جمعه, اپریل 19, 2024
Homeټولنیزپه سکالرشیپونو کې د بریا لپاره کوم ټکي باید په پام کې...

په سکالرشیپونو کې د بریا لپاره کوم ټکي باید په پام کې ونیول شي؟

رحمت الله کټوازی

له ښه مرغه باید ووایو چې په افغان ځوانانو کې تر بل هر وخت اوس د دې لېوالتیا ډېره شوې ده چې په باندنیو هیوادونو او معتبرو پوهنتونونو کې لوړې زده کړې وکړي. دغه څه په دې وروستۍ لسیزه کې بېخي محسوس دي چې افغان ځوانان ډېر لېوال دي چې د خپلې ښې راتلونکې لپاره په هیواد د ننه او د باندې لوړې زده کړې وکړي. دا چې په دې برخه کې د افغاني ټولنې د ځوان قشر تجربه په ابتدائیي حالت کې ده، نو ځکه کله کله داسي پېښېږي چې ځوانان په دې کې پاته راځي چې په لویه کچه دې په نړیوالو شکالرشیپونو کې ومنل شي. دغه لیکنه به هغه مهم ټکي راونغاړي چې تر څو له افغان ځوانانو سره په دې کې مرسته وکړي چې څنګه وکولای شي نړېوالو شکالرشیپونو ته نه يواځي نوملیکنه وکړي، بلکه په کې بریالي هم شي او ومنل شي. زه به په دې لیکنه کې هڅه وکړم چې تر ډېره موضوعات د نړیوالو بورسونو لپاره په لومړیتوبونو ترتیب کړم. داسي چې که یو څوک ددې لېوالتیا ولري چې نړیوال سکالرشیپ تر لاسه کړي، نو لومړی باید څه وکړي؟ له کومه ځایه یې پیل کړي؟ او لومړی هغه کوم څه دي چې دغې پروسې ته د شعوري/عملي پیلېدو لومړی پړاو ګڼل کېږي؟

 د لومړیتوبونو طبقه بندي کول د خپلو او ملګرو د تجربو پر اساس ډلبندي شوي دي.

لومړی: نړېوالو سکالرشیپونو ته د انګېزې او لېوالتیا لرل لومړی پیل دی چې په دې کې مرسته کولای شي چې ددې پروسې بعدي کارونه ترسره شي. ډېری ځوانان چې زه یې پېژنم، بورسونو ته د نوملیکنې پروسه یې په نیمايي کې پرېښي وي. دغه کړنه یې تر ډېره د کورنۍ د غړو او یا هم ملګرو په مشوره کړې وي، بې له دې چې خپل زده کړه ایز اهداف په پام کې ونیسي. عجیبه لا دا وي چې تر ډېره یې یوه بورس ته د بریالي کېدو هغه سخت پړاوونه تېر کړي وي، ډېره لږه فاصله پاته وي چې بورس تر لاسه کړي او بالاخره په ټاکل شوي هیواد او پوهنتون کې زده کړه وکړي مګر یواځينی شی چې دوئ په دغه لاره کې نیمګړي پرېږدي هغه د پوره لېوالتیا او انګر‎ېزې نه شتون دی. په دې کې شک نشته چې موږ په یوه دودیزه ټولنه کې ژوند کوو او په ټولنه کې دغه دودیز نورمونه زموږ د ژوند ډېرې برخې متاثره کوي. یاني دلته تر ډېره د ژوند ډېرې چارې د نورو خلکو په خوښه ترسره کېږي او ځوانان هم تر ډېره خپل ځانونو په نورو پورې تړلې بولي/احساسوي چې کله کله خو داسي هم کېږي چې زموږ د ژوند ډېر مهم اهداف هم نور څوک راته ټاکي چې څه باید وکړو او څه و نه کړو. دغه څه زموږ د ژوند ډېرو اړخونو ته شاملېږي چې له کوژدې نیولې، بیا تر مکتب، پوهنتونه، دندې، سوداګرۍ او نورو برخو پورې رسېږي او ډېری واخت دا هرڅه د نورو په خوښه تنظیموو. انګېزه (Motivation) هغه څه دی چې په دغسي یوه تقلیدي ټولنه کې په لویه کچه له دوو برخو (داخلي یا Intrinsic او بېروني ياExtrinsic ) برخو متاثره کېږي او د خپلو شخصي، تعلیمي، تحصیلي او سوادګریزو اهدافو اړوند د انسان ذهنیت بدلوي. د انګېزې دواړه ډولونه (داخلي یا Intrinsic او بېروني ياExtrinsic ) یو پر بل تاثیر اچوونکي دي. داخلي انګېزه د فرد شخصي تمایلاتو او تصامیمو ته شاملېږي چې یو څوک د خپل ژوند د مهمو پرېکړو (لکه تعلیمي/تحصیلي) په اړوند خپله تصمیم نیسي او د خپلې وړتیا او اړتیا په مطابق بعدي پرېکړې کوي او پلانونه ورته ترتیبوي. اما بېروني انګېزه بیا د محیط تاثراتو ته شاملېږي چې په دې کې ټول هغه چاپېریالي عوامل شامل دي چې موږ یې په خپله باندنۍ دونیا کې وینو او تجربه کوو یې. دې کې تر ډېرو ستر او متاثره کوونکی رول د کورنۍ د غړو، نږدې ملګرو او د مکتب او پوهنتون د استادانو وي. یاني که دلته څوک تقلیدي فکر ولري، او یا لکه موږ غوندي په تقلیدي ټولنه کې ژوند کوي، نو تل به یې خپله داخلي انګېزه تر بېروني هغې قربان کړې وي او ټولنیز/تحصیلي ژوند به یې تل د نورو په خوښه روان کړی وي. دغه څه په نوره دونیا کې هم پېښېږي چې یو څوک د خپلې کورنۍ له غړو، ملګرو او استادانو سره په ځينو مسئلو کې (لکه په تعلیمي او تحصیلي) مشوره وکړي. اما هلته بیا فرد د خپلو وړتیاوو ا و اړتیاوو پر بنیاد خپله پرېکړه کوي، له ګټورو مشورو ګټه اخلي او له خپلو اهدافو سره ربط ورکوي. خلاصه دا چې که ځوانان رښتیا هم پلان او لېوالتیا لري چې په باندنیو هیوادنو کې زده کړې وکړي او معتبرو پوهنتونونو ته لاره پيدا کړي، لومړی دې له ځان سره قوي تصمیم ونیسي او مخکې دې لاړ شي. دا چې موږ بیا هم ناچاره یو چې د خپلې کورنۍ له غړو (مور، پلار، وروڼو) سره مشوره وکړو، او دغه څه کله کله د هغوئ له مخالفت سره مخ کېږي چې په دې حالت کې موږ ته په کار ده چې خپلې کورنۍ ته قناعت ورکړو چې دغه څه چې دی/دا یې د خپل تحصیل لپاره پلان لري هغسي نه دی لکه دوئ چې په اړوند منفي فکر کوي. په دې حالت کې کولای شو چې د خپلو نږدې خپلوانو له نفوذه هم ګټه واخلو چې د دوئ نظریات ممکن د کورني پر غړو تاثیر ګزاره وي او ممکن ددوئ ذهنیت بدل کړي. لکه له خپل ماما، ترونو او یا نورو نږدې خپلوانو نه په دې اړوند مرسته غوښتل چې مور، پلار او وروڼو ته قناعت ورکړي او موافقه وکړي. خلاصه دا چې فرد باید خپله، د کورنۍ غړي او اړونده کسان دې ته اماده وي او په دې موافق وي چې بورس ته د نوملیکنې پروسه پیل کړي او هغه په دې انګېزه تر پایه ورسوي چې په باندنیو هیوادونو او پوهنتونونو کې د لیسانس، ماستري او یا دوکتورا زده کړي وکړي.

دوهم: کله چې مو قوي هوډ وکړ چې په باندنیو هیوادونو کې د لوړو زده کړو پلان لرئ او دې اړوند کوم خنډونه او موانع نشته، نو دوهم څه چې اړین دي هغه ستاسي اسناد دي. اسناد نو نظر هغه لیول ته فرق کوي چې تاسي د لیسانس، ماسټري او که دوکتورا لپاره نوملیکنه کوئ. دا چې دلته د اسنادو یادونه کېږي، نو مطلب ورنه صرف او صرف په انګلیسي ژبه اړول شوي اسناد دي چې په باندنیو سکالرشیپونو کې لومړی معیار ګڼلای شو. دا چې د باندنیو بورسونو لپاره انګلیسي ژبه معیار دی، نو نوماند اړ دی چې خپل ټول اسناد یې په یاده ژبه ژباړلي وي او له اړوندو ادارو تائید او په رسمي ډول ټاپه شوي وي. که چېرته د لیسانس لپاره نوملیکنه وي، نو د مکتب شهادتنامه، تذکره او نور اړوند اسناد چې د اړوند سکالرشیپ لپاره اړین وي، باید تیار له ځان سره ولرو. اما ځيني سکالرشیپونه چې ځينې اضافي اسناد هم غواړي (لکه ریکمنډېشن لېټرونه، ریفرینس لیټرونه ، روغتیایي فورمونه، ستاینلیکونه او نور سرټیفیکیټونه …) هغه هم باید پر ټاکلې نېټه تیار کړل شي. دا چې د بورسونو د نوملیکنې پروسه ډېری وخت یوه میاشت وي نو اړینه ده چې په دغه یوه میاشت کې ټول اسناد چې د اړوند بورس لپاره لازمي ګڼل کېږي، باید تیار کړل شي. که چېرته اسناد په ټاکلي یوه میاشت کې تیار نه شول، نو بیا هم باید مایوسه نه شو او خپلو ټولو کارونو ته به د پای ټکی نه ږدو، بلکه بیا هم باید هڅاند و اوسو او د اړونده بورسونو سایټونه، ټولنیزې رسنۍ او د لوړو زده کړو وزارت ویبپاڼه تعقیب کړو چې ځیني وخت ځيني بورسونه د نوملیکنې وخت غځوي، چې په دې وخت کې بیا اضافي وخت وي چې تر څو خپل اسناد مکمل کړل شي او په انلاین بڼه یا هم په هارډ شکل کې (چې نظر مختلفو بورسونو ته فرق کوي) تسلیم کړل شي. په همدې ترتیب که چېرته د ماستري لپاره نوملیکنه وي، نو لومړی باید له خپل اړوند پوهنتون نه خپل ډیپلوم او ټرانسکریپټ په انګلیسي ژبه تر لاسه کړل شي. دا کار په هر صورت باید چې وشي، حتی که په کوم بورس کې د نوملیکنې پلان هم نه وي، خو انګلیسي اسناد مو باید په لاس کې وي. دا ځکه چې کله کله ډېر ښه او اسانه چانسونه/فرصتونه پیدا کېږي چې ممکن یو څوک په ډېر اسانه په نړیوالو پوهنتونونو کې ومنل شي او ممکن پخوانی تصمیم بدل شي چې پخوا مو په بورس کې د نوملیکنې پلان نه درلوود، اما اوس یې شته، نو چې اسناد وي همدا اوس یې په انلاین بڼه او یا هم په هارډ بڼه د اړوند بورس ویبپاڼې/ادارې ته تسلیم کړو او له دغه چانس او فرصت نه ګټه واخلو. که چېرته مو د لیسانس په دوره کې له خپلې څانګې، پوهنځي او یا پوهنتون نه ستاینلیکونه یا سرټیفیکیټونه، د کمپیوټر، انګلیسي، انټرنیټ، ادارې او منجمینټ… او نورو برخو کې کوم کورسونه اخیستي وي، او سندونه یې وي، نو هغه هم ډېر کله ډېر موثر واقع کېږي چې  په دې کې مرسته وکړي چې تر نورو مو فعال، هڅاند او زیارکښ معرفي کړي او ممکن ددغه معیار له مخې د اړوند بورس د ادارې/ارزوونکې ډلې له خوا یو څوک ددې وړ وبلل شي چې بورس ته ومنل شي. په همدې ترتیب، که د دوکتورا لپاره نوملیکنه وي، نو د ماستري اسناد، ستاینلیکونه، په نړېوالو ژورنالونو کې خپرې کړي خپلې علمي مقالې (سرټیفیکیټونه) او نور اړوند اسناد باید له ځان سره ولرو. د دوکتورا برخه کې ځکه ډېرو تشریحاتو ته اړتیا نشته چې اکثره یې د ماستري له پروسې تېر شوي وي او تر ډېره په دې پوهېږي چې د خپلې دوکتورا لپاره څه وکړي او څه و نه کړي. 

هغه وخت چې خپل اسناد مو له ښوونځي، انسټیټوټ او یا هم پوهنتون نه تر لاسه کړل، نو تر هغې وروسته لاندي ټکي هم په پوره توګه سره باید په پام کې ونیول شي: 

الف: اسنادو کې د زېږېدو نېټې، نومونه، تخلصونه… باید سم کره ولیکل شي او سپلینګي تېروتنې په کې و نه شي. ډېر کله داسې پېښېږي چې د پېژندپاڼې، شهادتنامې، ډيپلوم او ټرانسکریپټ معلومات فرق سره لري. ډېر کله ستونزه د پيدایښت په نېټه کې وي چې د باندنیو بورسونو د ازروونکو له خوا ځينې نوماندان په دې ردېږي چې د زېږېدو نېټې یې چې په پېژندپاڼه، دیپلوم یا پاسپورټ کې لیکلې وي، هغه توپير سره لري. دا توپير که یوه ورځ او یا میاشت هم وي یو ډول ګڼل کېږي او د مستردېدو سبب کېږي. ددې ترڅنګ، په یادو اسنادو کې د خپل نوم، پلار نوم او تخلص باید سره یو ډول وي. ځيني وخت په دې کې سپيلینګي تېروتنې کېږي او په کومو تورو چې په پېژندپاڼه کې نوم لیکل شوی وي، په پاسپورټ کې هغسي نه وي، او یا هم په ډیپلوم یا ټرانسکریپټ کې فرق لري. د زېږېدو د نېټې په شان دغه هم همداسي مسئله ده چې که چېرته یو توری هم فرق ولري ددې سبب کېږي چې ممکن نوماند د بورس لپاره بریالي اعلان نه شي. نو ځکه دې ټکو ته ډېر پام په کار دی.

ب: ټول اسناد چې په هارډ شکل سره مو تر لاسه کړل، باید سکین کړل شي، کمپیوټر کې فولډر ورته جوړ شي او تیار یې له ځان سره وساتو. که چېرته په اوسمهال کې سکینر نه وي، نو لږ تر لږه د خپل ځیرک تیلفون په واسطه ښه روښانه عکسونه ترې واخیستل شي او په کمپیوټر او تیلفون دواړو کې وساتل شي. ددې لپاره چې هر وخت او هر ځای کې خپلو اسنادو ته لاسرسی ولرو، نو ښه دا ده چې خپل ټول اړین سکین شوي اسناد ګوګل ډرایو، بوکس، ‎‎کلاوډ او نورو انلاین اکاونټونو ته (چې اکاونټ جوړول په کې وړیا دي!) اپلوډ کړل شي چې که چېرته بیا خپل کمپوټر هم له ځان سره و نه لرو، کولای شو د بل چا په کمپیوټر کې خپل اکاونټ  خلاص کړو او اسنادونه ډاونلوډ کړو. که په ګوګل ډرایو، کلاوډ او نورو کې اکاونټونه نه لرئ نو د خپل برېښنالیک په اینبوکس کې درسره وساتئ.

درېیم: کله چې پورته معلومات بشپړ شول، اوس نو ددې وخت دی چې په مختلفو بورسونو پسې پلټنه وشي. دا چاره په اوسني ټیکنالوژيکي عصر کې خورا ساده او اسانه ده. که صرف نیم ساعت هم په ټوله ورځ کې او یا یو ساعت په ټوله اونۍ کې دې ته ورکړو چې هغه مشخص سایټونه، ویبپاڼې او د ټولینزو رسنیو پاڼې وپلټو؛ نو له دې به خبر شو چې کوم بورسونه، د کومو شرایطو په لرلو سره، د کوم هیواد له خوا اعلان شوي. دا چې هر ځوان په جیب کې ځیرک تیلفون لري، نو دا چاره ډېره اسانه ده او حتی کمپوټر ته به اړتیا نه وي چې د یادو معلوماتو د لټولو لپاره یې وکاروو. ځینې شکالرشیپونه په مشخصو ویبپاڼو کې علانېږي چې باید وخت پر وخت هماغه مشخصې ویبپاڼې وپلټل شي. مثلا، د فولبرایټ (Fulbright )  بورسونو لپاره افغانستان کې د امریکا د سفارت ویبپاڼه وخت په وخت وکتل شي. دا ځکه چې یاد بورسونه د امریکا د حکومت له خوا ورکول کېږي نو معمولا یې لومړی خبر همالته خپرېږي. د (Chevening) سکالرشیپونو لپاره د یادو سکالرشیپونو خپله ویبپاڼه او یا هم افغانستان کې د بریتانیا د سفارت ویبپاڼه وکتل شي. دا ځکه چې یاد بورسونه د بریتانیا د حکومت له خوا ورکول کېږي نو ځکه یې لومړی خبر هم همالته خپرېږي. د ترکیې د سکالرشیبونو (Turkiye Burslari)لپاره یې هم ددوئ خپله ویبپاڼه وکتل شي. 

د هند، ایران، پاکستان، تاجکستان، بنګلادیش، چین، روسیې او نورو هیوادنو د سکالرشیپونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت ویبپاڼه باید وخت په وخت وکتل شي. لوړو زده کړو وزارت د هرې برخې (لیسانس، ماسټري او دوکتورا) بورسونه په خپله پاڼه اعلانوي. دا چې ځیني وخت د یادو بورسونو د ازموینې، اسنادو پروسس او نورې اړوندې پروسې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې ترسره کېږي؛ نو هلته د اړوندو برخو معلومات او د مختلفو بورسونو اړوند اړین اسناد، اپلیکېشنونه، لینکونه، د ازموینې نېټې او نور اړین معلومات لوستلای او ډاونلوډ کولای شو. د ویلو ده چې ډېر کله ځیني بورسونه معمولا د میلادي کال په لومړۍ میاشت (جنوري) کې اعلانېږي نو ښه دی چې هماغه وخت کې یادې پاڼې وخت په وخت وکتل شي. که چېرته غواړو چې له نورو دغسي اعلانېدونکیو بورسونو څخه ځان خبر وساتو، نو ویبپاڼې راپیدا کړئ او د خپل تیلفون په (نوټ) کې درسره ولیکئ چې په مشخصو وختونو کې وګورئ. 

کله چې مو د اعلان شویو بورسونو اړوند کره معلومات د اړوند بورسونو په ویبپاڼو، او یا هم د بورس ورکوونکو هیوادونو د سفارت په ویبپاڼو، لوړو زده کړو وزارت او له ټولنیزو رسنیو نه تر لاسه کړل؛ نو د اړونده بورس شرایط په ډېر دقیق ډول سره باید چې ولوستل شي. که چېرته ددوئ په شرایطو کې اوس هم داسي نوي څه وي چې تاسي یې اسناد په خپل لاس کې نه لرئ، نو لومړی کوښښ باید وشي چې هماغه اسناد ورته تیار کړل شي او بیا د نوملیکنې پروسه پیل کړو. مهمه نه ده چې د بورسونو له اعلانېدو سره سم دې په هماغه لومړۍ شپه نوملیکنه وکړو، بلکه مهمه دا د چې لومړی په شرایطو ځان برابر کړو، اسناد برابر کړو او بیا نوملیکنه وکړو. ځیني ملګري چې زه پېژنم په هماغه لومړۍ اونۍ کې نوملیکنه کوي خو د بورس په ټولو شرایطو برابر نه وي، نو دا ددې باعث کېږي چې بورس کې و نه منل شي. اما که یو څوک بېخې د بورس د تاریخ په هماغه وروستۍ ورځ هم نوملیکنه وکړي، خو چې ټول شرایط یې پوره وي، اسناد یې پوره وي، نو د بریا چانس یې تر هغو بېخي ډېر دی چې په لومړۍ ورځ یا اونۍ کې نیمګړې نوملیکنه کړې وي. خو دلته ځیني ځوانان بې احتیاطي کوي. هغه داسي چې که څه هم په ټولو شرایطو برابر وي، اسنادونه یې پوره وي، مګر بیا هم د نوملیکنې پروسه تر وروستۍ ورځې ځنډوي. دا چې افغانستان کې د انټرنیټ ستونزې ډېرې وي، په ځانګړې توګه په ولایاتو کې، نو ښه دا ده، که چېرته ټول شرایط پوره وي، اسناد برابر وي، نو هڅه وشي نوملیکنه ډېره هم و نه ځنډوله شي تر څو د انټرنیټ له ستونزو سره مخ نه شو او د نوملیکنې له پروسې پاته نه شو. 

څلورم: ژبه او د ژبې اړوندې مسئلې په باندنیو شکالرشیپونو کې خورا مهمې او اړینې وي. د نړۍ د معتبرو پوهنتونونو سکالرشیپونه د انګلیسي ژبې (TOEFL)  او یا هم (IELTS) ټیسټونو نمرو ته اړتیا لري. ځینې بورسونه یادو نمرو ته اړتیا نه لري، لکه د ترکیې او چین سکالرشیپونه. دا ځکه چې تر بریالي کېدو وروسته یاد هیوادونه محصلینو ته پوهنتون ته تر تلو دمخه د ترکي او چیني ژبو د زده کړې کورسونه دائروي او تر څو چې محصل له یادو کورسونو بریالی فارغ شي، بیا پوهنتون کې په رسمي توګه داخله کوي. خو دا په دې مانا نه ده چې یو څوک په ډېره ابتدائیي انګلیسي نوملیکنه ورته وکړي. انګلیسي ژبه زده کول په هر حالت کې اړینه ده. کله چې یو څوک باندنیو هیوادنو ته د زده کړو لپاره ځي، نو له هوايي ډګره نیولې، بیا پوهنتون کې تر داخلې، ټولګي کې تر لکچر، لکچر نوټونو، کتابتون کې تر کتابونو لوستلو او د کورنیو دندو لپاره د علمي مقالو تر لوستلو ټولو کې اړتیا شته چې باید انګلیسي مو ښه وي. خلاصه دا چې ښه به دا وي چې په مرکز کابل او ولایاتو کې د انګلیسي ژبې په شخصي یا دولتي کورسونو کې دومره انګلیسي زده کړو چې په (TOEFL) کې تر ۶۰ لوړې او IELTS کې تر ۶ بینډه پورې نمرې واخیستل شي.دغو ازموینو کې د ژبې پر څلورو مهارتونو (Listening)،   (Writing)، (Reading)او (Speaking) باندې ډېر تمرکز کېږي. ددې نمرو د ترلاسه کولو لپاره کابل کې د امریکا سفارت، د بریتانیا سفارت او ځینې نور شخصي بنسټونه او ادارې انتخابولای شو چې ازموینه په کې ورکړل شي. خو مخکې له دې چې د ټافل یا ایلټس ازموینې ته کېنو، اړینه ده چې ددغو ازموینو له ټریکونو (چلونو) سره ځان بلد کړو. چون دغو ازموینو کې که څه هم دا اړینه ده چې یو څوک دې په انګلیسي کې تکړه وي، اما دا هم ډېره مهمه ده چې څومره یو څوک د یادو ازموینو په ټریکونو (چلونو) پوهېږي او ورسره بلد دی. نو تر دې دمخه چې اصلي ازموینې ته کښېنو، د یادو ازموینو ځیني سافټوېرونه په خپل کمپیوټر او یا هم ځیرک تیلفون کې انسټال کړل شي. وخت په وخت په دغه سافټوېرونو تمرین وشي. ممکن په لومړیو پړاوونو کې کمې نمرې واخلو خو چې کله څو وارې تکرار شي، حیران به پاته شئ چې څومره لوړې نمرې مو اخیستي. که دا دوامداره وکارول شي، نو په اصلي ازموینه کې به لږ تر لږه د ازموینې له کلي جوړښت سره بلد یو، صرف به محتویات فرق ولري. د سافټوېرونو تر څنګ، د یادو ازموینو ځینې لارښوود کتابونه هم پیدا کېږي چې هلته د یادو ازموینو د هرې برخې خورا ښه تشریح شوې وي او ځیني ټریکونه (چلونه) هم په کې لیکل شوي وي. هڅه باید وشي چې نوی چاپ کتاب یې تر لاسه کړل شي، دا ځکه چې وخت په وخت د ازموینو په جوړښت کې ځینې بدلونونه راځي چې هغه بیا په پخوانیو کتابونو کې نه وي تشریح شوي. ددې تر څنګ، یوټیوب چې تقریبا د هرې ستونزې د حل ویډیو ګانې لري، خورا ښه سرچینه ده چې د (TOEFL) او (IELTS) اړوند نوې ویډیوګانې په کې وکتل شي. هلته ځیني زده کوونکي ژوندۍ او تازه تجربې شریکوي چې خورا موثرې تمامېدای شي. د ټافل او ایلټس تر څنګ، د (Aptis) ازموینه هم د انګلیسي ژبې یو نړیوال ټیسټ دی چې د بریتانیا د سفارت له خوا اخیستل کېږي. که یې له ټافل او ایلټس سره پرتله کوو، اپټيس ازموینه لږه اسانه او ساده ده. مګر د ژبې هماغه څلور مهارتونه چې په ټافل او ایلټس کې شامل دي، دلته هم شته. تر اصلي ازموینې دمخه، باید ددې ازموینې لارښوود کتاب او نور اړوند سافټویرونه او معلومات د بریتانیا په سفارت کې پیدا او ډاونلوډ کړل شي. ښه به دا وي چې په انلاین بڼه سره دغه ازموینه ورکړو، او ځان ورسره بلد کړو. انلاین ازموینه د بریتانیا د سفارت په ویبپاڼه کې ورکولای شو او وړیا ده، کوم فیس نه لري. یا هم کولای شو چې یوټیوب کې ځینې ویډیو ګانې پیدا کړو او د ازموینې له عمومي جوړښت سره ځانونه بلد کړو. 

پنځم: کله چې مو د اړوند بورس له ټولو شرایطو سره سم ځان برابر کړ، اسناد مو تیار کړل، سکېن مو کړل، د ټافل یا ایلټس نمرې مو تر لاسه کړې (په دې شرط چې هغه بورس چې تاسي د نوملیکنې لپاره ټاکلی، دې ډول نمرو ته اړتیا لري. که اړتیا نه وي، نو مهمه ده چې په دې باره کې د اړوند بورس د ژبې شرایط دقیق ولوستل شي) او یا مو لږ تر لږه د هرې بلې انګلیسي ازموینې د ورکولو لپاره ځان چمتو کړ، نو اوس د بورس د انلاین نوملیکنې پروسه پیل کېږي. دا چې د هر بورس د انلاین اپلیکېشن جوړښت او برخې سره متفاوتې وي، نو په دې اړوند ښه خبره دا ده چې د اړوند بورس د داسي چا سره مشوره وشي چې په اړوند بورس کې تجربه ولري، لږ تر لږه یې د اړوند بورس اپلیکېشن ډک کړی وي، یا یې لیدلی وي. که مو چېرته په چم ګاونډ کې کوم څوک پیدا نه شو، نو ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړئ، هلته پوسټ وکړئ او په مشخصه برخه کې د مرستې غوښتنه وکړئ. دا چې افغان ځوانان ډېر مهربانه او مرسته کوونکي خلک دي، نو زه باوري یم چې له توقع خلاف به زښت ډېر ملګري ومومو چې په دې برخه کې مو مرستندوی شي. خلاصه دا چې د مختلفو بورسونو د اپلیکېشن جوړښت هم خورا فرق سره لري. خو په ټوله کې په ډېری اپلیکېشنونو کې ځینې برخې سره یو ډول وي. لکه مثلا، شخصي معلومات، تعلمیي/تحصیلي معلومات، علمي لاسته راوړنې، زده کړه ایز اهداف او د پوهنتنونو ټاکنه. 

شخصي معلومات باید له هغو ټولو اسنادو سره یو ډول وي چې په انلاین بڼه مو اپلوډ کړي یا مو په هارډ شکل سره اړوندې ادارې ته سپارلي. د علمي لاسته راوړنو په برخه کې چې هر ستاینلینک، سرټیفیکیټ او یا هم بل سند چې په ښوونځي، کورس، انسټیټوټ او یا پوهنتون کې مو ترلاسه کړي، ورته وړاندې کړئ چې دا ستاسي وړتیا له نورو سره جلا کوي او ممکن د بریا سبب مو وګرځي. زده کړه ایز اهداف هم زیات مهم دي او په ځینو بورسونو کې، لکه د فولبرایټ، ډېر زیات تمرکز پرې کېږي چې باید پام ورته وشي. دلته باید په هغو اهدافو رڼا واچوله شي چې د اړوند بورس لپاره په پام کې لرو. نو اړتیا ده چې ډېر روښانه، او د لاسته راوړو وړ اهداف لیکل شوي وي. زده کړه ایز اهداف باید داسي لیکل شوي وي چې صرف تیوریکي نه وي، بلکه عملي هم وي او وکولای شو په لیسانس، ماسټري او یا هم دوکتورا دوره کې تر لاسه کړلای شو. په دغه برخه کې ډېری ځوانان ډېره مبالغه کوي چې دوئ فکر کوي چې ځان څومره لوړ معرفي کړي، نو قبول به شي. مګر دغسي نه ده، ستاسي خبرې باید ستاسي د اپلوډ شویو اسنادو، معلوماتو او مهارتونو په رڼا کې وي. که تر هغو لوړې خبرې وکړو، نو ممکن ارزوونکی ټېم زموږ خبرې او اسناد په ټکر کې وویني او د ردېدو سبب شي. نو اړینه ده چې منطقي او دقیق واوسو. 

 د پوهنتونونو انتخاب هم ډېر اړین دی چې باید د زده کړه ایزو اهدافو په رڼا کې تر سره شي. که زده کړه ایز اهداف د ټولنیزو علومو اړوند وي، مګر موږ داسي پوهنتون ټاکلی وي چې د ساینس وي، او هلته د ټولنیزو علومو څانګه په کې نه وي، نو دا ممکن اپلیکېشن په منفي توګه سره متاثره کړي. دا چې په ځینو سکالرشپونو کې درې پوهنتونونه (لکه د هند بورسونه)، په ځينو کې پنځه پوهنتونونه (لکه د فولبرایټ) او په ځینو کې شپږ پوهنتونونه (لکه د ترکیې) ټاکلی شو چې دا ټول باید له زده کړه ایزو اهدافو سره سم ټاکل شوي وي. ځینو بورسونو کې (لکه د فولبرایټ) ددې تضمین نه درکول کېږي چې کوم پوهنتونونه چې تاسي ټاکلي، هغو ته به واستول شئ بلکه ممکن د اسنادو او اپلیکېشن ارزوونکې ډله کوم بل پوهنتون درته انتخاب کړي او زده کړو ته مو ور وپېژني. مګر ځینو سکالرشيپونو کې (لکه د ترکیې او هند) تر ډېره  یو له هغو پوهنتونونو نه چې تاسي ټاکلي، هغه ته مو ور پېژني. 

ځینې بورسونه ځیني نور اسناد هم غواړي لکه (Recommendation Letter). د فولبرایټ سکالرشیپونه درې ریکمنډېشن لیټرونه، د ترکیې، دوه او د هند هم دوه ریکمنډېشن لیټرونو ته اړتیا لري. ریکمنډېشن لیټر هغه لیک دی چې یو څوک یې د نوماند په اړوند لیکي. هغه څوک ممکن پروفیسر، سوپروایزر، د مکتب استاد، د مکتب د ادارې او یا بلې هرې ادارې نه کوم څوک وي چې تاسي پېژني او په اړوند مو یو څه ویلای او لیکلای شي. خو دلته مهمه دا ده چې داسي یو څوک باید وي چې ستاسي لاسته راوړنې، وړتیا او استعدا ورته معلوم وي او په ریکمنډېشن کې د بورس اداره په دې قانع کړي چې تاسي داسي څوک یاست چې ددې بورس د ترلاسه کولو وړتیا لرئ. په ځینو سکالرشیپونو کې دغه برخه د اپلیکېشن د ارزونې په برخه کې خورا مهمه ګڼله کېږي نو باید داسي ریکمنډېشن لېټر ولیکل شي چې ستاسي د بریا فیصدي لوړه کړي  او د اړوندې ادارې رسمي تائید او ټاپه ولري. ښه به دا وي چې په ریکمنډېشن لیټر کې د هغه چا برېښنالیک، د اړیکې شمېره او دنده لیکل شوي وي چې تاسې ته یې درکوي. 

په پایله کې داسي ویلای شو چې کله چې په انلاین بڼه کوم بورس ته نوملیکنه کوو، نو ښه پوره باید ځان ډاډه کړل شي چې ټول اسناد مو په سمو ځایونو کې اپلوډ کړي او ټول هغه معلومات چې په شخصي، علمي او نورو برخو کې لیکل شوي، یو له بل سره تړلې دي او کوم ټکر نه سره لري. یاني خپل اپلیکېشن یو وار له پیله تر پایه دقیق وکتل شي او هره برخه یې چک کړل شي چې مطمئین شو چې هر څه سم دي. تر هغې وروسته مو اپلیکېشن سبمیټ کړو او خپل برېښنالیک باید تل فعاله وساتل شي او وخت په وخت یې چک کړو. ځينې سکالرشیپونه بریالي نوماندان د مرکې (Interview) لپاره غواړي (لکه د ترکیې سکالرشیپونه) او بریالي نوماندان په مرکه کې د خپل اپلیکېشن اړوند پوښتل کېږي. که دې مرحلې ته رسېږو، نو خپل اړوند معلومات چې په اپلیکېشن کې لیکل شوي، باید سم دقیق یاد کړل شي چې پوښتنو ته په ځوابونو کې بند نه شو. مانا دا چې که څه هم تاسي د بریالي نوماند په توګه رابلل شوي یاست، مګر په مرکه کې غلط او ناسم معلومات ممکن تاسي د بریالیو نوماندانو له نوملړه وباسي او کېدای شي بل څوک مو ځای ونیسي. 

وروستۍ یادونه: بدبختانه باید ووایو چې دا چې زموږ په هیواد کې تر اوسه هم واسطه او اړیکې پالل دود دي، او ډېری وخت وړ او لایقه ځوانان خپلو زده کړه ایزو اهدافو ته نه رسېږي یا نه شي رسېدای، خو دا په دې مانا نه ده چې له ټولو هڅو سره دې پرېکړون وشي. مانا د چې دا د حل لاره نه ده چې ځیني ځوانان حتی دې ته زړه نه ښه کوي چې بورس ته نوملیکنه وکړي او په ازموینو کې ګډون وکړي. سره له دې چې د واسطه بازي بدبخته پدیده زموږ په دولتي سیستم کې په ډېره لوړه کچه شتون لري، مګر ځوانان باید په هیڅ صورت تعلیمي او تحصیلي چانسونه ضایع نه کړي او کوښښ وکړي چې ګډون په کې وکړي او خپل بخت و ازمايي. خو اوس تر ډېره دغه سیستم اصلاح شوی او تر ډېره د واسطو او اړیکو مخه نیوله شوې، خو بیا هم کله کله داسي پېښېږي چې باید په هیڅ صورت ددې سبب نه شي چې د یوه ځوان په حیث مو انګېزه ماته شي او نور نو له هر شي سره پرېکړون وکړئ. دا خبره ځکه کوم چې کوم ملګري چې زه له نږدې پېژنم، ډېر کله په یوه بورس کې له مستردېدو وروسته یې بیا په نورو بورسونو کې نوملیکنې ته زړه نه دی ښه کړی او ځینو ملګرو تر هغې وروسته ډېر زرین چانسونه له لاسه ورکړي چې بیا وروستۍ پښیماني هیڅ ګټه نه لري.

د ځینو سکالرشیپونو اړوند د مهمو ویبپاڼو لینکونه:

https://mohe.gov.af

https://af.usembassy.gov

https://www.britishcouncil.af

https://www.chevening.org/scholarship/afghanistan

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب