شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهزګیروي | لیکواله: شبانه پوپلزۍ

زګیروي | لیکواله: شبانه پوپلزۍ

د ساعت ستن پوره د شپې په دولسو بجو ودریده. د پوهنتون په لیلیه ګې ټولې نجونې ویدې وې؛ چوپتیا خپره وه. ما هم نور خپل کمپیوټر بند کړ او له درس سره مې مخه ښه وکړه. د خوب څراغ مې مړ کړ او په خپل ځای کې پریوتم. نه پوهېږم کومې خبرې ناارامه کړې وم، زړه مې ډېر خپه و. خوب د سترګو له لیمو کوچ کړی و. یو ځل به د تورې شپې چوپتیا او تیارو وویرولم. ناڅاپه مې سترګې له کړکۍ نه په شنه او ځلېدونکي اسمان کې و ګنډل شوې؛ اسمان یوه ځانګړې ښکلا ځانته غوره کړې وه. ځلېدونکو ستورو په اسمان کې اتڼ کاوه. تیارې د سپوږمۍ له رڼا څخه په تېښته وې؛ ټوله نړۍ د سپوږمۍ ښایست ته ګوته په غاښ وه. سپوږمۍ له حیا نه ځان په وریځو کې پټاوه. وریځو د سپوږمۍ د رڼا طاقت نه درلوده؛ ځان به یې ترې لیرې کړ او د سپوږمۍ ښایست به یې ټولې نړۍ ته ورښکاره کړ. په اسمان کې د ستورو، سپوږمۍ او وریځو تر منځ همداسې ننداره روانه وه. ناڅاپه مې غوږ ته د زورورو زګیرویو غږ راغی. په فکر کې شوم، چې دا به د چا غږ وي. په پرخې مې ور پام شه چې له خولې یې داسې زګیروي وتل تا به ویل چې په مرمۍ ټپي شوې ده. غږ مې پرې وکړ پرخې! وه پرخې! اوم! 

څه درباندې شوي؟ نور یې ځواب را نه کړ. زګیروي یې چپ شوه. ورته په تشویش کې شوم، چې کوم ځای به یې درد کوي چې له خولې یې داسې زورور زګیروي وځي. په همدې سوچ کې وم چې یو ځل بیا یې زګیروي پیل کړه. کله به مې چې غږ پرې وکړ غلې به شوه، خو پینځه دقیقې وروسته به یې بیا همغه زورور زګیروي پیل شوه. تر سهاره پورې نجلۍ همدا حال درلوده. 

سهار چې له خوبه را پاڅېده پوښتنه مې ځینې وکړه. پرخې ته ناروغه یې کوم ځای دې درد کوي؟ 

پرخې په ځواب کې راته وویل نه زه خو بیخي روغه یم زما خو هېڅ ځای هم درد نه کوي. 

څه ستا هېڅ ځای هم درد نه کوي؟  ټوله  شپه زه ستا د زګیرویو له امله ویده نه شوم او ته وایي، چې هېڅ ځای مې هم درد نه کوي. 

پرخې په تعجب سره راته وویل څه زما زګیروي وه؛ زه خو چې څومره ناروغه هم یم زګیروی نه کوم! خبره همداسې تېره شوه. 

سبا شپه چې کله ویده شوو، پرخې بیا په زګیرویو پیل وکړچې ددې په زګیرویو زه له خوبه را ویښه شوم. کله  به مې چې غږ پرې وکړ د اوم! په ویلو سره به یې زګیروی غلی شه، خو څو شېبې وروسته به یې بیا همغسې زګیروي پیل کړه.دې نجلۍ څو ورځې همدا حال درلوده، خو سهار به یې ویل چې ناروغه نه یم هېڅ ځای مې هم درد نه کوي. ورځ تر بلې یې رنګ خزان کېده او تل به په سوچونو کې ډوبه وه. 

زه دهغې له پاره په تشویش کې وم، ما باور درلوده چې دا نجلۍ کومه ستونزه لري او نه غواړي چې چاته یې ووایي. یو سهار چې د پوهنځی خواته روان شوو په لاره کې مې پرخې ته وویل؛ چې نن به ټولګي ته نه ځو، درځه چې ولاړ شو روغتون ته! ته خپل ماعینات  وکړه چې ته کومه ستونزه لرې. پرخې راته د شونډو په سر نرۍ او له درده ډکه  مسکه وکړه بیا یې را غبرګه کړه زه درته وایم چې زه بېخي روغه یم هېڅ ځای مې هم درد نه کوي؛ خو ته یې چې نه یې منې او اوس مې له روغتون ته هم بیایې! 

ما ورته وویل چې که ته روغه یې او هېڅ ځای دې هم درد نه کوي؛ټوله شپه دې بیا له خولې ولې داسې زګیروي وځي چې د کوټې دیوالونه لړزوي. 

پرخه چپ پاته شوه څو شېبې یې هېڅ ځواب را نه ګړ. له څو شېبو چپتیا وروسته یې راته وویل: هو زه ریښتیا درته وایم زه ناروغه نه یم زما د وجود کومه برخه درد نه کوي، زه بېخي روغه یم که ناروغه هم اوسم زه د وجود له درده هېڅکله زګیروی نه باسم. کېدای شي زما زګیروي د زړه د درد له امله وي. کوم غم او درد چې زما په زړه کې ده هغه ما په ویښه او خوب کې زوروی او زما زړه یې ټپی تپي کړی؛ د زړه د  ټپونو له امله به مې  په خوب کې له خولې زکیروي او کړیکې وځي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب