دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د (ملکنډ د سر توتي وی) له یونلیکه | دوکتور ازمون

د (ملکنډ د سر توتي وی) له یونلیکه | دوکتور ازمون

په تېر پسې
نه باجوړ شو او نه پاڼه کې ګلونه!

اف! یره خو!!
دا اړم یې دومره کلک ور ته اچولی، ته به وایې په دې رڼا ورځ غله ور ننوځي، څو ځلې مې ور ته وویلې چې د ورځې دا اړم مه اچوئ، څه خبره ده؟ خو دا مخلوق په خبره نه پوهېږي چې دا اړم همدوی ته ونیسم، ایله به یې عقل سر ته راولم، په خبرو خو ونشوه، نور یې بېخي په عذاب کړی یم.

ښایسته شېبه له ځانه سره وبنګېدم، نوره چاره نه وه، د کاله دېوالونه لکه د کلي دنګ دنګ اریان دریان ولاړ وو، دا هم د زمانو باد وباران او لمر سېزلي وو، دا د هغه کابل د کلا پاخه دېوالونه دي چې په خپله پراخه غېږه کې یې د پسخو دنګو دنګو دېوالونو تر سیوریو لاندې خلک دمه کړي دي. کله چې د پسخو دغو دېوالونو ته ګورم، نو خپل کلی را یادېږي. که د کوټو جوړښت او رنګ خبره نه وي، نو فکر نه کوم چې زه په ښار کې اوسېږم. اوس هم موږ د کلي په څېر ورته اړم اچوو.

ښه غټه تیږه مې را واخسته، ډبه ډبه ډبه … کوټې له وره لرې وې، د وره پر سر یوه نازک بدنه رڼه بالاخانه چې ځینې یې سراچه بولي، پلار مې د میلمنو لپاره تازه په تازه آباده کړې وه، زما ډباري دا پاس کوټه هم ښوروله.

د وره له شا یو نری غږ را ووت، غږ مې د ببۍ و:
ـ څوک یې؟
ـ ببۍ زه یم، په رڼا ورځ …
دې سره ور بېرته شو، زما سترګې په تندي کې وې، ببۍ موسکۍ شوه:
ـ ساړه خوره!
ـ یاره ببۍ! کاش ته نه وای؟!
ـ ولې؟
ـ اوس به تا لیدلی وای؟!
ـ څه دې کول؟
ـ خپله وسه مې کوله!
ـ کرار کېنه !!
د ښامار غوندې پرشېدم او لکۍ مې له سره را تاوه کړه، ببۍ راباندې پوه شوه چې شی خو موچۍ چیچلی، نو پښه نیولې شوه او د مرسل ګلونو خوا ته تاوه شوه.
درې ځلې مې له ځانه سره وویل:
ـ شیطانه کور دې وران شه ….
نېغ خپلې کوټې ته پر هغه وره ننوتم چې چوترې لوري ته و، پر سیمې چپرکټ ستړی ستومانه اوږد اوږد وغځېدم، چپرکټ غرنجېده، تر ما دی ډېر خوبولی او ستومانه و. یوه شېبه مې سترګې خوږې شوې وې، یو وخت ګورم چې ببۍ مې سر ته پتنوس په لاس ولاړه ده ، د بانجاني چاینکې له څوښکي او له چیني کاسې تپونه خېژي.

ـ لعل باچا پاڅه! دا ډوډۍ وخوره او چای وڅښه. لکه چې ستړی شوی یې؟!

غوسې سر خوړلی و، خو مور ته مې ورکتلای نشو، هغې پتنوس پر مېز کېښود، خپله ووته.

د چرګ غوړې ښورا کې مې ډوډۍ ما ته کړه، پلتۍ مې ور ته ووهله، دومره خوندوره وه چې ګوټې ورسره خوړل کېدې. د بانجاني چاینکې پر تپ مې ستړیا ټکور کړه، ببۍ له فرشي اشدارې راکتل، سودا یې وه چې نازولی زوی یې راپورته شوی او که نه؟ خو چې پياله یې زما پر شونډو ولیده، نو ورو یې ور رابېرته کړ، له خندا شنه شوه:

ـ لعل باچا! نن دې لکه چې چای نه وڅښلی؟
زما سترګو ځمکه ګروله:
ـ څښلی مې دی.
ـ حتما دې یوه پیاله څښلی دی!
هغه پر دې پوهه وه چې زه له چاینکې ساه و نه باسم، په یوه او دوه پیالو مې کار نشي، نو ورو مې ور ت وویل:
ـ هو یوه پیاله و!
ـ دا څنګه خلک وو چې تا ته یې یوه پیاله چای درکاوه، ته ور ته لکه چې معلوم نه وې، که څنګه!؟
ـ نو هر څوک خو په دې نه پوهېږي چې زه مټۍ تشوم.
ـ هر څوک باید په دې پوه شي چې ستا په یوه پیاله ګوزران نه کېږي.
ـ کاش چې هر څوک پوهېدای!!
ـ خو ته یې پوهه کنه!
ـ که پوه کړی مې هم وای، هغه دفتر و.
ـ ولې دا خلک دوتر کې چای نه څښي؟!
ـ څښي یې خو…!
ـ نو خو څه؟ څه دنیا خو یې نه ده اباد کړې!
ـ دنیا یې که نه ده آباده کړې، نو ورانه کړې یې هم نه ده!
ـ نه ورانه دې یې کړي یو دوی پاتې دي، دوی دې هم دا کار وکړي؟!
ببۍ ساړه ساړه اوسیلي او توبې ایستلې، ویې لیدم چې زما طبع له شنه چای سره برابره شوه، نو بیا یې وپوښتلم:
ـ نن ناوخته راغلې، خیر خو و؟!
ـ خیر و!
ـ بیا هم!
ـ له اسمعیل سره تللی وم.
ـ چېرته ؟
ـ نو ته په څه پوهېږې چې هغه ځای در وښييم!
غلې شوه، شېبه وروسته یې را ته وویل:
ـ ته به بیا په سندرو پسې تللی یې؟!
بزرګه وه، که سندرې نه وې، نو مندرې خو وې! ما ویل، همدا دې وخت دی، راځه یو څه یې وغږوه ګوندې څه ترې بود شي:
ـ هلته یو سړی و، د باجوړ و.
دې سره دې شروع وکړه:
لاړه شه باجوړ ته کمیس تور ما ته راوړه …
هو همدا د باجوړ سندرې پوښتنه مې کوله!
ـ ما خو درته وویل چې سندرې پسې به تللی وې؟
ـ نه، هلته کیسې کېدلې!
ـ کیسې هم همدا شی دی.
ـ مونږ د کیسو چل زده کاوه!
ـ وه ببۍ دې بلا واخله، د کیسو به څه چل یي؟
زړه کې مې ویل: خبره نه یې چې په کیسو کې څومره خبرې دي!
دې شروع وکړه:
ـ خو بس داسې یې واخله چې و نه و ، یو باچا و، سوپره کونه کچه و… همداسې یې پسې غځوه …
ـ ببۍ دا خو نکل دی؟
ـ ولې؟ تاسې لکه چې بل څه وايې که څنګه؟
ښه اوس دا څنګه پوه کړم چې کیسه او نکل توپیر لري، اول خو زما ماغزه پرې نه دي خلاص شي، بیا دا څنګه پوه کړم، زه په سوچ کې وم چې هغې راغږ کړه:
ـ څنګه په سوچ کې شوې؟ که ته په دې پسې تللی وې، دا کیسه خو به ما در ته کړی وی! ولې دې دومره ځان په عذابوه چې داسې ستړی ستوړی راغلې او سترګې دې په تندي کې اچولې وې.
ـ زه خو د باجوړ خبرې پسې تللی وم.
ـ باجوړ خو یو ځای دی!
ـ په دې خو زه هم پوهېږم.
ـ نو تا نور څه غوښتل؟
ـ ما ویل دا سندره څنګه ویل شوې ده؟
ـ خو څنګه ویل شوې ده، له ډنګ ډونګ سره ویل شوې کنه؟!
ـ نه، باجوړ څنګه یاد شوی دی؟
ـ خو یاد شوی دی کنه؟

ـ ما غوښته چې ددې شا ته که کومه کیسه وي، هغه را ته څوګ وکړي؟
ـ د هغې زمانې به ته څوک پیدا کړې چې تا ته کیسې وکړي، صبر وکړه، ادې دې راځي، هغه به یې در ته وکړي.

ـ چې خبره ادې ته پاتې شوه، و نه شوه.

ښه له ببۍ سره زما دا اوږدې خبرې ددې لپاره وې چې هغه غوسه پټه کړم او ستړی په دې وم چې پایډل مې وهلی، ازموینه مې ورکړې وه او باجوړ هم پاتې شو.

د (ملکنډ د سر توتي وی) له یونلیکه | دوکتور ازمون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب