هیله لرم، چې زما مینې، ارمان، ژوند، ساه او ځان ته دغه لیک ورسېږي!
چا چې د ژوند، خوند، مینې او د انسانیت په مانا پوه کړم، پوهېږې، هغه ته وې، لیکواله زما ځانه.
کاش! ته مې غېږ کې ټینګ نیولای وای، تر ډېره ستا وجود زما په غېږ کې ساه باسلې وای، ما به د ارامۍ احساس کړی وای، ما به همداسې ویل، ما مه پرېږده، له ما مه جدا کېږه، زه دې مړ شم، خو له ما مه ځه، مه ځه ….
ستا اثار، ستا لیکونه، پووهوو څه سره یې تشبیه کړم! نه، نه هېڅ تشبیه نه لري.
اوس چې تا په خيال کې راولم، په ژړا شم، کاش، ته هم زما تر څنګ وای، ته خو زما لپاره غر یې. ته څه نه یې، خو هر څه یې زما!
دا خط چې لوند دی، دا مې په اوښکو لوند کړی، زه وایم، ته پوهېږې، تا ته چې اوس لیک لیکم، په ډېر ځور او خواری یې لیکم، په ځان پوره واک نه لرم، لاس مې لړزېږي، ځکه هر څوک چې خپلې معشوقې ته لیک لیکي همداسې کېږي.
لیکواله ته د بېوزلې ټولنې ژبه یي، که لیکوالان چوپ وي، مانا دا چې ټولنه چوپ ده، دا چې نن د لیکوالانو نړیواله ورځ ده، په ډېر چوپ اندازه ولمانځل شوه، چې په نشت حساب دي، یعنې لکه افغاني ټولنې لیکوالانو چې نه وي لمانځلې، ځکه علت همدا دی، چې د لیکوالانو ژوند د مرګ په خوله کې دی.
پام لیکوالانو که دلته لیکوالي کوئ، خپل سر په خپل لاس کې ګرځوئ، زه پوهېږم، چې دا کار او نشنلېست فکر ستاسو د ټولنې د پرمختګ او بریا راز دی. موږ کوشش کوو، ستاسو حق اداء کړو، خو نه اداء کېږي، تاسو په دې ټولنه او ټولنه په تاسو ډېر حق لري.
پام چې ورخطا نشئ، تاسو د بیوزلو، یتمانو، کونډو او د دې ملت غږ، ساه، روح او ځان یاست.
ستاسو زیان د ټول انسانیت زیان او تاوان دی. همدا تاسو یاست، چې یو ملت ته بقاء او پایښت ور کوئ، خلک د ژوند په مانا پوهوئ، موږ ته ژوند را زده کوئ او له ستر ناورین څخه نجات راکوئ. دا به مبالغه نه وې، تاسو زموږ د نجات فرښتې یاست.
لیکوالانو زما هغه ورځ ساه بند، بند کېږي، چې ستاسو اثار مطالعه نه کړم، ژوند مې بې خونده وي، د نارامۍ احساس کوم، لکه چې لویه خطا مې کړې وي، ځان نشم بښلئ، د وجدان په عذاب اخته یم. د ځان ځانۍ احساس کوم، که تاسو نه وای، هغه ورځ لیرې نه وه، چې ما به ځان وژنه کړې وای.
پام مو وي چې په موږ مو ډېر احسان دی، نه پوهېږم، ستاسو احسان څنګه اداء کړم! کله چې ستاسو د یو ښه اثر نوم واورم او هغه ما نه وي مطالعه کړی، غونی مې څیږ شي، ځان راته ملامت ښکاري، چې ولې مې نه دی لوستی؟ ولې زه بې پروا یم؟ ولې زه د یو لیکوال د لیکنې حق اداء نشم کړای؟ ولې؟ ولې داسې وشي؟ ځان تر هغه نشم بښلی تر څو هغه لیکنه ما لوستې نه وي.
ستا فکر او مفکورې ته د تورو ټکو تر شاه په تورو تیارو کې پرېښودې، خو موږ ته مو رڼاګانې راکړې، هو، ته لکه شمعه ځان دې ؤیلې کړ، موږ ته دې رڼا راکړه.
تاسو پوهېږئ او زه هم پوهېږم، چې زه ستاسو حق نشم اداء کولای، زه څنګه د خپلې مینې حق اداء نشم کړای، ما وبښئ، ما وبښئ