پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeفلسفهد انساني اختیار او خدایي پوهې ترمنځ فلسفي معما

د انساني اختیار او خدایي پوهې ترمنځ فلسفي معما

لیکوال: رفیق خاورین

د کانکور د مطالعو په وختونو کې مې یوه پاراډوکس ذهن له ځان سره بوخت ساتلی و او هغه د جبر او اختیار معضل و، چې وروسته مې د همدې موضوع د اړوند مطالعو په لړ کې د بهاء‌الدین مجروح د جبر او اختیار ډیاکتیک شهکار لاس ته راغی، کتاب په پښتو کې د همدې موضوع په اړه یو له نوادرو، شهکارو څخه ده او د همدې موضوع د تحلیل د عظیمت نقطه یې بللی شو.

د کتاب توکنه د ځانته مقالې تقاضا کوي، نو دلته صرف نظر ترې کوو، خو دومره باید ووایم چې دا کتاب مذکورې موضوع ته یو ډیر پراخ لید لري.

که څه هم د مجروح کتاب د یوې علمي مقالې په توګه د همدې موضوع څیړنه کوي او له هر ډول پلوۍ، فلسفي توصیې نه پرهیز کوي نو په همدې اساس دې کتاب مې ددې پرځای چې د موضوع په اړه راسره پوښتنې حل کړي، نورې هم ریښه ایزې او ژوري او دقیقې کړې، یا په بله اصطلاح د ځواب په لټه یې په خپلو سوالونو سم پوه کړم.

په هر حال، ما هم ددې موضوع شا نه ده پریښې. تیره ورځ مې د انګلیسي په یوه کتاب کې د اړوندې موضوع په اړه په یوې مقاله باندې د سترګو له لګیدو سره بې درنګه ولوستله.

نوي جالب او تجویزي مطالب مې وموندل، خوشحاله هم شوم او د همدې خوشحالۍ په پار مې هڅه وکړه د همدې موضوع په اړه یو څه- ولو ډیر کم او نسبت د موضوع وزن ته ډیر ناڅیزه لیکنه وکړم او لږ تر لږه کوشش وکړم د موضوع په اړه خپل یو نظر ارایه کړم.

له ډیر پخوا وخته راهیسي په مذهبي فلسفو، په ځانګړې ډول په هغه ادیانو باندې چې په عالِم مطلق خدای باندې باور لري (لکه ابراهیمي ادیان) یوه ګوزار کوونکې او ګنګسوونکې پوښتنه دا ده چې:

که انسان مختار او آزاد موجود وي (د دې لپاره چې د امتحان لاندې وي باید مختار وي او د ګناه او ثواب او ښه او بدو تر منځ خپله یو انتخاب وکړي تر څو امتحان موضوعیت پیدا کړي) او خدای هم عالم مطلق وي نو دا لاندې معما او پراډوکس باید څنګه حل شي:

مثلاً زه نن غرمه یا بازار ته ځم، یا هم کتاب لولم.

په دې دوه انتخابونو کې زه مختار یم چې هر کار مې زړه غواړي کوم یې خو مشکل دلته چې خدای له ما نه مخکې پوهیږي چې زه به بازار ته ځمه او که کتاب به لولم ځکه هغه عالم مطلق ده او په راتلونکي باندې هم خبر ده.

نو آیا د خدای مخکې له مخکې پوهه زما اختیار ته ضربه نه رسوي یعنې زه اصلاً یو ډول مجبوریږمه نه چې هغه څه چې خدای پرې مخکې له مخکې آګاه او پوه ده انتخاب کړم او وکړم. یعنې د هغه پوهه د هغه د ارادې مظهر ده. دا چې هغه پوهیږي دا په دې معنا ده چې هغه اراده کړې او دده اراده د برتري او متعالې ارادې په توګه زما اراده هم د خپلې ارادې سره سازګاروي نو دلته ده چې زما اختیار سلب کیږي.

ظاهراً که څه هم زه د دوه انتخابونو نه یو انتخاب کوم او خپل اختیار تمثیلوم خو په اصل کې هغه انتخاب چې ما انتخاب کړی باید چې انتخاب مې وای ځکه خدای پوهیده چې زه همدا انتخاب کوم.

مثلاً که خدای پوهیږي چې زه به بازار ته ځم نو زه هیڅ وخت نشم کولی کتاب ولولم ځکه که داسې وشی نو د خدای مخکې له مخکې پوهه به غلطه ثابته شي.

نو ځکه زه باید څه انتخاب کړم چې خدای مخکې نه پرې پوه ده.

دا معضل لومړي ځل لپاره ارسطو مطرح کړ او ویې ویل که چیرته خدای په اډوانس کې (مخکې له مخکې) زما په راتلونکو کړنو واقف وي نو آیا زما اختیار نه سلبیږي؟

خپله یې که څه هم د معضلې د ځواب هڅه وکړه خو دومره قانع کونکې نه وه.

خو وروسته له زیاتو بحثونو او ځوابونو یو رومي فیلسوف د بوتیس (Boethius) په نوم راغی او دې مسلې ته یې یو بیل رنګ او ځواب ورکړ.

هغه څه چې بوتییس یې دې معضل ته په ځواب ورکولو قادر کړ دا و چې هغه د خدای پوهه او علم د انسان له پوهې او علم سره متفاوت وګاڼه او خپله مشهوره خبره کې وایي:

“د هر شي پیژندنه پخپله شي پورې نه; بلکه د پیژندونکي وړتیا پورې اړه لړي”

د دې نظریې په اساس بوتییس استدلال کوي چې د یوې پدیدې پیژنده د هغه په پیژندونکې پورې اړه لري.
مثلاً که لمر د یوه شي او پدیدې په توګه په نظر کې ونیسو; د لمر نه زیات اړینه دا ده چې د لمر پیژندونکی په پام کې ونیسو.

یوه ړانده ته لمر څه معنا؟

ړوند کس یوازې لمر د لمس(د وړانګو د تودوخې) د حس په واسطه پیژني او دده تصویر هم شاید د یوه روغ(بینا) کس له تصویر سره چې له لمر څخه یې لري شاید ډیر متفاوت وي ځکه بینا کس یې د دوه حواسو(لمس او لیدلو) په واسطه پیژني.

په همدې ډول د یوه حیوان درک او تصویر له یوې ونې نه نسبت د انسان درک او تصویر ته اساساً متفاوت ده.

نو خدای چې عالم مطلق او قادر مطلق ده دده علم او پوهه هم اساساً د انسان له علم او پوهې سره توپیر لري.
یعنې دا یوازې انسان ده چې ماضي (تیر وخت)، حال او حاضر او آینده معنا ورته لري; خو خدای د بوییتس په نظر په ابدي حال کې اوسي هغه اصلاً د وخت نه پورته او لوړ اوسي.

خدای د انسان غوندې نه ده چې سبا د یوه نه پیش‌بیني کیدونکو واقعاتو سره مخ شي او له آینده نه ناخبر وي.
خدای په آینده، ماضي همداسې پوه او آګاه ده لکه مونږ چې په حاضر وخت کې په شیانو پوهیږو.

مثلاً: اوس زه پوهیږم ته یو څه لولې خو زما دا پوهه ستا په اراده کې دخل او تصرف نه لري.

یا مثلاً زه اوس پوهیږم چې ته په چوکی ناست یې خو زما دا پوهه ستا له ارادې او اختیار سره هیڅ اړیکه نه لري.
خدای هم همداسې زمونږ په آینده کړنو داسې پوهیږي لکه په حاضر حال کې چې وي.

یا په بل عبارت خدای ته ماضي، حال او مستقبل په یوه نقطه کې ښکاري او وخت د یوه ټکي حیثیت ورته لري او ویلی شو چې یوه باندنۍ(بیروني) لید ورته لري، په داسې حال کې چې انسان ننۍ یا مقطع اي لید لري ځکه د وخت په بهیر کې خپله را ایسار ده نو هغه ته فرازماني (له وخت سوا) لید نشي لرلی.

لکه یو کس چې له یوې ډیرې لوړې نقطې نه په یوه ریل پټلۍ کې د ریل ګاډي د حرکت د پیلولو نقطه، د مسیر څرنګوالی او په پای کې یې د پای نقطه ویني او مخکې له دې چې ریل ګاډۍ حرکت وکړي دا کس پوهیږي چې د ریل ګاډي مسیر او لاره او امجام څه شی ده. یو بل کس بیا د ریل ګاډي له داخل نه د ریل ګاډي مسیر او حرکت څاري; طبعاً چې دده پوهه او برداشت د مسیر، کږو او سمو، لوړو او ژورو نسبت د هغه شخص برداشت او لید ته چې له لوړې زاویې نه دې پدیدې ته ګوري متفاوت او نیمګړۍ او ناقص ده.

نو په همدې اساس دا مونږ یو چې د وخت په جریان کې راګیر یوو او د وخت په سیند کې لکه کیشتی روان یو; خو خدای چې د وخت خالق ده هغه ته آینده، حال، ماضي ټولخ په یوه نقطه کې راجمع دي.

1 COMMENT

  1. بیشکه ښه فلسفي تحلیل و لږ ټایپي اشتباهات یی لرل اصلاح شی او ستاسو فکر د ستایلو دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب