امید اڅک
لومړۍ برخه…
په دې لیکنه کې مو تاجکستان ته د پنځه ورځیني سفر د سترګو لیدلی حال او د پاک چاپیریال په برخه کې ترلاسه کړې تجربه نغاړلې ده. د روان «۲۰۲۰» کال د جنوري په شپاړسمه نیټه مو د میدوتیک افغانستان د چاپیریال ساتنې خبریالانو شبکې د ۸ نورو غړو سره د پاک چاپیریال په برخه کې د تجاربو د شریکولو په موخه تاجکستان ته سفر وکړ.
په دې سفر کې راسره د پژواک خبري اژانس خبریال عبدالباسط کړوخیل، د آوا خبرې اژانس خبریاله سونیا قادري، باختر اژانس خبریاله فرزانه نعمت، د ګیتي سبز اونیزې خبریال مصطفی شهریار، د ننني افغانستان اونیزې څخه زه امید اڅک، د چاپیریال ساتنې خبریالانو د شبکې عمومي مسوله آغلې حفیظه نورزۍ او د میدیوتیک افغانستان د برنامو عمومي همغږی کوونکی ښاغلی حمیدالله ځاځی ملګري و.
د ورځې په ۱۲:۵۰ دقیقو مو د دوشنبه په هوايي ډګر کې د ویزې او پاسپورت قانوني مراحل پایته ورسیدل، مګر په وروستي پلټنځای کې یې د کتابونو په اساسي پلټنه ډير تمرکز وکړ.
موږ د دوشنبه پوهنتون د پښتو څانګې لپاره یو څه پښتو کتابونه هم له ځان سره وړي و، هغه یو کس یې وپوښتل چې دیني کتابونه خو به نه وي؟ موږ وویل نه؛ ویې پلټئ.
په همدې ځای کې مو ښاغلی فهیم کوهداماني هم ولیده، هغه زموږ مخې ته راغلی و، نوموړی په تاجکستان کې د افغان سفارت دیپلومات و، نور نو هغه له کتابونو سره مصروف شو او ډير ژر یې مسول کسان پوه کړل چې کتابونه دیني نه؛بلکه ټول ادبي او فرهنګي پښتو کتابونه دي.
د یادونې وړ ده چې د تاجکستان ملت ورځپاڼه له څو کلونو راهیسې د میدیوتیک افغانستان سره په رسمي ډول همکاري کوي او هلته زموږ کوربه توب د همدې ادارې په غاړه و، آغلې عدالت مرزا د ملت ورځ پاڼې عمومي مسوله ده.
د ترمینل مخې ته عبدالفتاح شفیع یوف او لولا رحیموا هم زموږ مخې ته راغلي و، عبدالفتاح څو ځلي د افغانستان، پاکستان او تاجکستان د ځوانو سفیرانو په کنفرانس کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و، مګر آغلې رحیموا مې په لومړي ځل ولیدله.
عبدالفتاح شفیع یوف د ملت ورځپاڼې افتخاري همکار و، ددې تر څنګ یې په کوم بل ځای کې هم رسمي دنده لرله.
لولا رحیموا بیا د حقوقو پوهنځۍ د وروستي کال محصله وه، هغې هم په فارغ وخت کې د ملت ورځپاڼې سره په افتخاري ډول همکاري لرله، له دې وروسته به تر پنځو ورځو پورې آغلې رحیموا زموږ د اصلي لارښودې او کوربنې په توګه له موږ سره وي.
طبعي خبره ده، چې د انسانانو تر منځ د هرې، موضوع، هر څیز او ځای په اړه برداشتونه توپیر کوي، د هر چا خپل فکر او خپل برداشت.
موږ چې واړه و، په تنظیمي ښوونځیو کې به زموږ ښوونکو، په کورنو کې زموږ مشرانو او په عامو مجالسو کې به هر چا په همدې متل ډير ډير تمرکز کاوه چې د منځني اسیا خلکو د چای په خاطر خپل هیوادونه له لاسه ورکړل، د هغوی دلیل دا و، چې کله شورویانو پرې حمله وکړه، هغوی په چای څکلو بوخت و او ویل یې چې ( چای ناخورده جنګ نمی شود) خو تر څو یې چې چای څکه، هېواد یې ترې نیولی و، دا بیل بحث دی چې دلته نه ځاییږي، دلته زموږ بحث په پاک چاپیریال څرخي.
اګر که زموږ اصلي دنده دا وه چې یوازې مو باید د چاپیریال ساتنې په برخه کې سره تجارب شریک کړی وی، خو زه هرې نطقې ته متوجه وم.
ما به د هغه خلکو د ټولنیزو اخلاقو، اقتصادي، وضعیت، تدریجي خو منظم پرمختګ، قانون ته درناوی، پاک چاپیریال، ښه ترافیکي سیستم، متمرکز حکومت، د ژوندانه هرې برخې ته د حکومت پام، د افغانستان په اړه د هغوی لیدلوری او لنډه دا چې تر خپلې وسې مې د هغوی هر مثبت ټکی په خپل ذهن او کتابچه کې ثبت کړ.
له ترمینله په وتو سره لومړڼي شي چې زما پام ځانته واړوه، هغه د شخصي موټرو تورې ښیښې وې، دا یې د ډاډمن امنیت ښکاره ثبوت و.
سل متره مزل به مو نه و، کړی چې په ښار کې مې برقي ملي بس ولیده. د شهید ډاکټر نجیب الله د حکومت په ورستي کال کابل ته راغلی وم، ماشوم وم، خو یادیږې مې، چې په هماغه وخت کې مې په برقي ملي بس کې چکر وهلی و او اوس …؟؟؟ ځواب یې لویه غمجنه فلسفه ده.
مخکې له مخکې راته په رودکي واټ کې د اویستا په نوم دولتي هوټل کې خونې ریزرف شوې وې.
اویستا هوټل ته په ننوتو سره مې آغلې عدالت میزار هم ولیدله چې موږ ته یې انتظار ویست، هلته ورته خلک آپه عدالت وايي.
اپه عدالت خورمايي ویښته، میشي سترګې، لوړ قد او په اندامونو برابره ښځه وه، هغه محجبه ښځه وه، معمولا به یې څادر په سر و.
هغه په اصل کې د کولاب د سیمي اوسیدونکې وه، نیکه یې هم ملا او هم میرزا و، نو ځکه یې کورنی تخلص مرزا و.
ډير پخوا یې پلار دوشنبه ته کډه کړې وه، زموږ هر څه ورته معلوم و، چلند یې ستړی کوونکی نه و، زما په فکر د افغانستان په اړه یې ډير معلومات لرل، ددې اړتیا نه وه، چې موږ ورته د ځان او افغانستان په اړه معلومات ورکړی وی.
له روغبړ وروسته، ډیر ژر په خپلو خونو کې ځای په ځای شولو.
د غرمې ډوډۍ ته یې د بانو په نوم یو ایراني هوټل ته بوتلو، سپینې وریجې، خوشبویه او مزیداره ایرانی کوبیده او نور ډير مزیداره خواړه مو نوش جان کړل.
له ډوډۍ وروسته مو ټول ملګري د استراحت لپاره بیرته اویستا هوټل ته ولاړل، خو زه، عبدالباسط کړوخیل او مصطفی شهر یار له عبدالفتاح شفیع یوف سره قدم قدم رودکي واټ ته ووتلو.
عبدالفتاح راڅخه رخصت واخیست، موږ درې واړه د فارسي ژبې د نوموتي شاعر « ابوعبدالله جعفر بن محمد بن حکیم بن عبدالرحمن بن آدم رودکي» پارک ته ولاړو.
پارک ډیر منظم و، پاک او ښکلی، د پارک په منځنۍ برخه کې د رودکی مجسمه او مخته یې د ابو حوض و، اسمان هم وریځ و، په پارک کې ځای ځای واورې هم وې، هوا هم سړه وه، خو جوړه جوړه ځوانان، نجونې او هلکان له هرې خوا راتلل، په هر ځای کې به هر څوک په خپله دنیا ګۍ کې و، هیچا چاته نه کتل، هیچا چاته مزاحمت نه کاوه، هلته یو عکاس هم و، موږ هم څو عکسونه واخیستل او د پارک په بلې لارې بیرته عمومي واټ ته ووتلو.
په ټولو عمومي واټونو او څلور لارو کې ترافیکي اشارې او امنیتي کامرې نصب وې، په فزیکي ډول مو ترافیک په سترګو ونه لیده.
غوښتل مو چې له واټ څخه واړو، د څلور لارې تر څنګ مو سپینو کرښو ته ځان برابر کړ، نور خلک هم راغلل، چې د پیاده رو څراغونه شنه شول، په اتومات ډول دواړو خواو ته موټر ودریدل، موږ واوختلو، شاته مې وکتل چې نور څوک نشته، خو څراغونه شنه دي، موټرې په خپل ځای ولاړ دي، دیته انتظار باسي چې څراغونه بیرته شنه شي.
په هر دوه سوه متري کې کثافت داني ګانې ایښې دي، د هرې کثافت دانۍ پر سر یې سګرټ داني ده، هر څوک چې سګرټ وهي هماغلته ولاړ وي، اخلاقآ په هر ځای کې څوک سګرټ نه وهي، عمومي تمځایونو کې سګرټ وهل ممنوع دي، ښار ډير پاک دی، په هر ځای کې څوک د سګرټو فلترونه نه اچوي.
قدم قدم یو زیر زمیني ته ښکته شولو، په زیر زمیني کې ټول دوکانونه د تازه ګلانو و، خشبویه وږمو نیولی و، خپل منځ کې موږ د کابل په زیر زمیني بحث وکړ.
نور…
نوټ: دغه لیکنه په ننني افغانستان اونیزه کې هم چاپ شوې ده، دا چې تمرکز په پاک چاپیریال دې نو په نورو برخو کې به یې له جګړې وروسته د تاجکستان، په ځنګلونو، ابو، د بریښنا بندونو، ګنګلونو، د خلکو ارادو او په ټوله کې د پاک چاپیریال اړوند ټولنیزو اخلاقو باندې تمرکز وشي.