یکشنبه, دسمبر 1, 2024
Homeخبرونهجي ۷ هېوادونو افغان ښځو ته په سیاسي بهیر کې د خوندي...

جي ۷ هېوادونو افغان ښځو ته په سیاسي بهیر کې د خوندي ګډون هیله کړې

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ/ قوس ۷مه) جي ۷ هېوادونو په یوه خبرپاڼه کې له افغان وګړو ملاتړ ته ژمنتیا څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د داسې افغانستان غوښتوونکي دي چې ټولګډونه او استازي یې د حکومت له لارې له نړۍوالې ټولنې سره بیا یوځای او له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره سوله ییزې اړیکې ولري.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې له مخې افغان ښځو ته هم په سیاسي بهیر کې د بشپړ، مساوي او خوندي ګډون غوښتونکي دي.

ملګري ملتونه داسې مهال افغان ښځو ته په سیاسي بهیرکې د خوندي ګډون هیله کړې،چې اوسمهال افغان ښځې له نېږدې سلو بندیزونو سره مخې دي.

دوی د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته له زده کړو، کار او داسې نورو لومړنیو حقونو هم بې برخې شوي او لا یې هم برخلیک نامعلوم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب