سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Home+نوې څېړنه: د زړه له ناروغۍ سره مخه ښه وکړئ

نوې څېړنه: د زړه له ناروغۍ سره مخه ښه وکړئ

تاند- په متحدو ایالتونو کې د لویدیځ نیوانګلنډ پوهنتون استاد، ډاکټر جان پتزوتو، څېړنې ښودلې چې زموږ په رژیم کې د یوې مېوې اضافه کول نه یوازې کلیسټرول کموي، بلکې د ژوند موده هم زیاتوي. هغه وایي: “دا موندنه دې زاړه متل ته نوی مفهوم ورکوي چې وایي موږ هغه یو چې څه خورو.”

یوه مغذي او حیرانوونکې مېوه چې شحميات له منځه وړي او کلیسټرول کموي

د دې څېړنې یوه مهمه لاسته‌راوړنه د انګورو ګټې دي. د دې په منظم ډول د دې مېوې خوړل د لوړ کلیسټرول او په بدن کې د غوړ د راټولېدو پر وړاندې یو غوره حل دی. سربېره پر دې، انګور د التهابي حالتونو خطر کموي، په ځانګړي ډول که د لوړ شکر لرونکو تصفیه‌شوو موادو او مشبوع غوړو په رژیم کې شامل شي.

د ډاکټر پتزوتو په وروستیو تجربو کې څرګنده شوې چې هغه موږکان چې د لویدیځو هېوادونو د رژیمونو په څېر رژیمونو سره تغذیه شوي، کله چې د انګورو پوډر ورته ورکړل شو، مثبتې نښې يې وښودلې. دا مېوه د هغو جینونو په اغېزمنولو سره چې د شحمیاتو په میټابولیزم کې دخیل دي، د شحمیاتو تجزیه ښه کوي او د کولمو فلورا تقویه کوي، چې د بدن د عمومي روغتیا لپاره خورا ګټوره ده.

یاد پوه چې تر ۶۰۰ زیاتې څېړنې یې کړي، دغه موندنه “واقعاً د پام وړ” بللې او وایي: “د دې څېړنې موندنه د انسان لپاره د ۴ یا ۵ کلونو زیات عمر معادل ده.”

دا خزانې مېوه د زړه د حملو او الزایمر خطر کموي

څېړنو ښودلې چې د دې مېوې منظمه خوړل د عصبي حجرو ساتنه کوي او د هغو ناروغیو خطر کموي چې د عصبي سیستم فعالیت مختلوي، لکه الزایمر.

تجربو ښودلې چې هغو موږکانو، چې د انګورو په رژیم تغذیه شوي، د هغو موږکانو پرتله چې انګور یې نه دي خوړلي، د تشخیص او سلوک ښه فعالیتونه ښودلي دي.

د ویسترن نیوانګلنډ پوهنتون استاد ډاکټر پتزوتو ټینګار کوي چې «په خوراکي رژیم کې چې شخمیات پکې ډېر خوړل کېږي،د انګورو زیاتول ، عمر اوږدوي.»

انګور د غیر الکولي غوړ ځيګر ناروغۍ، چې د ناسالمو خوړو له کبله پېښېږي، مخنیوی کوي او د زړه د حملې خطر کموي.

دا خزانې مېوه د میټابولیزم په زیاتولو سره د کالوریو په سوځولو کې مرسته کوي، چې په پایله کې یې په ځیګر او د زړه په رګونو کې د مضرو شحمیاتو یا غوړو د راټولېدو مخه نیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب