! The Monk Who Sold His Ferrari
لنډیز او را اخیستنه: رسول امین سلطاني
هغه راهب چې خپل فراري موټر يي خرڅ کړ کتاب رابین شرما (Robin Sharma) په کال ۱۹۹۶ کی لیکلي، چې په امازون ویبپاڼه کي یی اوس هم د کتاب فزیکی بڼه په ۷.۷۸ ډالره پلورل کیږي، یاد کتاب تر اوسه له ۶ ملیون ټوکه ډیر پلورل شوی دی. دا چې کتاب په اروايي خوښیو او ښه ژوند جوړولو راڅرخي نو د نړي د نورو ژبو تر څنګ زموږ د هیواد تکړه ژباړن جبار فراز صیب هم خوږي پښتو ژبي ته ژباړلی.
کتاب د یوه مدافع وکیل (جولیان منټل) په ژوند را څرخي چې څنګه نوموړي له خپلو کارونو ستړی کیږي او ان دی زړه تر حملي رسیږی، چې وروسته بیا یوه پریکړه کوی او خپله ټوله شتمنی (ماڼي) (فراري موټر) (الوتکه) او…. پریږدی او د هندوستان په غرونو او بیدیاوو کی د هغو راهبانو څنګ ته ورځي چې د ښه او خوښ ژوند درلودلو فلسفه تري زده کړي. د حیرانتیا خبره خو دا ده چې کلونه وروسته کله چې (جولیان منټل) بیرته خپل اصلي ځای ته راستنیږی نو خپل ملګري او دوستان یی نه پيژني ځکه څنګه کیدلای شي چې یو زوړ او ضعیف بوډا دي ۱۸۰ درجی بدل شوی وي، او لکه یو ۳۰ کلن ځوان خوشحاله او د انرژی ډک وجود او ارواح دي ولري.
را ځو د کتاب لنډیز ته چې له پښتو ژباړي مو راخیستی!
هره حادثه یوه موخه او هره ماته یو درس له ځانه سره لري، په دي می سر خلاص شو چی هر ډول شکست هغه که شخصی، حرفوي او یا ان معنوي دی په فردي غوړیدنه کی لوی رول لري، انسان له دننه څخه لویوي او ګڼي اروایی ګټی ور رسوي. خپل تیر ته د یوی پښیمانی نه بلکی یوه ښوونکي په سترګه وګوره.
راهبانو دا راوښودل چی په یوه عادي ورځ د یوه سړي په ذهن کی شاوخوا شپیته زره فکرونه تیریږي او تر ټولو په زړه پوري لا دا ده چي ددغو سوچونو ۹۵ سلنه د تیري ورځي له هغو سره ورته دي! بلکلی دا هغه ظلم دی چي موږ یی هره ورځ د پوچو سوچونو په لاس پر خپلو ځانونو کوو. هغه کسان چی دغسي سره ورته افکار په سرونو کي پالي چی زیاتره یی هم منفي وي په ذهني تباهي اخته کیږي. او په خپل ژوند کي په شته ښو شیانو او تګلارو د تمرکز په ځای په خپله ماضي کی بندیږی. ځینی نور یی بیا د خپلو شکیدلو اړیکو یا مالی ستونزو په چورتونو کی ورک دي. یو شمیر نور یی بیا د خپل برهم شوي ماشومتوب له امله خواشینی دي بعضی بیا په ډیرو پریوتو او عادي مسایلو ځوریږي
د یوګی رامان او د سیوانا نورو مینه ناکو حکیمانو تر خپل مینځ یوه وینا لرله چی نسل په نسل ورته رالیږدیدلی او خورا لرغوني وه. وینا داسی ده چی “درنښت په دي کی نه دی چي تر نورو خلکو غوره شي، بلکي په دی کی دی چی تر خپل پخواني ځان ښه شي” اصلی موخه می دا ده چی که غواړی ژوند دي وغوړیږي او هغه څه تر لاسه کړي چی وړتیا یی لري نو باید له خپل ځان سره سیالي وکړي.
دا هیڅ مهمه نه ده چي نور دي په باب څه وايي بلکي مهمه دا ده چي ته خپله څه وايي، د نورو د خبرو پروا مه کوه له هري هغي کړني دی باید د چا پلار هم راونه ګرځوي چی ستا د زړه و وجدان ته سمه ښکاري، هیڅکله د یوه سم کار په کولو مه شرمیږه.
یوګی رامان به ویل چي څومره چی د نورو د ارمانونو په اړه سوچ کوي، هغومره د خپلو هغو له پوره کولو شا ته پاته کیږي.
زمونږ په ټولنه کی ډیر ځله په څه نه پوهیدونکی کسان کمزوره بلل کیږي. خو په اصل کی هغه کسان تر ټولو وړاندي حقیقت ته رسیږی چی خپله ناپوهي مني او د حل لارو په لټه دي. نن سبا بدلون ته تر ټولو غټ جبر په سترګه کتل کیږی. بیخي ډیرانسانان ځني ډاریږي مګر هوښیاران یی په پرانیسی غیږ هرکلی کوي.
د ذن Zen قانون (د بودایزم یوه تګلاره ده) د تازه کارونو په اړه داسی وایی ‘’ هغه کسان چی د خپل ذهن دریڅه نویو نظریو ته پرانیزي یعني هغه د تشو جامونو والا خلک- تل د بریالیتوب او خوښی ډیرو لوړو پوړیو ته رسیږی’’ هیڅکله ان د ډیرو ساده پوښتنو له کولو هم دریغ مه کوه. د پوهي د ترلاسه کولو تر ټولو اغیزناک چل پوښتنی کول دي.
یو بل ډیر ارزښتناک کار چی په سیوانا کی می زده کړ، لمر خاته مهال له خوبه پاڅیدنه او د ورځی خوندور پیل دی. ډیری انسانان تر اړتیا زیات ویدیږي، یو نورمال کس په ۶ ساعته خوب ټوله ورځ بیداره او تکړه تیرولای شی. خوب هم یوازی یو عادت دی او د نورو خویونو په شان ډيریدلای او کمیدلای شی. د بیلګي په توګه د همدغه قانون په مټ یی وخت رالږولای شوی.
ومي ویل زه که ډیر وختي را کښینم ټوله ورځ ستړی او سره بیخونده یم!
بلکل همداسی ده، لومړی څو ورځی به ځان ډیر ستړی او احساسوی ان ښایی یوه پوره اونی همداسی سره بیخونده واوسی. خو دغه ستړیا د یوي اوږدمهالی لاسته راوړني لپاره یوه لنډمهاله ځوریدنه وګڼه او ورته ټینګ شه. د یوه نوي خوی د راخپلولو په پیل کی تل سړی یو څه نارامه غوندي وي. کټمټ لکه یوه نوي جوړه بوټان لومړی لږ کلک وي او په پښو کی خوند نه کوی خو وروسته وروسته یی کارول لکه د دستکشو هومره اسانه شی
د پوهي ځواک قانون!
پوهه یو پټ ځواک دی او تر عملی کولو وروسته را څرګندیږي. ډیری انسانان په ورسپارل شویو دندو او ژوند کی د خپلو پوهو د کارولو په چل پوهیږی، اما ستونزه دا ده چی په ورځنی او دوامداره توګه یی بیا نشی عملی کولای او دغه راز د خپلو هیلو د موندلو هڅه هم نه کوي دغه قانون په اصل کی خلک د ژوند شاګردی ته وربولی او تري غواړي چی د خپل شتون په ټولګی کی زده شوي توکي و کاروي.
منظمه مطالعه. هره ورځ دیرش دقیقی کتابلوستنه تر معجزی په کمه اغیز نه لری خو د ته دی پام وی چی هر څه باید ونه ولولی، د ذهن زرغون بڼ ته د ورننوتونکو توکو په ټاکنه کی باید ډیر ډیر سختګیر واوسی یواځی او یواځی هیله بخښونکی شیان باید ورپریږدی او هغه څه باید ورپریږدی چی یواځی ستا او ستا د ژوند کیفیت در لوړولای شی.
ژوند دی د پلان په تنګ او تروش چوکاټ کی مه بندوه بلکی داسی شیانو ته پام واړوه چی ستا شعور او زړه یی د کولو امر درته کوي. که د ذهن، بدن او شخصیت په روزلو او لوړولو وخت ولګوي نو کټمټ داسی به احساس کړی لکه دننه چی د یوه لارښود اله یا GPS لږیدلی دی او د لویو و خوندورو لاسته راوړنو لرلو چلونه درښیی او نور به د ساعت د ستنی کیسه کی نه یی او په ټولو حواسو به ژوند کوي
د ساده ګی قانون!
دا د ساده ګی قانون نومیږي او تر نورو ټولو ډیر ارزښتناک دی. دا قانون له سره تر پایه پر ساده ژوند کولو را څرخي. یوګی رامان راته ویل ‘هیڅ څوک باید ځان په بی ارزښته شیانو بوخت نه کړي’ یوازی باید لومړیتوبونو ته پام وکړی. یانی یوازی باید په هغو کړنو تمرکز وشی چی په رښتیا هم یوه معنی لری. که داسی وکړی نو قول درکوم چی ژوند به دی تر اوس ډیر منظم، خوښ خوشحاله او په بیساري ډول ارام بخښونکی شی. هغه رښتیا ویل له ژونده د بیځایه او اضعافه څیزونو له ایستلو سره سم می زنده ګی همږغی و نظم په سر واخیسته. نور د پخوا په شان تلولی، سربداله او د بړبوکی غوندي په منډه نه وم روان بلکی ګامونه می ورو کړل او د ګلابونو بویولو ته می وخت ورکړ.
نور د پخوا په شان قیمتی جامی نه اغوندم، د ورځی د شپږو ورځپاڼو لوستلو عادت می پریښودلو، تل هر څوک اړیکه نه شی راسره نیولای، سبزي خوړونکی او کم خوړونکی شو. په بله ژبه د خپلو اړتیاوو شمیر می را کم کړ. تر څو د خپلی اړتیاوي نه وي راکمی کړي له ژونده هم خوند نه شی اخیستلای. تل به دی لکه یو جوارګر یو دویم چانس ته سترګی ۴ وی او تر ډیر به د لا ډیر څه غوښتنه کوي. په دي صورت کی نو بیا څنګه خوشحال ژوند کولای شی؟
وخت لکه ریګ داسی زموږ د ګوتو تر چولو راڅخه ښوییږي اوهیڅکله بیرته نه راګرځي. هغه کسان چی له کشرتوبه وخت سم کاروي نو ژوند یی تر نورو خوندور، فعال، پرمختللی او شتمن وی. او هغه کسان چی په (پر وخت واکمنیدل یانی په ژوند واکمنیدل) مفهوم سر نه خلاصوی، هیڅکله به خپل پټ لوی انسانی ځواک ونه مومي. وخت خورا عادلانه ښکارنده ده. که شتمن یو که نادار که په ټکیزاس کی اوسو او که په توکیو کی زمونږ ټولو ورځ یو شان اوږده یانی ۲۴ ساعته ده. د نادر یا استثنایی ژوند لرونکو او هغو کسانو چی یوازي شپه تیروی، یوازینی توپیر د وخت کاروني په ډول کی دی بس.