دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهقانعویاړونه او پیغورونه / عصمت قانع

ویاړونه او پیغورونه / عصمت قانع

کله کله ځینې خاص افعال په ولس کې په پیغور بدل شي. د کرکې وړ وګرزي، خلک یې وکږي، بد یې وبولي او بالاخره په پیغور یې واړوي.

زما آدې دې خدای وبخښي د کږنې او غندنې لپاره به یې د موزیګي کلمه کاروله. زموږ په ګاونډ کې یوه کونډه وه، موږ نازکه توړۍ بلله. په اونۍ کې به حتماً د نازکې توړۍ اشر وو، کله به یې بامونه اخیړول، کله به یې له غره څخه بوټي راوړل، کله به یې له پټیو جوار راچلول، کله به یې د یوې خیټې ډوډۍ په بیه په خلکو ټوله شپه پټي اوبول. څه سر دې ګرزوم، شودیاره، قلبه، لوونه، ډاګونه او ټول کارونه د نازکې ترور لخوا په اشر باندې سرته رسېدل. د کلي تر زیاتو کورنیو شته منه او بډایه وه، خو دهقانان یې نه ساتل او د ځمکې ټول کار یې په اشر باندې سرته رساوه.

کله چې به د جمعې په ورځ د نازکې ترور له اشر څخه وتښتېدم، نو آدې به راته ویل، موزیګیه نن بیا وتښتېدې، سبا به په کلي کې سیالۍ څنګه کوې، دا د موزیګي عادت پرېږده، له تربورانو سره د سیالۍ په میدان کې تېښته د موزیانو عادت وي، پلار به دې د ګور تر سوړو درته ګوري، چې پر مېنه مې موزیګی پاتې دی.

د آدې پیغور دومره حساس کړم، چې بیا مې کله هم د نازکې توړۍ له اشر څخه تېښته ونه کړه. ما چې په وړکتوب کې د خپل شنه کلي په لمن کې د پښتون نارینتوب کوم خصوصیات لیدلي وو هغه اوس د هغو ارزښتونو په تعریف باندې راته اوښتي دي کومو ارزښتونو چې د افغان ملت ملي اډانه درولې وه.

پیغور یوه عنعنوي تازیانه وه، چې د بې همتۍ د خاصیتونو لپاره یې جزایي قالب رامنځته کړی وو. د سالمو نارینه خصلتونو رقابت په ځوانانو کې یو ډول ملي مسوولیت تقویه کاوه.

وفا نارینتوب وو، حیا د نارینه خاصه وه، بل ته لاس نه غځول د سیال خوی وو، د خپل جومات، خپلې حجرې، خپلې خېل خانې او خپلې مامتې ساتنه او پالنه د نارینه کار وو.

همدغه د نارینتوب د خاصیت او همدغه د سړیتوب د پت حکم وو، چې زموږ باتورو او نارینه پلرونو به لښکرونه جوړول او د ملي ناموس له حریم څخه به یې دفاع پرې کوله.

د دغو داوطلبو لښکرونو، جنګیالو ته به یې اربکیان ویل. اربکیان د ناموس څوکیداران وو، اربکیان د ولس محافظان وو، اربکیان د قام د حجرې د قوماندې جنګیالي وو، اربکیان د خلکو د ارادې لښکریان وو، اربکیان هغه نوم ورکي سپاهیان وو، چې د خدای فرښتې یې د ځوانمردۍ د عالي اوصافو په لیکلو ستړې وي.

اربکی بې تامه نه وو، اربکی بې ناموسه نه وو، اربکی بې ایمانه نه وو، اربکی بې جانانه نه وو. همدغه اربکیان وو، چې له صف څخه یې وزیر اکبر خان راووت، محمد جان خان وردګ ترې پیدا شو، میربچه خان او محمد شاه خان بابکرخېل ترې راپورته شول او زموږ د تاریخ بې شمېره ځوانمراده کرکټرونه د همدغه اربکي لښکرو زېږنده وو.

پر افغان ملت باندې په اوسني مسلط ناورین کې ځینې کړۍ او ټولګي ګومارل شوي دي، چې پر ارزښتونو باندې بریدونه او ناتارونه وکړي. په شمال او جنوب کې، په ختیځ او لویدیځ کې، په لر او بر کې د پښتنو او پښتون وطن پر ارزښتونو باندې بریدونه روان دي.

په شمال کې د KGB ملېشې د لنډه غرو، کوڅه ډبو، بې دینه او بې ایمانه جګړه مارانو، د جنایي او وحشي عملونو په ګند کې د اربکي نوم ورغوپه کوي او غواړي چې د افغان وطن د پت دغه ستر او نه ختمېدونکی ارزښت ختم کړي.

له ګیلم جمو، تاراجیانو، چرسیانو، پوډریانو او شرابیانو څخه د اربکیانو په نامه لښکرونه جوړوي او دغه لښکرونه ګومارل کېږي، چې د اربکي فرهنګ برعکس هغه کارونه ترسره کړي، ترڅو د افغانیت د داوطلبۍ دفاعي مفکورې اخلاقي بنیاد ونړوي.

په شمال کې د قومي جوړښتونو کمزوري د دښمن له دغه شوم نیت سره مرسته کوي، خو اوس په شمال کې هم ملي حس د پیاوړتوب خواته روان دی.

په جنوب شرق او غرب کې بیا همدا ولس دی، چې د اربکي نارینتوب په زور د پنجاب له ملېشو سره جګړه کوي. تر اوسه چې په کنړ، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، زابل، روزګان او قندهار کې څومره امنیت شته علت یې همدغه د ولس په قومانده کې اربکي جنګیالي دي.

همدغه اربکیان دي، چې د پنجاب په ملېشو کې یې زړونه کوټلي دي. د کندهار په پنجوایي کې د ولس د ناموس مدافعان په پنجابي ملېشو پسې لوڅې پښې ځغاستو یوه داوطلبه ځوان چې له ولس څخه یې دفاع کوله راته وویل، د خدای لپاره دې حکومت ته و وایاست چې د یوه شاجور پرځای دوه شاجوره راکړې مرمۍ نه لرو، ډوډۍ نه لرو، څپلۍ نه لرو، کور او چرګۍ نه لرو، نور شی نه غواړو مرمۍ غواړو.

اوس چې پنجابیان افغان حریم ته ملېشې رالېږي، نو اول وار یې سترګې له اربکیانو څخه سوځي. اربکیان د ولس په دفاعي لښکر کې ګډونوالو جنګیالو ته وایي، چې په یقین سره زه یې په نامه ویاړم، دغه ویاړ مې د ملي ارزښت په محراب کې د تقدس او سپېڅلتوب په جامه کې نغښتی دی.

د ولس په دفاع کې ځان ګوښه کول موزیتوب دی او موزیتوب پیغور دی. اربکي توب ویاړ دی او موزیتوب عار دی.

د زمان د ټکو لښکر دا پېنځه دېرش کاله کېږي، چې د یوه باتور ملت د موجودیت او هویت له ارزښتونو سره په جګړه اخته دی، خو دغه ملت له مرګ څخه منکر دی، مرګ لا دومره ندی زورور چې افغان د دغې خاورینې کُرې له مخې پوپناه کړي.

حالات مې وژني، خو زه دومره په اسانه نه مرم

نه مرمه نه مرمه زه نه مرمه جانانه نه مرم

ثنا د ژوند او د بقا مې لا په سترګو کې ده

ګوتې مې وباسه مرګیه له ګرېوانه نه مرم

 له محور ورځپاڼې په منننې.

6 COMMENTS

  1. ډیر ښکلی قانع صیب د ځینو خلکو خوب دی بیا حرام کړو اوس به بیا د هیرامنډي په اوبو کې خپل ککړ قلم را اخلي او ځان ته به کلدارې حلالوي.

  2. قانع صاحب ډیر په زړه پوری او د پام وړ مطالب مو لیکلی وو په ریښتیا هم چی زمونږ د خاوری دښمنانو له هری خوا په مونږ پسی
    راخیستی ده . الله دی مونږ ټولو افغانان ددښمن په چل ول پوهه کړی ځکه دښمن ډیر هوښیار په لاره روان دی او مونږ ته په کارده
    چی لا اوچت ګامونه واخلو او د خپل پلار او نیکه هغه هوډ او غرور په یاد ولرو کوم غرور چی ددی خاوری دښمنان یی تر اوسه په یاد
    لری .

    مننه له ښاغلی قانع صاحب نه چی په ریښتیا سره یی زماپه زړه کی د وطن مینه او د ګران افغانستان هسکی شملی رایادی کړی
    فخر کوم په داسی افغانانو

  3. قانع صاحب سلامونه او ښي چاري ولا رشتیا هم د ځینو ملګرو په خبره د هیرامنډی د ارموني خوب ته دي د شپي لیوني پیریان ور امر کړل قلم به په لاس مروړی او په مرداره مقعده به د انسانیت او خلاقیت خلاف د څه لیکلو لپاره د ټپوس د زامنو په ګټه بیا په اوتو بوتو سر سی خدای دي دا ځناور او بی غیرته بی ایمانه د هیرامنډئ د غلامئ خلاص کي که خلاص نشی نو همدغه د افغان خاوری غیرتی اربکیان به یی د غولو ډیران ته ور پوری وهی که خیر وو او زموږ ښائسته به یی د شپږو پاک سی

  4. قانع صاحب سلام اودرناوى،

    مننه، چې په خپلو هنري ګوتو دي دوطن اوخاوري خادم اوسرشيندونکى پښتون ځوان بريتور ځوان پروطن اوخاوره مين ځوان تعريف اوتابلو کړى دى، دا اربکى دى چې له برکته نن دغزني اندړو ځوانان اتڼونه اوميلې کوي، دپنجوايې ځوانان له برکته دکشميش خانو ميلې کوي، له برکته دکندهار ځوانان هر جمعه دارغنداو ، سربند او دهلې ميلى کوې، خو دپنجاب مليشه پوهيږي څه وايې اولس ته وايي چې داربکي مانا دامريکايانو سپى، ترڅو ددې سيمي دخلکو ذهنيت په اړه داډول تيرباسي خو اولس ښه پوه دى چې ددوى دسړک ،مکتب اوروغتون څخه څوک دفاع کوي،

  5. سلامونه قانع صاحب ښايښته ليكنه دې كړې ده او هر ليكنه دې د هغو خلكو چي هيواد او خلكو ته وفادراره دي د زړونو ټكور دي
    او پاتې شوه د پتنګ خبره.
    پتنګه د قانع د مخ بلا دروګرځه دا چي د قانع صاحب د ليكني علمي او مندقي دليل نه شي كولي نو چټياټ وايي
    پوهان وايي چي كله څوك بي منطقه شي هغه ښكنځلو ته مخه كړي هيله ده چي نوره د قلم او ليكلو تقدس ته پام وكړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب