پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپاکستان کې د وروستیو سیلابونو له امله ۴۵ تنه مړه شوي

پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له امله ۴۵ تنه مړه شوي

تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۹مه』پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې له قوله راپور ورکړی، چې د مونسوني بارانونو له پیل سره سېلابونو راوتلو په دغه هېواد کې ۴۵ تنه مړه کړي دي.

راپورونو زیاته کړې چې په دغه شمېر کې ډېری تلفات د خیبر پښتونخوا دي.

د خیبر پښتونخوا په ۲۱ مړو کې ۱۰ ماشومان دي.

اخوا د پنجاب ایالت په بېلابېلو سیمو کې تېره ورځ د سخت باران، تندر او تېز توپان له امله لږ تر لږه ۸ تنه مړه شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ژغورنې ځايي ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویاند فاروق احمد ویلي، چې دغه مرګ‌ ژوبله د دیوالونو، چتونو، اعلاناتي لوحو د ړنګېدو او د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.

پېښې د لاهور، ګوجرانواله، شېخ پوره، قصور او ننکانه صاحب په ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

د راپورونو له مخې، تر ټولو ستره پېښه د لاهور ښار د شریف‌پورې احمد ټاون په سیمه کې شوې، چې یو خام کور د توپان پر مهال نړېدلی دی.

ويل‌کېږي، په دې پېښه کې یوه ۲۵ کلنه مېرمن له خپلې اووه میاشتنۍ ماشومې سره مړه شوې او خاوند یې ټپي شوی دی.

1 COMMENT

  1. دټولو ستره پیښه په سوات کی شوی کله چی ۱۷ کسان سړی ښځی اوماشومان دسیلاو په مینځ یو وړوکی ټابو کی بند پاتی شوه له دوه ساعته تیریدو وروسته چی هیڅ ډول مرسته ورسره ونه شوه ټول اوبو لاهو کړل اومړه شوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...