خپلې خبرې شریکې کړې چې د کرکټر په اړه یوه انلاین کورس کې زده کړې وې. دې وویل:
« په دې کورس کې چې کامبریج پوهنتون وړاندې کاوه، پنځه عمومي کرکټرونه د داستان لپاره یاد شوي. د دې پنځو کرکټرونو ضد یا مقابل اړخونه هم یاد شوي چې بشپړ یې لس ډول کرکټرونه یادول.
۱: بېرون ګرا: هغه ډول کرکټرونه چې ټولنیز ژوند خوښوي. له ډېرو خلکو سره ناسته ولاړه لري. تګ راتګ کوي او د خلکو منځ کې یې زړه نه په تنګېږي. د دې برعکس کرکټر درون ګرا کسان دي. دا ډول خلک ډېرې اجتماعي اړیکې نه خوښوي. په ګرانه چاته زړه پرانېزي. ډېر دوستان نه لري او ممکن په ګڼه ګوڼه کې راحته نه وي.
۲: مننونکي کرکټرونه: دا ډول کرکټرونه اعتراض نه کوي. له ډېرو شیانو سره موافقه کوي. جنجال نه جوړوي، کټ مټ لکه په مکتب کې د استاد د خبرې مننوکې شاګرد. یا هم یو نیم اولاد چې د مور او پلار له خبرې نه تېرېږي. د دې برعکس نه مننونکي کرکټرونه دي. دوی اعتراض کوي. پوښتنې کوي. خبره نه مني. نور چلینجوي. او ښايي په اسانه یوه خبره پرې ونه منل شي.
۳: په عاطفي لحاظ متزلزل کرکټرونه: دا ډول خلک احساساتي ثبات نه لري. ژر غوسه کېږي ژر خوشالېږي. ژر یو څه خوښوي ژر یې ممکن بد ویوسوي. دوی په هر حالت کې له عاطفي نا کرارۍ سره مخ دي. د دوی برعکس په عاطفي لحاظ باثباته کرکټرونه دي. چې پر خپلو احساساتو کنترول لري.
۴: باشعوره کرکټرونه: دا ډول خلک شعورا ویښ خلک وي. د دوی برعکس هغه کرکټرونه دي چې شعور یې کم وي.
۵: تجربې ته پرانیستي کرکټرونه: دا ډول کرکټرونه له نوې تجربې او نوي عمل نه ویره نه لري. هر څه تجربه کوي. له دې نه ډارېږي چې اوسنی حالت یې چلینج شي. د دې برعکس کرکټرونه له نوې تجربې، نوي فکر او خبرې ډارېږي. هغوی عموما په خپل اوسنيحالت کې راحته وي او بدلون نه ډار لري.»
هیلې پسرلی په لنډه کیسه کې د کټرونو په اړه خپلې تجربې شریکې کړې. دې وویل:
« ځینې لیکوالان خپله ځانګړې دنیا جوړوي او په داستانونو کې یې خاص کرکټرونو وي. ځینې لیکوالان بیا داسې نه وي، دوی چې هره ورځ کوم کرکټرونه ګوري په هغوی داستان لیکي. د چخوف د کرکټرونو یو خصوصیت دا دی چې خاص خلک نه دي. مثلا، د چخوف ټول کرکټرونه فلسفي خبرې نه کوي، نه هم د ده ټول کرکټرونه یو ډول روانشناسي لري چې فرضا ټول دې یوازې وي. برعکس د چخوف کرکټرونه د ورځني ژوند کرکټرونه دي. د ده په کرکټرونو کې معلم وي، شاګرد وي، سلمان وي… ما خپله یو وخت داسې احساس کاوه چې باید په خاصو کرکټرونو لیکل وکړم. خو اوس پر دې باور یم چې په خاص شي پسې ګرځېدل ضرور نه دي تاسې کولی شئ همدا شاوخوا خلک مو د کیسو په عالي کرکټرونو بدل کړئ. دا په دې مانا نه ده چې د خاصو کرکټرونو لیکوالان کمال نه کوي، زه اوس هم له دې خوند اخلم چې د کیسو کرکټرونه مې له هغو سوالونو سره بوخت وساتم چې انسانان یې هره ورځ نه پوښتي، خو په خاص شي پسې ګرځېدل او همدا شاوخوا ته په کمه سترګه کتل تېروتنه ده. فکر کوم زما په ذوق کې تېروتنه دا وه چې د داستان کرکټرونه مې په خاص او عام ویشلې ول، حال دا چې د لنډو کیسو استاد چخوف د خپل چاپېریال او تخیل د هر عادي کرکټر اهمیت درک کړی و. هغوی ته چې تازه کیسې لیکي زما مشوره دا ده چې په خاص شي پسې مه ګرځئ هر کامیاب کرکټر خاص دی.
فکر کوم په کرکټر کښنه کې لیدلوری هم ډېر مهم دی. مثلا دلته یادونه وشوه چې په لومړي لیدلوري به کیسه لیکئ، نو که ستاسو د کیسې هغه کریکټر چې روایت یې لیکئ ډېر پوه وي، یا ډېر ښه انسان وي په لوستونکو ښه نه لګېږي. د روایت بڼه هم د کرکټر په کامیابي کې تاثیر لري. د داستان روح کرکټرونه دي. ډېر ناولونه چې ما لوستي کیسه مې نه ده په یاد خو کله کله د کیسو کرکټرونه په خوب لا وینم.»
نعیمه غني وویل: «ډېر کله د کرکټر تصویر کول په لوستونکو پورې هم اړه لري. د دې په وینا موږ دوه ډوله لوستونکي لرو. یو هغه لوستونکي دي چې نوې کیسې لولي یا یې هم د مطالعې لمن ډېره پراخه نه ده، بل هغه لوستونکي دي چې ډېره مطالعه لري. لومړی ډله لوستونکي کرکترونه په ښو او بدو ویشي، ساده او جذاب کرکترونه خوښوي، هغه کس د کیسې اتل غواړي چې د دوی خوښېږي، په کرکتر کې کوم خواص چې دوی یې بد ګڼي نه خوښوي. خو دوهمه ډله بیا د کیسو کرکتونو ته د عامو انسانانو په څېر ګوري چې ښه او بد خواص دواړه لرلی شي، پیچلي کرکترونه یې خوښېږي. هغوی ته کرکترونه د هغوی د ظاهري بڼې له مخې نه قضاوت کوي یا هم خوښوي او که په یوه کرکټر کې ډېر مثبت صفتونه یو ځای راواخلو نو د دا ډول لوستونکو باور پرې کمیږي. کیدای شي ځينې کرکترونه دې بدې کړنې هم تر سره کړي، یا ښکلې بڼه ونه لري خو هماغه کرکتر به بد انسان نه وي او ښايي د کیسې قهرمان واوسي. کرکترونه باید تور او سپین نه وي، نه ټول ښایسته کرکترونه با شخصیته او نه هم ټول بدرنګ کرکترونه بې شخصیته کیدای شي، دې تعادل ته باید په کرکتر کښنه کې پام وکړو.»
ځلا نور وویل چې کرکټرونه باید مړه نه وي.د دې له نظر کله چې یو څوک کرکټر جوړوي باید له کرکټر سره ژوره اړیکه پیدا شي، دا غواړي داسې کرکټر انځور کړي چې نوی وي.
لیمه ودان وایي چې یو څوک باید وي چې کیسه پرې ولیکو. که په کیسه کې تلوسه نه وي بیا یې هم کیسه بللی شو خو که کرکټر نه وي بیا یې کیسه نه شو بللی.
دې زیاته کړه: «د عملي کار لپاره مو چې کومه موضوعات ټاکلي په کرکټرونو یې فکر وکړئ اصلي او فرعي کرکټرونه یې معلوم کړئ.»
له دې وروسته په مکالمې لیمې ودان خپلې خبرې وکړې خو نورو بحث یې راتلونکي غونډې ته پاتې شو. اغلې ودان وویل: «مکالمې :مکالمې په کیسه کې د کرکټرونو خبرې دي، چې دوه ډوله لیدی شي، يو هغه چې کرکټر له ځان په خبرو لګیا وي، لکه کونګ څړ ځای ته ځیر و، له ځان سره یې وویل : سږ کال به مې مالونه خیر ونه کړي.
بل ډول هغه مکالمې دي، چې کرکټرونه، له یوه بل سره غږیږي، لکه : کونګ ځر ځای ته ځیر و، ځونډي ته یې مخ کړ یاره خواد زده چې سږکال مو له دې ورشو خیر لیدلی و.
د ښې داستاني مکالمې ځانګړنې: «د ښې داستاني مکالمې يو کمال دا دی، چې د کرکټر په راپیژندلو کې مرسته کوي. یو بله ځانګړنه دا ده، چې طبیعي وي، په داستان کې هغه مکالمې چې ډیرې اوږدې وي، طبیعي نه ښکاري او کیسه بي خونده کوي. »
مشاعره لیمې مصور په څو بیتونو پیل کړه، میمونې کامران خپل غزل ولوست، ځولۍ لمن غزل او آمنه فنا نظم ولوست. په همدې غونډه پای ته ورسېده.