یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپاکستاني چارواکو له افغانستان سره د سوداګرۍ په پراختیا او د نوو...

پاکستاني چارواکو له افغانستان سره د سوداګرۍ په پراختیا او د نوو بندرونو پر ایجاد غونډه وکړه

تاند (سه شنبه، د سرطان ۳۱) د پاکستان حکومت د سوداګرۍ د پراختیا لپاره له افغانستان سره مهمه غونډه وکړه.

د راپورونو له مخې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان پارلمان ته وربلل شوی او له هغه یې غوښتي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره ټول شته امکانات په کار واچوي.

په یاده غونډه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، د سرحدونو د چارو مسؤلینو، د سوداګرۍ چارو مسؤلینو او ګڼو نورو چارواکو ګډون کړی و.

د غونډې له ګډونوالو غوښتل شوي چې ژر تر ژره دې له افغانستان سره روانه سوداګري پراخه کړي او بندرونه دې خلاص وساتل شي.

پاکستاني چارواکو دا هم ویلي چې د نوو بندرونو پر ایجاد دې هم فکر وشي.

دوی دغه راز ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره دې د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې خبرې او ناستې ډېرې شي.

په ورته مهال افغان سوداګر وایي اوس هم له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې ستونزې لري او د پاکستان په خاوره کې یې په خوراکي او نورو توکو بار زرګونه موټر ایسار دي.

د کورونا په منځته راتګ سره د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري ډېره زیانمنه شوه چې سوداګرو ته سخت تاوانونه واوختل.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب