جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرولیکه اسمانه د زمان حماسه ولیکه | عبدالباري جهاني

ولیکه اسمانه د زمان حماسه ولیکه | عبدالباري جهاني

د جنوري پر شپږویشتمه، د منظور پښتین او د هغه د ملګرو بنديانول، یوازي پنجابي استبداد  ته د شرم خبره نه بلکه ټولو هغو پنجابي پښتنو ته پېغور دی چي لا هم د پښتون تحفظ تحریک په مقابل کي د پنجاب د منحوس استبداد ملاتړ کوي.

ولیکه اسمانه د زمان حماسه ولیکه 

هېره چي یې نه کې پر ګرېوان حماسه ولیکه

تا خو د کونړ د یکه زار کیسې لیکلي دي

نن د اباسین د جاله وان حماسه ولیکه

ډېر مي د اورنګ او خوشحال خان په کیسو ستړی کړې

نن د پنجابي او منظور جان حماسه ولیکه

څه به زر کلونه د خیالي رستم کیسه کوې

زما د افسانو د قهرمان حماسه ولیکه

شرنګ د زولنو به دي غوږو ته رسېدلی وي

بیا د صمد خان او پاچاخان حماسه ولیکه

واری د قدرت له نشې مستو لېونیو دی

نن یې په ساحل کي د توپان حماسه ولیکه

لاره د خیبر، د پښتنو د تلو راتللو ده

اوس یې پر پېچومو د کاروان حماسه ولیکه

بیا یې د ایپي د مورچلونو ډېوې بلي کړې

نوې د ایمل او دریاخان حماسه ولیکه

زه به د پنجاب د ړنګېدلو زېری درکمه

ته په زولنو کي د زندان حماسه ولیکه

ما یې دنګه ونه په خوبونو کي لیدلې وه

نن مي په دېوان کي د جانان حماسه ولیکه

د ۲۰۲۰ کال د جنوري اووه ویشتمه   ویرجینیا

2 COMMENTS

  1. الله د د پښتنو له سره مه ورکوه
    د لوي افغانستان ارمان به مو که خداي کول پوره سي

  2. قدرمن جهانی صاحب ډیر شایسته شعر لیکلی دی۰
    پدی هکله ستاسی د لا زیا تی پاملرنی په هیله
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب