Homeخبرونهاقتصادي خبرونههند ته له پنجشېره ۵۰ ټنه ګیلاس صادرېږي

هند ته له پنجشېره ۵۰ ټنه ګیلاس صادرېږي

تاند『دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۹مه』د پنجشېر ولایت ځایي مسوولین وایي، چې له دغه ولایته هند ته د نږدې ۵۰ ټنه ګیلاس صادرات پیل شول.

د پنجشېر چارواکو نن (دوشنبه، سرطان ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د د طالبانو د ولایت والي د تازه میوو له یو شمیر سوداګرو سره په یوه غونډه کې د شتل، دره، ابشار، پریان او حصه اول ولسوالیو څخه هند ته د یادې اندازې ګیلاس د صادرولو له پرېکړې هرکلی کړی دی.

نوموړي ډاډ ورکړی چې د پنجشېر سیمه‌ییزه اداره په دې پروسه کې د هر اړخیزې همکارۍ لپاره بشپړه همکاري وکړي.

پنجشېر کې د طالبانو د حکومت والي ویلي، چې د هیواد اقتصادي وده د طالبانو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

د سوداګرو په وینا، له لرې پرتو ولسوالیو څخه د ګیلاس د حاصلاتو یوه بله اندازه هم د صادراتو لپاره چمتو ده.

دوی زیاتوي چې دغه اندازه مېوه به د معیاري بسته بندۍ وروسته هند ته واستول شي.

پنجشېر کې د طالبانو د ولایت ویاند سیف الدین لټون ویلي، چې د غونډې هدف بازارونو په ځانګړې توګه هند ته د دې محصولاتو د لېږد پروسې په برخه کې د پراخې همغږۍ رامنځته کول وو.

د لټون په وینا په دې مرحله کې، شاوخوا ۵۰ ټنه ګیلاس د دره، ابشار، شتل او حصه اول ولسوالیو څخه راټول شوي او هند ته به صادر شي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د پنجشېر ولایت له مرکز (بازارک) څخه شاوخوا ۱۰۰ ټنه ګیلاس د منځنۍ آسیا هیوادونو ته صادر شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...