د مينې اينداره
سره له دې،
چې کورونه مو،
يو له بل نه ليرې دي،
د زړه ږغونه سره اورو،
سره له دې،
چي د نه ليکل شوي قانون،
زولنې مو،
پر لاسونو او پښو،
چاپېرې دي،
د مينې په اينداره کې،
يو بل سره وينو.
د مينې زندان
د ازل پاچا،
په لومړۍ ورځ،
– د مينې له ډاره –
له زړه نه د تيښتي،
ټول ورونه،
کولپ کړل،
که چېرته،
مينه،
– په هر چل چې وي –
زړه ته لاره وکړي،
د تل لپاره به،
هلته،
زنداني،
شي.
د مينې قانون
د مينې،
قانون،
يو پوخ،
– ناليکل شوی-
قانون دی:
((ستا په اميد،
شپه
سبا کوم))
د هغه تر ټولو زرينه،
ماده ده.
داسې زندان
ډېر ځله مې،
زيات زندانونه،
ليدلي دي،
خو،
نه داسې:
بې دېواله،
بې زولنو،
بې ولچکه،
بې کوټه کلپۍ زندان،
دا زندان،
ډېر پراخ دی،
خو،
اغزن سيمان،
نه دي،
پرې را تاو شوي،
- o
هر بندي يې،
((همشهري)) نومېږي،
بند يې،
ټاکلې موده نلري،
- o
ترمخه مې،
د داسې زندان،
تصور هم،
نه شوای کولای.