Homeخبرونهجوبایډن: د ټرمپ له لوري پر مسلمانانو وضع شوي بندیزونه ختموم

جوبایډن: د ټرمپ له لوري پر مسلمانانو وضع شوي بندیزونه ختموم

تاند (سه شنبه، د سرطان ۳۱) د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مخکښ نوماند جوبایډن وايي واک ته د رسېدو په لومړۍ ورځ پر مسلمانو د ټرمپ له لوري وضع شوي بندیزونه لرې کوي.

بایډن دغه خبرې د امریکا د بېلابېلو ایالتونو له مسلمانانو سره د ويډیو کنفرانس له لارې کړي دي.

ښاغلي بایډن زیاته کړې ټرمپ په غیر قانوني ډول د ځینو مسلمانو هېوادونو پر وګړو د ورتګ بندیز لګولي دي، چې د واک په لومړۍ ورځ به د ټرمپ دغه فرمان لغوه کړي.

نوموړي ویلي امریکا به یو ځل بیا پیاوړې کوي او نړیوال باور به یې بېرته راګرځوي.

ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم د ځینو هېوادونو وګړو ته د وېزې په ورکړه کې سختي راوسته او د ایران، یمن، سوریې، اندونیزیا او ځینو نورو هېوادونو پر وګړو یې امریکا ته د تګ بندیز ولګاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...