شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+و نه و، یو شپون او یو پښتون ملا و | دوکتور...

و نه و، یو شپون او یو پښتون ملا و | دوکتور ازمون

څلورمه برخه

شپون لکه ګلاب د سهار په ښکالو وښورېد او رنګونه یې وغږول:

ـ داسې نه چې تور لحد ته مې ولېږې!

ـ د پرېښودلو خو نه یې!

شپون د بنو په رپا را ته وویل:

ـ لورې تا ته یې وایم، اینګورې ته یې واوره. ته ودرې خوښ به دې شي.

پښتون ملا پاڅېد، په بډه یې ګوتې ووهلې، شپون سترګې ما ته رپولې او سر یې لاندې باندې وښوراوه:

ـ هغه دی لاس یې ور ووړ، اوس به که خیر وي، د وړې شپېلۍ ساه در باندې تازه کړي. ته ودرې!!

پښتون ملا ځانه وڅانډه، شپون پر شپېلۍ ګوتې کېښودې:

ـ اوس نو ګرځوه لېونیه چې زما دې نه منل!!

پښتون ملا موسک شو، زما د زړه درزا یې مترنمه کړه، شپون شپېلۍ له شونډو لرې کړه:

ـ ددې موسکا تر شاه تراخه پراته دي.

پښتون ملا یو دم نارې کړې، شپون الله اکبر کړ، زما تر پښو لاندې ځمکه وښوېده:

ـ داسې نه چې د شپون خبره رښتیا شي. شپون خو خپلې نغمو ته هوا ګزوي، هغه په دې نه دی چې …

 اندېښنو مې ځمکه له پښو راښکله، سفر غړنده شو. وینه مې په رګونو کې ساړه باد کنګل کړه. پښتون ملا په رپېدلو شونډو د شنه چای غږ وکړ، دې غږ سره مې ورو ورو وینه په رګونو کې ونڅېده. پر شپون خو د څښاک غږ  بې له دې هم خوږ لګېده، ما ته یې وکتل:

ـ هلکه لکه چې بچ شوې!؟ کور ته چې لاړې حلوا پخه کړه، بلا وه برکت یې نه؟!

زما شونډې نڅېدې او د هغه ورو ورو تخنېدې، خپلو نغمو ته یې مخ واړاوه:

ـ ای کاش چې د نشې وزرونه هم پرانزي!

پښتون ملا دده دده د شونډو پر ښکالو غوږونه کاڼه کړه. شپون د ملا د ږیري پر تارونو ګوتې کېښودې او هغه زړه نغمه یې بیا وترنګوله:

ـ دا خو دې و نه ویل چې اوس دغه آزادي څنګه را ټولوئ؟!

د پښتون ملا سترګې را ډکې شوې:

ـ چې دا د څوکیو مجنونان ژوندي وي، را ټولېده یې ګران دي!

ـ نو څه به کوئ؟

د هغه سترګې را ټولې او د مخ د سرې بښنې کاسې په ګونځو کې ورکې شوې:

ـ ما ور ته ځولۍ وغوړوله چې د جهاد له ارمانونو سره خیانت مه کوئ؟ اف

شپون  پوه شو چې سړی په زړه ګړوب ګړوب دی، هسې نه چې غړ غړه کړي، ملک به ټول په وینو شینه،  نو  د روغ  رنځور پوښتنې ته شو، دده پام یې په بله نغمه  واړاوه، د شین خالۍ سندره یې را واخسته، پښتون ملا یې تېر دور ته بوت، سر یې ښوراوه او ویل یې:

ـ شین خالۍ به خدای پیدا کړي!

پښتون ملا زنګېده:

ـ که د تیارو له مجنونانو نه دا شپه سبا شي او لمر را ختو ته پرېږدي!!!

شپون د بلې نغمې د پیدا کولو لپاره پر ما ګوته کېښوده، خو پښتون ملا شپون  د شونډو په ښورېدو پوه کړ چې:

ـ دی پېژنم، زما د شعر پر څانګو ګرځېده، ویل یې ستا د زړه له څانګو نغمې را ټولوم.

شپون ما ته ښکته پورته وکتل:

ـ اپته بلا  یې، دا ځای هم در نه خلاص نه و؟ تا خو لا پخوا په ځان د دوزخ اور حرام کړی و.

ـ ههههه دا ستا د شپېلۍ د نغمو برکت و.

پښتون ملا ته یې مخ واړاوه:

ـ ما خو غوښته چې پر ده د جهاد د حماسې نغمه تازه کړو، هغه ارمان مې لکه چې پوره نشو؟

پښتون مولا د ږیرې یو تار له ګرېوانه را واخست او په ګوتو یې منجیله کړ:

ـ زما ارمان به هم هغه وخت پوره شوی وای چې تا باندې مې د کندې خوله ټوله کړې وای؟!

شپون شکرونه ایستل، بیا یې د پښتون ملا پام زما خوا ته را واړاوه:

ـ اوس ته دی پېژنې نو؟ وه مولوی صاحب دی سور کاپر دی!

د پښتون ملا پر مخ ګڼ سره تارونه ورپېدل:

ـ د پرېښودو خو یو هم نه یاستئ، خو د جهاد حماسه اوس درباندې نه تودېږي! سرې سترګې ګرځئ!! بښنه در ته شوې ده.

ـ نو زه خو مجاهد  یم او دی سور کاپر!

ـ که دی کاپر دی، خو شپونه ته ددوی لوی بت یې!!

ـ وه د خدای پار دی، زه یو مجاهد او تا له کاپر سره په یوه تله وتللم.

ـ دده خدای خاتمه ښه کړه او ستا اوله او اخره ښه نه شوه. دی اوس ما ته ګران دی!

د شپانه بڼو لا هم د اسمان په شنو کې لکه توتي چکرې وهلې، پښتون ملا یې وزرونو ته پوکی ورکړ:

ـ شپونه! کاش زمونږ د واک مجنونانو د جهاد د لویې حماسې قدرداني کړی وای!! ما به له سرومیږیانو نه د تره کي د وینو پوښتنه هم کړی وای، د هغوی څه کار چې دی یې واژه؟!

شپون پوه شو چې پښتون ملا د پښتو جذبې ونیو، نو نور یې له شپېلۍ ګوتې لرې کړې او له شونډو یې د حماسې ساه والوته!! په خوږه جذبه یې  ور ته وویل:

ـ چې ته د تره کي د وژلو غچ له سرو میږیانو اخلې، نو دا زما ملګری دې سرې سترګې ګرځي!!

پښتون ملا غاړه هسکه کړه او دا ټپه یې وویله:

که ګناګار یم ربه ستا یم

د پیغمبر امت مې ولې کړوینه

شپون را ته سر وښوراوه:

ـ نه مې در ته ویل چې دا زما استاد دی!

بیا یې را ته وویل:

ـ ګوره! چې دا ملا ډډ کېنني، زه یې هم استاد یم.

ـ ته یې څنګه استاد یې؟

ـ یمه!

ـ د څه شي؟

ـ د پرنګۍ

ـ د پرنګۍ؟

ـ هو، ده غوښته چې رېګن ماما دین ته راوبولي، نو د پرنګۍ نغمو زده کړې ته یې مخه کړه، خدای را ته اړ کړ.

ـ بیا یې زده کړه؟

ـ هو

ـ څومره؟

د لوړو غاښونو په منځونو کې یې د ژبې پر څوکه هوا  راښکله:

 ـ دومره لکه ما چې ترې ضربا او ضربو زده کړه!

پښتون ملا په ډډه ور وکتل:

ـ اوس هم له مستۍ نه یې غورځېدلی؟

د شپون شپېلۍ بیا وتخنېده:

ـ ته په دې لړزېدلو ګوتو له مستۍ و نه غورځېدې، د رباب تارونه دې تازه کړه او ما بیا …

پښتون ملا ترې خبره وتروړله:

ـ زه اوس هم تر تا ښه یم.

ـ بې شکه!

ـ شپونه پوهېږې! دا دیندارۍ زور دی!

ـ دا خو ما هم کړې ده!

ـ تا کړې ده، خو بې اودسه

ـ ما خو هر څه ته اودس کړی دی!

ـ هغه هر څه دې ښه نه دي!

د شپانه د نغمو ډکه ګېډه ونڅېده او د پښتون ملا د ږیرې تارونه وترنګېده. شېبې نورې هم خوږېدې او لکه

ټپه یې ورو ورو یې په زړه خوله لګوله.

و نه و، یو شپون او یو پښتون ملا و | دوکتور ازمون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب