پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+(ځنګل) په ځنګل کې| همت عمرزوی

(ځنګل) په ځنګل کې| همت عمرزوی

څه موده وړاندي د افغان وطن د ادب اوفرهنګ د یو ژمن او رښتیني خدمتګار استاد اسدالله غضنفر د ژباړل سوو څلور سوه حکایتونو جالب جونګ (ځنګل) چاپ سو؛ طبعاً د استاد نورو غوره ادبي_فرهنګي پېرزوینو ته په کتو؛ دا اثر هم د پښتو او پښتنو لپاره؛ غوره غنیمت دی.
ما؛ لا په بشپړه توګه ځنګل نه دی لوستی، اود کتاب هارډه بڼه مي نه ده ترلاسه کړې؛ د فسبوک پاڼو له برکته مې ځيني حکایتونه لوستي دي، د استاد د همدې ته ورته ژباړي او غوراوي په تېري لړۍ کې مونږ د (زرو هیندارو کور) د دوه ټوکو مغتنم کتابونه په همدې محتوا هم لوستي وه او له فکري پېغامونو او پندآمیزه منځپانګي نه مو ګټه اوخوند اخستی و.
داچې استاد ولي همدا د (زرو هیندارو) د کور لړۍ د نوم له لحاظه پسې ونه غځول دابه خپله استاد ته معلومه وي او خپل دلایل به لري، ځکه محتوا خو یوه ده؛ کېدای سوه چې د همغه تیري لړۍ د کړیو دوام يې همداسي پسې غځولی وای.
په دې اړوند ممکن یو دلیل داهم وي چې (تکرار) زړه خوښونکی نه دی؛ او انسان؛ تل تازه والی اونوښت خوښوي، چې شونې ده دلته هم له یو اړخه خپله د ژباړن طبیعي خوښه او انتخاب او له بلي خوا د لوستونکو خوښه او زړه راښکون په پام کې نیول سوی وي.
د پښتو د غزل بابا امیرحمزه خان شینواري لا پخوا ویلي وه: (راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې!)؛ ځنګل؛ د طبیعت یو اصیله او خودرویه زړه راښکونکې برخه ده؛ په خپلي ټولي محتویاتي ګډوډی سره بیاهم د یو حکمتي اوقدرتي نظم او سمبالښت شکلی انځور وړاندي کوي، او دا زمونږ د ټولو ګډه انساني تجربه ده چې په ځنکل کې روحي سکون او طبیعي تنوع احساسوو.
د استاد غضنفر (ځنګل) د فکرونو اوپيغامونو یو محتوايي ځنګل دی؛ اوزه مطمین یم چې استاد به د خپلو رښتینو معنوي پېرزینو په مټ داسي روزونکي او رغونکي نړیوال متنوع حکایتونه اونکلونه ګلچین کړي وي چې د انساني ژوند د ښه کېدو او موخیز کېدو په برخه کې به خپل مطلوب، خوند اغیز او ونډه ولري.
د ځنګل د لوستلو په اړوند زما یوه هیله: چې په يو آرامي او خاموشي زماني مقطعې کې (ځنګل) په لاس د کوم ځنګله په لور ورو؛ ورو و خوځېږې او هلته په رسېدو سره یوازي د انساني کاله له غړو نه فقط ته و اوسې؛ ځکه که کوم بل انسان هم وي ممکن بیاهم د تصنع رنګ اوخوند ځان څرګند کړي؛ داسي یو طبیعي چاپریال وي چې ته! چٌپ اوبې غږه د کومي وني سیوري ته د نري شمال د ساز سره آرامه ډډه ولګوې؛ ونو او مرغانو ته د انسانانو کیسې او افسانې ښه په خوند، خوند او د زړه له تله بیان کړې!
هلته به نو؛ (ځنګل) په ځنګل خوند وکړي.
د استاد ددې اونورو ټولو ادبي_ کلتوري پېرزینو قدر او درناوی کوم، د اوږد خوږ ژوند هیله ورته کوم او ددې ستړي ولس د ادب اوفرهنګ د لاچوپړ او په دې لارکې د خوځښتنواونوښتنو په تمه يې یم.
په پېرزوینه اودرناوي
هرات

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...