رحمان بابا ملنګ او صوفي و. د هغه په دور کې مغول واکمن وو. مغولو په یوه نه یوه پلمه هغه پښتانه قتلول،چې خطر یې ترې محسوساوه. خو د نن په څېر د قتلونو بازار تود نه و. رحمان بابا په زړه نازک و. هغه (آیینه دل) و، نو ځکه خو (زود رنجه ) و. بابا د مغلو ظلم په تنګ کړی و او دې زړه تنګ والي ورته ښکلی پېښور د ( ګور) په څېره ښکاره کاوو.
بابا په همدې دور کې په یوه بله پېښه برابر شو. په لیدلو یې دواړه لاسونه په سترګو کیښودل. دې پېښې بې سُده کړ، دومره بې سُده چې د قیامت ګومان یې پرې وکړ او بې اختیاره یې ناره کړه:
((عالم وايي چې قيامت به په جمعه وي ولېد ما په يکشنبه په دا دوران))
دا د ۱۱۲۲ هـ کال واقعه وه، چې رحمان بابا ورباندې د قیامت ګومان وکړ. د تاریخونو په حواله واقعه داسې وه: جمالخان چې د مومندو له خدرزي څانګې څخه و، د خپل قوم مشر وټاکل شو. دا مهال د کابل والي ناصر خان و. دې والي جمالخان سره دوستانه اړیکې لرلې. جمالخان چې کله مشر وټاکل شو، نو د خپل یو سیال عیسی خان کلی یې لوټ کړ. له دې لوټ نه وروسته عیسې خان د خپل کسات اخیستلو په لټه کې شو او فرصت ته منتظر و. څه موده وروسته د جمالخان د زوی واده تیار شو، هغوی د واده په خوشحالیو کې وو، عیسې خان له دې فرصت نه ګټه پورته کړه، خپل ملګري یې راغونډ کړل او برید یې پیل کړ. جمالخان مقابله ونشوه کړای او په ژوبل ځان خپل کورته ننوت. عیسې خان د خپل سیال کور ته اور واچو او د دې کورنۍ شاوخوا ۸Û ° غړي یې لولپه کړل. دا واقعه د رحمان بابا په دور کې وه، په زړه باریک رحمان بابا ونشوه زغملی، د جمالخان پخواني ظلمونه ترې هیر شول، د هغه په مظلومیت یې وژړل او په ژړا کې یې وویل:
((چې له آله، له اولاده سره وسول خدای دې نه کا څوک دا هسې مظلومان))
رحمان بابا شاید داسې فکر کاوه چې دا به پښتون قوم کې د ظلم وروستۍ ننداره وي، له دې پورته به نور څه ونشي.هغه څه خبر و چې په دې قوم به داسې نادودې وشي چې جمالخان به له خلکو هیر شي؟ بابا! ته خبر یې؟ اوس دلته هره ورځ قیامت دی. په هر متر کې یو عیسې خان ولاړ دی او کورونه لولپه کوي. بابا! زموږ حالت له هغوی هم سخت دی. زموږ عیسی خانان ستا له دوره هم سخت زړه دي.
هغه یوازې د خپل سیال کور لولپه کړ، خو دوی زموږ ډېرو کورونو ته اور اچولی.هره ورځ مو کورنۍ لولپه کوي. بابا! د پکتیاوال پلار له مرګه خبر شوې؟ بوډا پلار چې کله د خپلو څلورو زامنو جسدونه په یو وخت کتار ولیدل، زړه یې وچاودید. نور یې ژوند ونشو کړای، له خپلو زامنو سره یو ځای شو. بابا! د کندهار له خاکریزه خبر شوې؟ ډک موټر کسان ټوټه – ټوټه شول. دوی د یوې کورنۍ غړي وو. زیارت ته تلل، شاید وطن ته یې سوله غوښته. شاید د خپلو نیمګړو ارزوګانو د پوره کولو دعا ګانې یې کولې. بابا! تا د دغې کورنۍ د یوه مشر خبرې واورېدې؟ هغه، خپلو مړو ته خپه نه و. هغه دې ته نه ژړلې چې د کورنۍ ۱۱ غړي یې ټوټه شول. هغه دې ته نه ژړل چې د خپلو اولادونو خواره واره جسدونه یې مخکې انبار وو، دا ورته یوه تکراري پېښه وه. پوهیږې، هغه په ژړا کې څه ویل؟ بابا! هغه ویل: څوک هم نه رانږدې کېدل، زنانه بې سیرته وې. ټولې غوښې مې خپله راټولې کړې. بابا! کابل کې هم، همدا حال و، هلته هم پر سړک پرې شوي اندامونه نا محرمو خلک ولیدل. بابا! لغمان کې هم همداسې شول، د یوې کورنۍ ټول غړي ټوټه ټوټه شول. هلته هم د میرمنو او ماشومانو غوښې خورې ورې پرتې وې. بابا! دا مې یوازې د نږدې وخت کیسې درته وکړې. دلته هره ورځ همدا حال دی. بابا! تا ویلي و: و دې زمکې، و اسمان و ته عجب يم + چې نه زمکه په نارو شوه، نه اسمان هم دې لويو، لويو غرونو ته حيران يم + چې ونه لوښته له وېخه سرغلطان موږ هم حیران یوو، خو موږ غرونو او زمکې ته حیران نه یوو، موږ هغو خلکو ته حیران یوو چې له لاسه زموږ د خلکو دغه حال دی. بابا! که ژوندی وی، نو تا به هم موږ غوندې یوازې اوښکې تویولې. جسدونو ته به دې کتلې او په ژړا – ژړا کې به دې دا اشعار زمزمه کول: الغياث دی، الغياث دی، الغياث دی چې انسان کا هسې ظلم په انسان هزار حيف دی چې دا هسې رنګه چارې واقع کېږي د دنيا په سود و زيان محمد نعمان دوست، جلال آباد د چنګاښ اتمه، ۱۳۹۲ ګرداب ورځپاڼه
موږ د دوست صاحب غوندې لیکوالو ته ضرورت لرو چې هغه وحشت بیان کړي چې زموږ له خلکو سره روان دی. اکثره لیکوال مو د ځان د ساتلو په خاطر ترخه واقعیتونه نه بیانوي او دا د افسوس خبره ده. پکار خو دا ده چې د وحشت ، جنایت او قتل د هرې پیښې په مقابل کې حساس واوسو او حقایق ثبت کړو . باضمیره انسان د هیچا په جنایبت سترګې نه پتوي، که هغه د روس وي یا د امریکا، ، که هغه د محقق وي یا د طالب ، که د هر چا وي، قتل قتل دی او د غندلو وړ دی. د لیکوال خو وظیفه همدا ده. که دا نه کوي نو بیا دې کوم بل کسب ځان ته ګوري..
دوست صاحب په قلم دی برکت شه. ستا په شان لیکوال ډیر کم پیدا کیږی.زه هر وخت ستا لیکنی لولم. ستا تخیل، او د لیکنو طرزد ستاینی وړدی.
دوست صاحبه
ستاسو دا لیکنی زما زاړه درودونه را تازه کړه او نیږدی می تر سترګو اوښی سر کړی واي ، پر قلم دی برکت سه ډیر د غم او حقایقو نه ډکه لیکنه مو کړی
په درنښت
ع.ق.پوپل
لوی کندهار