Homeخبرونهپاکستان کې د عمران خان پر پلویانو د پوځ برید؛ لسګونه کسانو...

پاکستان کې د عمران خان پر پلویانو د پوځ برید؛ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ/ قوس ۷مه) د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویانو لاریون د امنیتي ځواکونو په ډزو وپاشل شو.

په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېدونکو ویډیوګانو کې ښکاري چې د اسلام اباد ډي چوک کې پر لاریون کوونکو امنیتي ځواکونه ډزې کوي، او لاریون کوونکي د ځان ژغورنې په موخه پاشل کېږي.

اسلام اباد ډي چوک کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو مرکزي کانټینر هم سوځول شوی دی.

د امنیتي ځواکونو له لورې تېره شپه پر لاریون کوونکو مخامخ ډزو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، او لسګونه نور نیول شوي دي.

بلخوا د تحریک انصاف ګوند اعلان کړی، تر هغې چې د دې ګوند مشر عمران خان ازاد او غوښتنې یې ونه منل شي خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...