پنځمه برخه
پښتون ملا په همدې لویې سوزونکې دښته کې تنکي نیالګي ایښودل او سیوري ته یې په تمه تمه د کاڼو سره څپېړه پر مخ زغمله. ویل یې: ما په ستومانه او د زمانې له ازمېښتونو را وتو هډوکیو د خپل ارمان لپاره کمرې او تړې ستړې کړې، خو د پرهرونو له وینو یې ګلونه را و نه ټوکېدل، د بدمستو خړ سېلاو دشاه لیلا پېزوان په خړو اوبو لاهو کړ، له سرو ګڼو تارونو یې موټی ډک کړ، سر یې اسمان ته ونیو:
ـ ځه، که خیر وي، دوی به هم لکه لالهانده باد د هر چا ور ټکوي، پښه به یې پر ځمکه نه لګي.
بیا یې شپانه ته مخ واړاوه:
ـ دا دښته پخپلو خولو آبادوم.
له دې خبرې سره یې جوخت سر په ګرېوان کړ، شېبه ورک و، چوپتیا په هوا خوله کېښوده، شپون هم شپېلۍ له شونډ لرې کړه، پښتون ملا دواړه لاسونه د کټ پر بازو کېښودل، شپون ته یې مخ واړاوه:
ـ ظاهر شاه په څلوېښت کالو کې دومره آبادي وکړه چې دا دی ننني پتنګان یې په نړولو ځانونه ویاړمن ګڼي.
شپانه زه په سترګو کې پوه کولم چې هغه زما د خوږو غږونو او لفظونو استاد د زړه په غږونو اوره. ما در ته نه ویل چې: هر سورږیری ملا شاه ګل نه دی؟!
بیا یې هغه وپوښت:
ـ رښتیا! دا راته ووایه چې پېښور سره دې خدای پاماني وکړه، که څنګه؟
ـ پېښور خو مې کور دی، پېښور خو پېښور دی، خو اوس هغه کور جوړول غواړي چې مونږ یې په آزادۍ پسې راوتي وو.
ـ نو هغه کوره مو جوړ کړ؟
ـ زه خپله برخه خواري کوم چې جوړ یې کړم، خو زمونږ د سنګرونو هغه نور چې ځانونه فاتحین بولي، لګیا دي، پخپلو کې یې ښکرونه سره اړم کړي دي.
ـ نو ددې آزادۍ څه ګټه شوه؟
پښتون ملا پر ږیره لاس راښکه، بیا یې سوړ اسویلی وایست:
ـ شپونه! ګټې یې ډېرې وې، خو ګټې یې و نه ساتل شوې، ټولو یې په وینو ګټل شویو ګټو پسې ګټې را واخستې.
شپون د خپلو کیسو نغمو ته لفظونه او څېرې لټولې، پسې ورک او لالهانده و، پښتون ملا پرې غږ وکړ:
ـ ځه، که نور څه نه وي، دا دی ته خو په دې لویه دښته کې ارتې تڼې ګرځې.
شپون په حیرت ور وکتل:
ـ نو ولې و نه ګرځم؟
ـ ګرځه، خو دا هم زمونږ د خوارۍ برکت دی!
شپون د بلې نغمې لپاره پر شپېلۍ ګوتې ایښودې چې پښتون ملا ور ته پیاله له شنو چایو تازه کړه، د شپانه پر زړه د بنګو تریخ بوټي سیوری کړ و، پښتون ملا یې په رګ پوهېده، نو ور ته یې وویل:
ـ شپونه! نور سپینږیری شوې، توبه وباسه، راځه همدلته واړوه.
ـ ما څه کړي؟ یوازې خپله شپېلۍ غږوم او دا خو تا را ته ویلي وو چې ګناه نه لري.
پښتون ملا ور ته کتل:
ـ دا غږوه، دې سره رمې را ټولېږي او ساه اخلي، خو تندي ته سجده هم ښييه!
ـ زه خو ددې شپېلۍ لپاره تل په اوداسه ګرځم!
ـ کاش چې په اوداسه ګرځېدای!
ـ وه مولوي صاحب! نه مې د چا حق خوړلی او نه مې لاس په وینو سور دی. دا مې د اوداسه برکت دی!
ـ شپونه! دا درسره منم، خو په اوداسه ګرځېدا دا هم ده چې دروغ و نه وایې او د پیالو له شرنګا ځان وساتې!
د پیالو د شرنګا خبرې یې شونډې وتخنولې خو نشه یې وخوړله. د دروغو باب یې پرانست:
ـ ما چېرته دروغ ویلي؟
ـ ستا دا وظیفه د دروغو ده.
ـ هغه خو چې رېګن ماما څه ویل، مونږ هماغه په شپېلۍ که ستا تر غوږونو رسول، برکت یې پر تاسې څڅېده.
ـ بس نور یې مه وایه او توبه وباسه! ما خو هغه ته هم وویل چې راشه ایمان راوړه.
ـ نو هغه خو هم زما د پرنګۍ برکت و؟
ـ یو څه
ـ هماغومره دې بس و ، ځانته مې بلا کولې نه!
ـ ایمان راوړه ایمان
ـ نو زه خو ایمان لرم.
ـ لرې یې، خو عمل پرې نه کوې؟
شپون سره ښوراوه:
ـ هو، څوک نه وژنم!
ـ ته بې زړه بنیادم یې، وژل هر سړی نشي کولی.
شپون موسک شو:
ـ نو تاسې یې ولې وژنئ؟
ـ موږ هر څوک نه وژنو، تا غوندې بې دینه وژنو.
ـ نو ما څه ګناه کړې؟
ـ ته خو د ګناهونو ګوډی یې!
ـ ډېر دې را ته زړه تنګ دی؟!
ـ ډېر، خو څه وکړم چې انډیوال مې یې!
ـ نو خپل انډیوال نه وژنې؟
ـ هیڅوک نه وژنم! بې دینه لارې ته راولم.
ـ زه خو په لاره یم.
ـ په لار نه یې کنه؟ زه در ته لاره ښييم.
ـ کومه لاره؟
ـ مستقیمه لاره!
ـ اهدنا الصراط المستقيم
ـ بالکل، ښه ملا یې، خو توبه نه باسې!
ـ توبه له څه شي؟
ـ له دروغو او هغه د پیالو له شرنګاري!
شپون را ټول شو، ور ته یې وویل:
ـ مولوي صاحب! دا ښه دی چې هغه ستا د قهر لاس ته ته نه یم لوېدلی، ګنې…
ـ ګنې څه؟
ـ اوس به مې قبر هم معلوم نه وای؟
د پښتون ملا سرو وېښتانو ساه تازه کړه:
ـ شپونه! بس د چا دعا درپسې وه.
ـ تا خو زما نازولي وري ته هم ویلي وو چې شپون مړ که، دا لوی جهاد دی!
ـ کاش چې هغه دا کار کړی وی!
ـ نو اوس به ستا پوښتنې ته څوک راتلی؟!
ـ زما پوښتنه دې سر وخوري، خو چې دا زاړه ګنګاران کم شي.
شپون او پښتون ملا د ژوند په خوږو کې ورک وو، دوه زړو یارانو په یوه سمڅه کې د ژوند ستړیا او دردونه په ټوکو ټوکو او د شپېلۍ په خوږه ساه ټکورول. مازیګر ورو ورو خپلې زلفې را ټولولې، خو دوی دواړه د خپلې دوستۍ په خوږو خاطرو او ټوکو ټکالو بوخت وو، پخوانۍ ښې بدې یې سره یادې کړې، تیارې ورو ورو یو د بل پر سترګو پردې غوړولې، د پښتون ملا څراغ ته تابیا نه وه او نه یې غوښته چې د یار ذهن یې محدود شي، شپانه هم له ګډ لمانځه نه د ترپ لاره لټوله، پښتون ملا یې پر طبع پوه و، مخ یې ور واړاوه:
– شپونه! نور پاڅېږه او ځه!
شپانه شپېلۍ له شونډو لرې کړه او ور ته یې وویل:
– وه مولوی صاحب چېرته مې شړې؟ همدلته شپه کوم. دا مې د شپېلۍ د رمو کور دی!
ـ شپون رمې د ورځې څروي، شپې یې بیا پخپلو کورونو سپاري!
شپون خوږ زیل کاوه:
ـ شپه کوم!
پښتون ملا په حیرت وپوښت:
– چېرته؟
– همدا تا سره، په همدې ډاګ کې.
– پاڅېږه! ځه، لاړ شه، نور تیاره خورېږي. زه ځان لمانځه ته جوړوم.
ـ وه مولوي صاحب مه مې شړه، همدلته تاسره شپه کوم!
ـ شپونه ځه هوارې ته شه، دلته غټ غټ غونډلان دي، اوس ټول راوځي. شپېلۍ به دې په ویر ستړې کړي!
شپون خولې ته لاس ونیو او په کیڼه ډډه کوږ شو:
– وه مولوی صاحب! تر تا بل غټ غونډل شته؟
د پښتون ملا وښکي تر غوږونو ورسېدل، غاړه یې ورکړه، هغه پر وچ ډاګ د تروږمۍ پل ته پاتې شو، زه او د ژوند د نغمو شپېلۍ، آبادې ته راغلو.