زلمی شهباز
د روانې زمري مياشتې ۷مه د ملي بيرغ ورځ ده، دا ورځ له تېرو څو کالو راهيسې په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېږي، سره له دې، چې طالبان په کور د ننه افغانان د خپل ملي بيرغ ورځې نمانځلو او پورته کولو ته نه پرېږدي، خو افغانان په مجازي نړۍ کې د ملي بيرغ ورځ ښه په درز نمانځي.
دا ځل هم د ملي بيرغ ورځ د نړۍ له هرې وچې د مبارکيوو په پيغامونو سره په پراخه کچه ونمانځل شوه. په کور د ننه او جلا وطنۍ کې له ولسمشر اشرف غني را نيولې، د پوځ افسرانو، سياسيونو، د کرېکټ نړيوال ستوري راشد خان او خورو ورو افغانانو د ملي بيرغ ورځې مبارکي وېيلې ده.
سږ کال د ملي بيرغ ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې له يوې خوا د پاريس په نړيوالو اولمپيکي لوبو کې د افغانستان ملي بيرغ پورته کړل شو او له بلې خوا ګيله من وزير د همدغه ملي بيرغ قرباني او څه موده وړاندې په اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو په دسيسه کې په شهادت ورسېد. د ګيله من له وصيت سره سم هغه په خپل ملي بيرغ کې خاورو ته وسپارل او پر مزار يې هم ملي بيرغ رپانده ساتل کېږي. د ګيله من وزير له غيابي جنازو سره هم مهاله د نړۍ په ټولو وچو کې هم ملي بيرغ رپانده وساتل شو، افغانانو پورته او پر خپلو اوږو يې وګرځاوه. له ملي بيرغ او خپلواکۍ سره د ګيله من وزير بې سارې مينه د دې سبب شوه، چې اوس هغه ته د ملي شهيد خطاب کېږي.
په محکوم افغانستان (پښتونخوا او بلوچستان) کې هم د پښتنو او بلوڅو په غونډو کې ملي بيرغ تر سترګو کېږي، که هغه د بنو لاريونونه دي او که يا هم د چمن پرلت، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتين ترڅنګ خو په هرو غونډو او را ټولېدنو کې ملي بيرغ پورته او رپاند ساتل شوی دی، دې ته په کتو سره سږ کال د ملي بيرغ ورځ په خورا تودو هيلو ونمانځل شوه، سره له دې، چې له ۲۰۲۱ کال راهيسې چې کله طالبان پر کابل واکمن کړل شول،ملي بيرغيې را کوز او پر ځای يې خپل ګوندي بيرغ پورته کړی او افغانان د خپل ملي بيرغ پورته کولو او د دغه بيرغ ورځې نمانځلو ته نه پرېږدي، خو بيا هم د ملي بيرغ ورځ په سراسري نړۍ کې په پراخه کچه نمانځل کېږي.
په يو شمېر هېوادونو کې به د افغانستان سفارتونه او سياسي استازولۍ طالبانو ته سپارل شوې وي، خو موږ وينو چې په بهر کې د افغانستان پر سفارتونو او استازوليو او په ټوله کې د ملګرو ملتونو په نړيوال سازمان او د نړيوالو لوبو په مراسمو کې ملي بيرغ رپاند دی.
مياشت وړاندې زه د متحدو اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ ښار کې هغه وخت ډېره خوشحاله شوم، چې د افغانستان د سفارت پر ودانۍ مې ملي بيرغ رپانده وليد، دغه راز په ټولو هېوادونو کې د افغانستان استازولي د ملي بيرغ تر سيوري لاندې کېږي. د همدغه ملي بيرغ تر سيوري لاندې افغان ملي اتلانو د کرېکټ په نړيوالو لوبو کې د کرېکټ مؤسس انګلستان، مخکښ هېواد اسټراليا، پاکستان او نورو هېوادونو غوره لوبډلو ته ماتې ورکړې دي.
د افغانستان ملي بيرغ تور، سور او زرغون رنګ لري،دا دری ټوټې د هېواد تاريخي حالت تصويروي،د تاريخ پوه او فرهنګي شخصيت حبيب الله رفیع په خبره، د بيرغ تور رنګ پر افغانستان د استسمار (د دښمن زبېښاک، استعمار چې عبارت له انګرېزانو دی، واکمني يا د بلواکۍ) دوره ښيي، سور رنګ د خپلواکۍ لپاره د افغانانو قرباني او جهاد ښيي او زرغون رنګ هم له خپلواکۍ وروسته د هېواد د ابادۍ نښه ده.
موږ او زموږ په څېر به د جمهوريت په دوره کې په بهرنيوو هېوادونو کې د زده کړو، سيمنارونو او دغه راز د افغانستان په ټولو سفارتونو او سياسي استازوليوو کې د بيرغ ملي او خپلواکۍ ورځې د نمانځلو او نورو تاريخي او فرهنګي غونډو کې د دغو درېيوو رنګونو تعبير کاوه او بهرنيانو ته مو په دې دوره کې په پوره توګه ملي بيرغ ور پېژندلی دی.
ملي بيرغ اول ځل د شاه امان الله خان د پاچاهۍ په مهال د ۱۳۰۷ لمريز کال لويې جرګې ته وړاندې او تصويب کړل شو. شاه امان الله خان په ډېر مهارت، مدبرانه سياسي فکر دا دری رنګه ټوټې سره يوځای کړې دي، چې د افغانانو تاريخ، د خپلواکۍ لپاره قرباني او سرښندنه او دغه راز د هوساينې لپاره د پرمختګ هڅې منعکس کړي. که څه هم له هغه را وروسته د افغانستان په ملي بيرغ کې ډېر بدلون راغلی، خو دې ته په پام سره بېرته ملي بيرغ منل شوی او افغانان يې تر سيوري لاندې راټول شوي دي. همدا لاملونه وو، چې په ۱۳۸۲ لمريز کال کې يو ځل بيا هم هماغه دری پخواني رنګونه، د افغانستان په اساسي قانون کې درج کړل شول.
د افغانستان د دولت ملي نښان بيا په همدغه بيرغ کې وهل شوی دی، دغه دولتي نښان له سپين رنګي محراب او منبر څخه جوړ دى، چې په دواړو څنډو كې يې دری رنګه ملي بيرغونه او د منځ په پاسنۍ برخه كې يې د (لا اله الا الله محمد رسول الله) مباركه كلمه او (الله اكبر) او د راختونكي لمر وړانګې او په لاندنۍ برخه كې يې د ۱۲۹۸ هجري شمسي کال تاريخ، چې د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخيستلو کال دی او د (افغانستان) نوم راغلي چې له دوو خواوو د غنمو وږي پرې راګرځول شوي دي.
د افغانستان د اساسي قانون په ۱۹مه ماده کې راغلي: «د افغانستان بيرغ له: درېيوو تور، سور او زرغون رنګه ټوټو جوړ دی. دری واړه ټوټې په مساوي توګه له كيڼ نه، ښي لور ته په عمودي ډول سره پرتې وي او د هر رنګ سور د هغه د اوږدو نيمايي دى چې په منځ كې يې دافغانستان ملي نښان ځاى پرځاى شوى دى.»
په تېرو څه ناڅه سلو کالو کې څو ځله د بهرنيوو لاسپوڅو په مرسته دغه ملي بيرغ را کوز او په ځای يې پر افغان ولس ډله ييز بيرغونه تپل شوي، چې ورسره سم يې په افغانانو کې بېلتون رامنځته کړی او د دښمن لاسوهنو او آن مخامخ مداخلې ته لاره پرانيستل شوې ده؛ اول ځل د حبيب الله کلکاني يا د بچه ی سقو د يرغل او د انګرېزانو له خوا د هغه ارګ ته تر راوستو وروسته نلي بيرغ راکوز کړل شو يعنې، په ۱۹۲۹ کال د حبيب الله کلکاني واک ته د ورسول کېدو په وخت کې ملي بيرغ راکوز او په ځای يې خپل سور رنګه بيرغ پورته کړ، خو وروسته بيرته د پاچا نادر خان له واکمنېدو سره ملي بيرغ پورته کړل شو.
دوهم ځل د ۱۳۵۷ کال د غويي په ۷ـ ۸ مه د شوروي په مستقيم ملاتړ باندې د افغانستان پر لومړي ولسمشر شهيد محمد داودخان د کيڼ اړخو له خونړۍ کودتا او د هغوی له واکمنولو وروسته د افغانستان دری رنګه بيرغ راکوز کړل شو او په په ځای يې سور ګوندي بيرغ پورته کړل شو. وروسته د ۱۳۵۶ او ۱۳۵۸ ترمنځ د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال خو آن دوه بيرغونه وو چې يو ګوندي او بل يې دولتي و. ګوندي بيرغ هماغه د خلق سور بيرغ و او تور، سور، زرغون بيا دولتي بيرغ و.
په درېيم ځل په ۱۳۷۱ کال واک ته د برهان الدين رباني په مشرۍ د مجاهدينو حکومت تر رسول کېدو وروسته د افغانستان بيرغ يو ځل بيا بدل کړل شو او پر ځای يې ګوندي بيرغ پورته کړل شو. د برهان الدين رباني د حکومت تر پرزېدو او پر ۱۳۷۵ کال د طالبانو تر واکمنېدو وروسته سپن بيرغ پورته کړل شو.
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ تر پرزېدو او د حامد کرزي په مشرۍ د لنډمهاله حکومت تر رامنځ ته کېدو وروسته د شاهي دورې دری رنګه بيرغ بېرته پورته شو.
په څلورم ځل بيا د طالبانو له واک ته رسېدا را وروسته ملي بيرغ را ښکته او پر ځای يې هغوی د خپلې ډلې سپين بيرغ لګولی دی. د رپوټونو له مخې طالبانو په ډېرو ولايتونو کې هغه ځوانان وهلي، بنديان کړي، شکنجه کړي او ګواښلي، چې دری رنګه ملي بيرغ ته به يې کمپاين کاوه او يا به ورسره وليدل شول.
که حالاتو ته پام وکړو، نو يوازې همدا ملي بيرغ دی، چې د افغانانستان هويت څرنګندوي او افغانان پرې راټول شوي دي، هم د ملي بيرغ، هم د خپلواکۍ د ورځو په نمانځلو او هم د افغانستان په اړه په لويو نړيوالو غونډو او همدا رنګه د سپورت په نړۍ کې د نړيوال اولمپيک کمېټې او کرېکټ نړيوالې شورا له خوا ملي بيرغ د افغانستان د هويت په توګه منل شوی دی. يوه دوست کيسه کوله چې د متحدو اماراتو په دوبۍ کې له پاکستان سره د افغانستان د کرېکټ په يوې ډېرې احساساتي لوبه کې لوبغالي ته د طالبانو سپين بيرغ د دې ډلې د يوه غړي يا خواخوږي له خوا راوړل شوی و، خو کله چې پوليسو وليد، دغه کس يېرا ګير کړ، سخت يې وډباوه، بيا يې هوايي ډګر ته يووړ او له همغه ځايه يې د تل لپاره له اماراتو را بهر کړ.
څه موده وړاندې په اندونيزيا کې د اسيا اولمپيک کمېټې له خوا د پاريس اولمپيک نړيوالو لوبو ته د غوراوي غشو ويشتلو لوبو کې چې له بده مرغه د افغان لوبغاړو د ورتلو مخه ونيول شوه، د افغانستان ځای پر ملي بيرغ ساتل کېدا. لکه د پاريس روانو لوبو په څېر د سپورت په ټولو نړيوالو ډګرونو او د افغانستان سياسي استازوليوو کې ملي بيرغ د افغانستان د پېژندنې د نښې په توګه هسک ساتل شوی دی.
د ډېرو له انده همدا ملي بيرغ د افغانانو د يووالي او پېژندندې ستره نښه ده. په تېرو سلو کالو کې افغانانو د همدغه بيرغ د ساتنې او دفاع لپاره خپلې ککرۍ قرباني کړې دي، چې وروستۍ او تازه ستره بېلګه يې د محکوم افغانستان مخکښ مبارز او ملي شهيد ګيله من وزير قرباني ده، چې د ملي بيرغ او لوی افغانستان په دفاع کې له خپل سره تېر شو. د ګيله من وزير دا قرباني د ټولو افغانانو لپاره ستر درس دی او په ټولوافغانانو کې يې د ملي بيرغ او خپلواکۍ په لاره کې د مبارزې او سرښندندې جزبه يوځل بيا تازه کړه.
ډېرو دا يادونه کړې، چې همدا ملي بيرغ د يووالي لويه نښه ده، چې افغانان پرې راټول دي. په جلا وطنۍ کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، يو شمېر سياسيونو، د جمهوريت پر مهال نظاميانو او افغان ملي لوبغاړو هم د افغانستان دری رنګه ملي بيرغ د ملي يوالي سمبول ياد کړی دی. جلاوطنه پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د يکشنبې په ورځ (د زمري ۷مه) پر خپله اېکس پاڼه د ملي بيرغ ورځ د هغو «شهيدانو ياد ته درناوی ياد کړی، چې خپل سرونه يې قرباني کړي او د وطن په خپلواکولو يې په لويه اسيا کې د استعمار خلاف د ازادۍ غوښتنې څپه وخوځوله.»
پخواني ولسمشر ليکلي: «د خپلواکۍ وروسته د لسيزو په اوږدو کې دا د يوالي او ورورلۍ نښه او د افغانانو هويت دی. نن ورځ يوازې دا دری رنګه بيرغ په هر ځای کې د هويت استازيتوب کوي.»
د دې په تصديق د نړۍ په هر هېواد کې چې سياسي يا پوځي بدلونونه راغلي، نو خپل ملي ارزښتونه لکه ملي بيرغ، ملي پوځ، ملي پوليس او ملي ادارې يې نه يوازې ساتلې، بلکې ځلولې يې او د پرمختګ لپاره يې اوږې ورکړې دي. د افغانانو د بخت بېړۍ ځکه چپه او غرقه ده، چې هر وخت يې پر ملي ارزښتونو او ملي وياړنو لوبې شوې او پرې دا لوبې روانې دي، خو افغانانو اوس تر ډېره خپل تاريخي او قسم خوړلي دښمنان پېژندلي دي، همدا لامل دی، چې دوی د ملي بيرغ تر سيوري لاندې متحد شوي دي.
تل دې وي افغانستان او رپانده دې وي ملي بيرغ!