شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد اوکراین او نورو شخړو له کبله افغان خبریالان هیر شوي

د اوکراین او نورو شخړو له کبله افغان خبریالان هیر شوي

تاند(جمعه، د سنبلې ۱۷ مه) په کاناډا کې د بشري حقونو لپاره د خبریالانو ټولنه وايي چې د اوکراین د جګړې په شمول نړیوالې شخړې سبب شوي چې له افغانستان څخه د زیانګالو خبریالانو د لېږدولو بهیر ټکنی شي.

د دې ټولنې په وینا، لا هم زرګونه خبریالان په افغانستان کې بند پاتې دي او یا هم په ګاونډیو هیوادونو کې بې برخلیکه اوسي.

په کاناډا کې د بشري حقونو لپاره د خبریالانو د ټولنې اجرايي رييسې ریچل پلیفر دا وضعیت ناوړه بللی خو په عین حال کې یې ویلي چې په داسې شرایطو کې د زیانګالو خبریالانو انتقال اسانه کار نه دی.

دې همداراز وویل چې په کاناډا کې د بشري حقونو لپاره د خبریالانو ټولنه د ډیرو افغان خبریالانو وضعیت له نژدې څاري او له هغوی سره د مرستې په لټه کې ده.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته کاناډا ژمنه وکړه چې ۴۰ زره افغانانو ته به پناه ورکړي.

پرون پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د پاکستان حکومت د کاناډا په غوښتنه دغه هیواد ته د ۶ زره افغانانو د لېږلو پلان تصویب کړ.

د پاکستان حکومت وویل، دا ۶ زره هغه افغانان دي چې اوس په پاکستان کې اوسي او د کال تر پایه به کاناډا ته ولېږل شي. 

1 COMMENT

  1. زه به په کابل کې د یوناما دفتر مخې ته د نه خوړلو اعتصاب پلان لرم ځکه چې یوناما د پخوانیو کارکوونکو ملاتړ نه کوي او له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته نه لیږدوي. د افغانستان په دې سخت حالت کې د پخوانيو کارکوونکو ماشومان او کورنۍ هېرې کړي.
    بشیر احمد شریفی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب