شنبه, مې 18, 2024
Homeټولنیزد باچا خان افکار د هر وخت او هر چا لپاره دي

د باچا خان افکار د هر وخت او هر چا لپاره دي

لیکنه: احمدالله ارچيوال

ولسي مبارزه (عدم تشدد) د باچا خان د عصر اړتیا وه

د ښوونې او روزنې لایبریایي کارپوه پاولر پریر وسله والې او ولسي مبارزې پرتله کړي او دې پایلې ته رسېدلی چې ولسي مبارزې د وسلوالو مبارزو په پرتله ډېرې موثرې دي.د پورته ادعا لپاره له عملي دلایلو پرته يو لړ منطقي دلایل هم شته. په وسله واله مبارزه کې هغه شی چې د مبارزې پایله ټاکي، هغه زور او تاوتریخوالی دی. دعامو خلکو په پرتله واکمن د زور کارونې وسایل زیات لري، نو له دې امله په وسلواله مبارزه کې پر عام ولس واکمن برلاسی کیږي. پریر هم همدغه حقیقت ته اشاره کړې، دى وایي: زور زیاتی د واکمن وسیله ده. د ښځو د حقونو پلوي شاعر او ډېري لارډ هم د یادې ادعا پخلی کوی: (تاسې واکمن د واکمن د وسیلې په مټ نشي ماتولی.) هغه د واکمنو پرخلاف د زور زیاتي د کارونې په اړه خبرداری ورکړی د مستبدو واکمنو څخه د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په اړه ډېرو پوهانو  د ولسي مبارزې د مؤثریت په اړه ډېرو پوهانو پورته ادعا تایید کړې او د خپل کار لپاره یې ډول ډول دلایل وړاندي کړي. په دغه اړه مخکينۍ څېړنې ټولې کیفیتی وې، خو د ماریه سټفین او ایریکا چینوویت ولسي مبارزه ولې مؤثره ده …. کتاب دغه معادلې ته تغیير ورکړ. په کیمیتي څېړنو ولاړ دغه کتاب د لومړي ځل لپاره د احصائیوي معادلو پر مټ ثابته کړه ، چې ولسي مبارزې د وسله والو هغو په پرتله مؤثرې دي. ليكوال ادعا کوي چې وسله والې مبارزې ۲۶ او ولسي مبارزې ۵۲ سلنه د بریا چانس لري.

اګر چې د ولسي مبارزې او د هغې د بېلابېلو اړخونو په اړه د ۲۰ مې پېړۍ له نیمایي څخه وروسته څېړنه پېل او د وخت په تېرېدو یې زور واخیست ، خو باچا خان ددغو علمي څېړنو له را منځته کېدو ډېر پخوا د ۲۰مې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې دغه ډول مبارزې ته مخه کړه، ځکه چې نوموړي ته هغه ډول مبارزه مؤثره او د پښتنو د نجات یوازینۍ لاره ښکارېده. 

هغه لامل چې باچاخان دغه ډول مبارزې ته مخه کړه هغه په ټولنه کې د واک په اړه د باچاخان نظر ؤ. باچاخان په دې عقیده و چې په ټولنه کې واک یو اړخیز نه دی چې یوازې واکمن یې لري، بلکې د ټولنې ټول اشخاص واک لري. واکمن د واک لاندې خلکو باندې تر هغې حکومت نه شي کولای تر څو چې د واک لاندې خلک یې غواړي. یا په بل عبارت که ولس ونه غواړي واکمن حکومت نشي کولای. همدغه مفکوره ددې لامل شوه چې نوموړی ولسي مبارزه د مبارزي قوي ډول وګڼي.

هغه به خپلو ملګرو ته ویل: زه تاسې ته یوه داسې وسیله در کوم ، چې که تاسې یې وکاروئ، د پوځونو، وسلو او زور درلودلو سره سره پر تاسې هېڅوک نه شي بر لاسه کېدای. باچاخان د ولسي مبارزې په اړه د تولوستي د لیکنو او په هندو مجله کې په دغه اړه د نوموړي د لیکنو، چې په ۱۹۰۸ کې یې کولې څخه ناخبره دغه مبارزې ته ځان تیارولو. تولوستى په ۱۹۰۸ کې هندو مجلې ته په خپل یو لیک کې د برېتانوي استعمار څخه د هند د آزادۍ لپاره د یوې وسیلې په توګه د ولسي مبارزې د کارولو د وړانديز په بڼه له خپلې مفکورې پرده پورته کړه. د لیک په یوه برخه کې نوموړي لیکلي: یو سودا ګریز شرکت (ختیځ هند شرکت) یو داسې ملت چې ۲۰۰ میلونه نفوس لري غلام کړی . دا پرته له دې چې ۳۰ زره خلکو چې سپورتمینان نه دي ، بلکې ضعیفه او عام خلک دي، ۲۰۰ میلیونه سخت جانه، هوښیار، وړتیالرونکي او ازادي خوښوونکي خلک (هندیان) غلامان کړي ایا دغه احصائیه (اعداد او ارقام) دا نه روښانه كوي چې پیرنګیانو دوی نه دي غلامان کړي بلکې دوی پخپله ځانونه غلامان کړي؟

د تولوستی دلیک دغه برخې ته که ځیر شو، دی هم د واک په معادله کې عام ولس بې واکه نه بلکې د واک اصلي څښتنان بولي. دې د واک له هغه مفکورې چې که ولس ونه غواړي واکمن حکومت نشي کولای څخه ملاتړ کوي

باچاخان تنکی ځوان و د لوبو او مستۍ وخت یې و، خو د قوم د غلامۍ غم اړ کړ چې د قوم د ازادۍ لپاره د مبارزې میدان ته راووځي. د نورو ملګرو سره په ګډه په۱۹۱۰ کې لومړنۍ آزاده مدرسه رامینځته کړه ، په دغه مدرسه کې یې د دیني مضامینو سره سره ساینسي مضامین پښتنو کوچنيانو(هلکان او جېنکو) ته په پښتوژبه تدریسول.

باچا خان او ملګرو له خوا یې په پښتو ژبه پښتونخوا کې د ښوونځیو جوړولو لمن د پښتونخوا نورو سیموته هم وغزوله. د یوې احصایې له مخې د ۱۹۳۰ تر نیمایي پورې باچا خان او ملګرو یې په پښتونخوا کې ۱۳۴ښوونځي جوړ کړل. عجیب تصادف دا وو چې د باچاخان  له خوا په چندو او شخصي لګښتونو جوړو شويو ښوونځیو شمېر په پښتونخوا کې د هغه وخت د واکمنو لخوا د جوړو شویو ښوونځیو سره د شمېر له اړخه کم خو د کېفيت له اړخه برتر وو. په د غه ښوونځيو کې د برېتانيې د استعماري مشینرۍ لپاره بېرو کراتان نه بلکې د ملي مفکورې درلودونکي مبارزېن روزل کېدل.

باچاخان او دده د ملګرو له خوا د  ښوونځيو جوړول له څو اړخه مهم وو:

باچاخان او ملګرو ته یې  بې سوادي د پښتنو د ټولو ستونزو اصلي لامل ښکارېده. دوى فکر کاوه چې که پښتانه د ليک لوست په ګاڼه سمبال شي ،نو ټول مسایل یې حل کیږي . دوی د پښتون د کلتور د راژوندي کېدو یا د پښتون د ټولنیزو ستونزو د حل، د دوی د اقتصادي ښېرازۍ او د دوی  نور ټول مسایل یې د پښتنو ترمینځ د ښوونې او روزنې له کمبود سره تړلي بلل. بل داچې باچا خان د ښوونځیو په جوړولو سره په حقیقت کې د واکمنو پر وړاندې مدنی احتجاج کولو. له حکومتي ادارو سره موازې ادارې رامینځته کول د ولسي مبارزې یو قوي تاکتیک دی. همدغه وجه وه چې د پښتنونخوا  حکومت پر باچاخان د ښوونځیو جوړولو له امله ډول ډول فشارونه راوړل ، تر څو دوی د خپلې مدعا څخه په شا کړي . د ۲۰ مې پېړۍ په دوهمه لسيزه کې دوی د نورو سره سره د باچا خان په پلار فشارونه راوړل چې خپل زوی له ښوونځیو جوړولو منعه کړي .خو دغه فشار نتیجه ورنه کړه ، دوی د اول ځل لپاره د ښوونځېو جوړولو له امله باچاخان درې نیم کاله بندي کړو. 

د موازې ادارو جوړولو تاکتیک ډېر پخوا له هغه چې د ولسي مبارزې په تاکتیکونو کې مطرح شي باچا خان وکارول. د باچا خان له مبارزې ۴۰ کاله وروسته جین شارپ  موازې ادارې جوړول د ولسي مبارزې په تاكتيكونو کې د یو قوی تاکتیک په توګه ځاي پر ځای کړي. 

هالویرسن ولسي مبارزه په دوه ډلګیو وېشلې . مستقیمه او غیرمستقمه ولسي مبارزه. د دغه ډلبندۍ په اړه له نورو خبرو کولو  وړاندې یوه خبره باید روښانه شي، او هغه داچې د باچا خان لپاره ولسي مبارزه پاسیپیزم نه بلکې فعاله مبارزه وه . اګر چې لیکلې  بڼه یې نه شته خو باچا خان د ولسي مبارزې لپاره له پېله موخې ، تشکیل ، جوړښت ، مشرتابه ، تاکتیکونه ، افهام او تفهیم او نور ټول اړین توکي تعریف کړي وو. 

 که د هالویرسن له خوا وړاندې شوى د ولسې مبارزې تعریف ومنل شي دباچا خان له خوا د ازادو ښوونځیو جوړول د ولسي مبارزې د یون پیل او یا هم پخپله ولسي مبارزه ده. نوموړي دغه مبارزه د خدایي خدمتګار د رامینځته کولو پوره ۱۹ او د یو روایت له مخې له ګاندي سره تر لیدو ۱۸ کاله مخکې پېل کړې وه. 

هالویرسن د تعریف له مخې د ښوونځیو د پروګرامونو په ګډون اوږدمهاله ټولنیزو او اقتصادي پروګرامونو له لارې د استبداد لاندې ټولنې د وګړو تقویه او غښتلي كول عدم تشدد دى.

د ښوونې او روزنې په بڼه ولسي مبارزه پېلول د باچا خان لخوا د ښوونځیو جوړول، د نوموړي لخوا يو  بل ازښت دی . 

د ښوونې اوروزنې څخه پیل شوې د باچا خان مبارزې وروسته د پښتنو په ټولنیز سمون تمرکز وکړو،  د پښتنو د یووالي لپاره يې عملي هڅې وکړې ، د دوی لپاره یې کلي په کلي جرګې جوړې کړې ،دوی ته یې د یوې ټولنیزې پېژندګلوئ لپاره د پښتونخوا ۵۱۲ کلیو ته سفرونه وکړل.

د خدايي خدمتګار اغیزې: 

باچا خان پښتنو ته ټولنیزه پیژندګلوي ورکړه، دغه پیژندګلوي وروسته په سیاسي پېژندګلوئ واوښته . له دې وړاندې د پښتنو پېژندګلوي يوازې تر خپل چم، ګاونډ او کلي محدوده وه. خدایي خدمتګار پښتانه د کلي، تحصیل، ضلعې او صوبې په جرګو کې داسې را یوځای کړل چې دوی له انفرادي فکر څخه  راووتل او د پښتون قامي فکر لپاره د پښتون قامي مبارزې سره ملګري شول. د دوی د ژوند موخه اوس تربور پرځول نه بلکې د پښتون قام بهبود او پرمختګ و. دوی د دغه مبارزې لپاره شپه او ورځ یوه کړه او هر ډول سرښندنې ته تیار شول. 

باچا خان او ملګرو یې لومړی په انفرادي او وروسته د تنظیم اصلاح افاغنه،افغان جرګې او وروسته د خدایي خدمتګار له پلاټ فورمونو څخه د پښتو ادبیاتو، شاعرۍ ، ژورنالیزم او په ټولنه کې د پښتون کلتور د بډاینې لپاره هلې ځلې وکړې ، په دغه لار کې دوی  سترې لاسته راوړنې درلودې . دوی پښتو لومړنۍ مجله (پښتون) رامنځته کړه او هغه یې د بریا معراج ته ورسوله. 

باچا خان او ملګرو یې پښتو ادبیاتو کې سوسیالیزم ته وده ورکړه، پښتو ادبیاتو څخه یې د پښتنو د سمون لپاره د یوې وسلې په توګه ګټه واخيسته  او د پښتنو د قامي مبارزې د تبليغ لپاره یې ترې د یوې وسېلې په توګه استفاده وکړه . 

په ۱۹۴۷ کال کې د هند د وېش پر مهال په ټول هند کې دمسلمانانو، هندوانو او سیکانو ترمنیځ د وینو سیلابونه وبهېدل ،په پښتونخوا کې هم  د دغه ډول عام وژنې وېره رامینځته شوه ، ولې خدایي خدمتګار په تش لاس پېښور ښار او خواوشا سیمو کې د سیکانو او هندوانو دفاع ته راودانګل او د مسلمانانو،  هندوانو او سیکانو چې په پښتونخوا کې یې په سلګونه كلونه ګډ ژوند کړی و، ترمینځ یې د وینو بهېدلو مخه ونیوله. د هغه هندوانو او سیکانو چې هندته کډه کېدل یې غوښتل هغوی سره یې تر هوایي اډې او د پښتونخوا تر پولو بدرګه کړل او هغه څوک چې پښتونخوا کې پاتې کېدل د هغوی د سرونو او مالونو ساتنه او دفاع یې وکړه . 

باچا خان او ملګرو ېې د پښتو د اقتصادي ودې لپاره مبارزه وکړه ، د پښتو ترمینځ يې د سوداګرۍ په وړاندې د ناسم فکر پرخلاف عملي کارونه وکړه .د خدایي  خدمتګارو د هڅو په پایله کې پښتنو سیمه کې د کسبګرو او کسبونو په اړه د خلکو فکرونوتغيیر وکړ. د دغو هڅو په برکت پښتنو صنعت او سوداګرۍ ته مخه کړه چې په پایله کې یې په سیمه کې تجارت او صنعت وده وکړه ، د دغه هڅو له امله رامینځته  شوې اقتصادي ودې اغېزه لاهم په پښتونخوا کې لېدل کیږي. 

خدایي  خدمتګارو د هغو راجونو چې د مذهب په پلمه  په پښتنو تپل شوی وو، هغه یې وننګول او پر وړاندې يي جدي مبارزه وکړه ،د هغه مذهبي پنډتانو او حکومتي خان بهادرانو چې د مذهب په نوم او د پيرنګي حکومت د ملاتړ لاندې یې پښتانه لوټل او له یو بل سره یې جنګول پر خلاف یې مبارزه وکړه او د دوی د شومو موخو څخه یې پرده پورته کړه.

د پښتنو ښځو پر وړاندې موجود رواجونه یې وننګول او دوی یې د دوى په حقونو پوهه کړې. د پښتنو ښځو ته یې موقعه ورکړه چې د پښتنو سړو سره په قامي مبارزه کې برخه واخلي. 

د پښتنو رواجي جوړښتونه یې قوي کړل او له حجرې او محراب څخه یې د مبارزي لپاره استفاده وکړه. د حجرې او محراب ترمینځ یې واټن کم او د دوی ترمینځ یې اړیکه لاپسې غښتلې کړه.  د باچا خان او د ده د ملګرو قربانیو د پښتنو په سیاسي ، اقتصادي ، کلتوري ، ادبي ، ټولنیز او سیاسي ژوند ژورې اغېزې پرېښودې ، د قامي شعور تازه شغلې چې پښتونخوا کې ورځ تربلې زور اخلي د  باچاخان او دده ملګرو د هڅو پایله ده. 

د باچا خان مبارزه د بشریت مبارزه وه:

 دنوموړي مبارزه دانسانیت او بشریت مبارزه وه .په خدایي  خدمتګار کې د شاملیدلو لپاره سوګند یادولو کې لومړۍ خبره داوه چې تحریک کې شامیلیدونکی شخص به د خداي د مخلوق خدمت کوي . ېوازې دا خبره د باچا خان د مبارزې د افاقېت د ثابتولو لپاره بس ده.د ده د مبارزې افاقیت د بشر د ستونزو او نړیوالو ستونزو د حل لپاره یوه مؤثره لار ده. دی د جګړې خلاف و او د پښتنو پر ځمکې برعلاوه په نورو ځايونو کې د وېنې تويولو پر وړاندې کلک ودرېدلو او د هغه سره یې مخالفت کولو. دی د هند بهار ایا لت ته لاړو او د مسلمانانو او هندوانو ترمېنځ یې د تاوتريخوالي د پایې ته رسولو هڅې وکړې.

خدایي  خدمتګار نه یواځې د پښتنو ترمینځ، بلکې په پښتونخوا کې د نورو مذهبونو خلکو لکه هندوانو او سیکانو پر وړاندې زغم ته وده ورکړه .خدایي  خدمتګار کې پښتانه په جغرافیایي مفهوم کارېدل . دوی په پښتونخوا کې د اوسېدونکو ټولو خلکو د رفاه او بهبود لپاره کار کولو.  

باچا خان له تشدد څخه کرکه کوله هغه یې د بشریت لپاره يو ناسور ګڼلو، خو  لدې سره سره د ظلم پر خلاف یې غږ پورته کولو او د طاغوت پر وړاندې يې پرته له دې چې د یوې لحظې لپاره زړه نا زړه شي محکم ودرېدل . ان هغه وخت چې د عمر اخري کلونه یې وو د خپلو افکارو لپاره يې زندان تېر کړو.

د باچا خان افکار د هر وخت لپاره دي. د نوموړي ادعاوې د نوموړي سیاسي مخالفین څلوېښت کاله وروسته تاییدوي  او دا مني چې لکه باچا خان چې ویل پښتانه له څلوېښتو کلونو را پدېخوا پردي جنګونه کوي. د پښتنو ترمینځ لا هم د بې اتفاقۍ ، غلط رسمونو ، ځانځانۍ ، د خپلې ژبې پر وړاندې بې پروایې ، تشدد او افراطیت  اورونه بل دي. د پښتنو څخه د مذهب په نوم استفاده کېږي او په يو او بل نوم د پښتنو ټولوژنه او د نورو په لمسون او د خپلو د نا پوهئ له امله د خپل کور ورانول روان دي. له دې امله د باچا خان فلسفه او افکار لاهم اړین دي او اړتیا ورته لیدل کیږي . 

ټوله نړۍ کې د کرکې او نفرت له امله جنګونو او تشدد د بشریت موجودیت ته ستر ګواښ دی.سېمه يوازې د باچا خان د پوهې،تعقل او په اتفاق او ېووالې ولاړې مفکورې په عملي کولو سره  له موجودو ستونزو راوتلی شي. په ټوله کې د روانو جګړو يوازینۍ لار، لکه چې باچا خان به ويل، د يو بل منل او تفاهم دي.

خدایي  خدمتګار مبارزې په اړه اکاډمیکې څېړنې تازه تازه د تحریک د ډېرو لومړنیو ځانکړتیاوو د څېړنو له پولو د راوتلو په حال کې دي. د باچا خان د افکارو افاقیت په اړه به نوې څېړنې د نوموړي د مبارزې مؤثرېت، عقلانیت، منطق، ژورتيا او جامعیت لا پسې روښانه کړي.

@AhmadullahA

References:

Archiwal, Ahmadullah, Cultural Impacts of Khudai Khidmatgar, Sarush Publication, Kabul, 2019.

Halverson, Jeffery, Searching for A King- Muslim Nonviolence and the Future of Islam, Potamic Books, Virginia, 2012.

Chenoweth, Erica and Stephan, Maria, Why Civil Resistance Work- the Strategic Logic of Nonviolent Conflict, Columbia University Press, New York, 2013

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب