جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونه‏خوست کې د کور نړېدو پېښه کې ۴ تنه مړه او ژوبل...

‏خوست کې د کور نړېدو پېښه کې ۴ تنه مړه او ژوبل دي

تاند『دوشنبه د چنکاښ ـ سرطان ۹مه』خوست کې د طالبانو ولایتي چارواکي وایي چې په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د یوه کور د چت نړېدو پېښه کې یوې ښځې ژوندله لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ژوبل شوي دي.

د یاد ولایت ویاند مستغفر ګربز رسنیو ته ویلي چې، دغه پېښه پرون (یک شنبه) مازيګر مهال په ایسار کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د پېښې د رامنځته کېدو لامل یې تېز باران او توپان شوی دی.

ګربز وايي، په ژوبل شویو کسانو کې دوه کوچنیان هم شامل دي.

ژوبل کسان د درملنې له پاره د دغه ولایت روغتون ته لېږدول شوي او د ټولو روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې، بل لورته نن (دوشنبه) هم د دغه ولایت په ګډون په اتو ولایتونو کې د بارانونو د ورېدلو او تېزو بادونو اټکل شوی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني اداره وایي، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، لغمان، ننګرهار، کنړ او نورستان هغه ولایتونه دي چې نن په کېسد باران اټکل شوی دی.

سرچینه وایي، د باران د ورېدلو کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو او د باد تېزوالی به په ختیځو، سوېل ختیځو، مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې له ۵۰ څخه تر ۷۵ کیلومتره په ساعت کې وي.

د یادونې ده چې ورورستیو بارانونو په یو شمېر نورو ولایتونو کې بیا خلکو ته زیات مالي زیانونه اړولي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې وېجاړه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...