Homeخبرونهطالبان د مالي په کلنۍ غونډه کې ګډون کوي

طالبان د مالي په کلنۍ غونډه کې ګډون کوي

تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان』 د طالبانو د حکومت استازی د طالبانو د مالي خدمتونو په کلنۍ غونډه کي ګډون کوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک د رئیس نور احمد اغا په مشرۍ یو پلاوی د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (I.F.S.B) په کلنۍ غونډه کې د ګډون په خاطر مراکش ته تللی دی.

دغه بانک پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې، یاد پلاوي پرون (یک شنبه) د دغه هیواد رباط ښار ته سفر کړی او د راتلونکي جولای میاشتي په لومړۍ اوونۍ کې به په همدې غونډه کې ګډون وکړي.

سرچینې دغه سفر د افغانستان د بانکي سکټور له پاره مهم بللی دی.

سرچینې زیاته کړې چې، دغه غونډه کې به د اسلامي مالي سکټور، بانکي شفافیت، مالي ثبات او د نړیوالو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشي.

ټاکل شوې په دغه غونډه کې د ګڼو نورو اسلامي هیوادونو او بانکونو مشران او استازي ګډون وکړي.

دوی به د اسلامي بانکدارۍ د ودې له پاره حل لارې په کې وړاندې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...