سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeادبشعرد ښځو په بانډار پاڼه کې سملاسي (فی البدیهه) مشاعره

د ښځو په بانډار پاڼه کې سملاسي (فی البدیهه) مشاعره

پيل د آسيه محرابی د غزل په دو بېتونو
1.تا چې دروغو نه کيسې جوړې کړې
له ډیره غمه ما نغمې جوړې کړې
2. چې دې د مينې په شراب نشه کړم
پټ دې د زهرو پېمانې جوړې کړې
آسيه محرابی
3. ستا به عادت و يا به ناز خدای خبر
په ما دې هسې دا جرګې جوړې کړې
مينا نظري
4. ماخو نيولي وو د مينې په سوال
تا مې لاسو ته زولنې جوړې کړې
5. چې دې رقيب ته خوږ نظر وکړلو
پاس په زړګي مې دې لمبې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
6. شېخه! دا مه واپه تا څه کړي دي
ما ثوابي څوميخانې جوړې کړې
مينا نظري
7. زه دې په تمه وم چې کله راځې
تا د خبرو نه بهانې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
8. د رواجونه پيروان يو شوی
مينې ته بيا ېې غرغرې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
9. ته چې د مينې په سفر ولاړې
ما هم د صبر نه پڼې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
10. چې نوم ېې اخلم عبادت کومه
ما ېې له تورو نه تسبې جوړې کړې
نعيمه غني
11. د ليري لارو وطنونه پرېږده
راشه وطن کې مو مېلې جوړې کړې
مينا نظري
12.وطن ته دربه شم چې سوله راشي
طالب لالي مې بيا جګړې جوړې کړې
آسيه محرابی
13. هغه د مينې کيسې ختمې شولې
ما مې شعرونو نه ګيلې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
14. ته مې هنر په کوم نامه يادوې?
ما له دردونو ترانې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
 15. چې تا نه لرم بل خوا نه ګورم
ما روغو سترګو نه رڼې جوړې کې
مريم ساپۍ شينوارې
16. ما د زړګي حال په اخلاص بيان کړ
تا بدنامۍ ته آوازې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
17. ها شاهانه کالې اوس نه لرمه
ستا په فراق کې ما جنډې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
18. ما د غزل تکل لا نه وو کړی
دا ستا خبرو دا شېبې جوړې کړې
مينا نظري
19. نوم مې نوم سره خپل وليکلو
ستا ننګرهار کې مې لمبې جوړې کړې
رعنا خان اسدزۍ
20. چې د سلګو سره موسکۍ شوم پکې
ما ژوند ته دغه شان اسرې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
21 . له پټې مينې مو خبر شول خلک
په چم ګاونډ کې ېې کيسې جوړې کړې
تلوسه تنها
22. زه او ستا سترګې او د مينې نظر
واه ما په سوله کې جګړې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
23. قلم د زړه خبره نه منله
د زړه په زور مې دا مصرې جوړې کړې
نعيمه غني
24. زړه لکه خوله نه دی چې حال ووايي
د غم په وينو ېې ويالې جوړې کړې
آسيه محرابی
25. هغه د خپل حسن نه نه وو خبر
ماته يې د عمر زولنې جوړې کړې
رعنا خان اسدزۍ
26. ورځه حاجي خپل دې عبادت کوه
ما خو په زړونو کې کعبې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
27. يو پسرلی شو بل د سولې غږ دی
د ګلابونو مې جامې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
28. ښه ته حاجي شوې عبادت دې کوه
ما دې په مينه کې کعبې جوړې کړې
رعنا خان اسدزۍ
29. قلم چې خط ليکه نو دوه ټوټې
کاغذ په خپله شعر ټپې جوړې کړې
آسيه محرابي
30. چې په هر لفظ کې دغزل مې ته ېې
داسې مې درد ته قافيې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
31. د وخت ملاله يم پښتون ويښوم
په لر او بر کې مې نارې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
32.   راشه ملالې زه دې خور يم ګوره
ما د غليم پر زړه لمبې جوړې کړې
آسيه محرابی
33. لاړه د مينې اراده ېې نه وه
هسي ېې ماته بهانې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
34. خلګ ېې بولي شعر, غزل او ټپې
ما دې ستايلو ته پلمې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
35.د ګلابو په شان مې وپاللې
له خپل وجود نه مې اېرې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
36. تا به ويل ګلې, زه وعده کومه
ګوره چې تا څومره نخرې جوړې کړې
مينا نظري
37.د واده شنې بنارسۍ نه مې نن
د لالي قبر ته جنډې جوړې کړې
تلوسه تنها
38. ته چې کړکۍ لاندې ديدن ته راځې
ما مې د زلفو نه رشمې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
39.د ژوند کتاب مې له دردنو نه ډک
 تاته مې ټولې ښې شېبې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
40. چې زه به تلم او تا به نه پرېښودم
خلکو له دې نه ډرامې جوړې کړې
مسکا سنګر نيازۍ
41. زه ډېره وږې وم قسم په والله
ځان ته مې ښکلې پکوړې جوړې کړې
سوله افغان
42. مکمل زړه ما ستا په نوم قربان کړ
تا مې له مينې نندارې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
43. هغه احساس مې نن په زړه ختم کړ
تل چې مې تاته ترانې جوړې کړې
هما ظفر احمدزې
44. لکه سکروټه غوندې سره پاتې شه
ما ستا په مينه شوګېرې جوړي کړې
آسيه محرابي
45. تا چي هر څه ويل ما  نه منله
بیلتون زړګي کې مې تغمې جوړې کړې
مسکا سنګر نيازي
46. مونږ شوگېرو سره عادت يو گرانې
له خپلو اوښکو مې ډېوې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
47. دا ستا له تللو پس زه داسې ومه
له رڼا ورځې به مې شپې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
48. تا به ويل, ستا مې دا خندا خوښه ده
ته څومره ښه یې تا وږمې جوړې کړې
مينا نظري
49. راتګ دې بل رنګ خوشالي راوسته
خو بیرته تګ دې زلزلې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
50.د دیدن وخت، د الوتلو وخت وي
زلفې مې څه خورې ورې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
51. لکه چې زړه يې وو, پخلا شي جانان
نظر يې بل شان اشارې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
52. ستا د نامه له سوچه تورو نه ما
پرون بیګا مې ترې تسبې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
53. دا ستړی ستړی زړه راویښ څنګه کړم
په جبر جبر مې مصرې جوړې کړې
 هما ظفر احمدزۍ
54. زه مې له وروره ګیله منه یمه
زما په هنر یې مسخرې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
55. خالق پیدا کړې، بیا یې ناز هم ورکړ
ښځې یې ځکه پریښتې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
56. د جانان ښکلي او خوږې خبري
ما د غزل ترې څو مصرې جوړې کړې
مسکا نيازي
57. خبر د مینې مې ښکاره کړې وه
تا ترېنه هسې فلسفې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
58. زه په حساب د پلار نهمه لور وم
زما په ولور يې  بنګلې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
59. سمنک هسې يو د سرېښو ډنډ دى
ښځو ترې ولې عقيدې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
60. نن مې صورت د دلبرا ولیده
زړه مې عجبه ولولې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
61. ستا د راتګ اوازه ګده شوله
سترګې مې تورې شوندې سرې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
62. پښتو غزل به تر سپوږمۍ هسکیږي
ما یې هر بیت کې دردانې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
63. زه خو هر وخت تاته مُسکا درکوم
تا راته ولې اندېښنې جوړې کړې  ؟
مريم ساپۍ شينوارې
64. موږ څه اباد ښارونه ونړول
او خلکو ړنګې ښاریې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
65.نن يې نظر ډېره شوخي وکړله
بس هر انداز يې اشارې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
66. در او مرجان راوروې (عابدې)!
مشاعرې ته (تا) نغمې جوړي کړې
آسيه محرابی
67. تاته به هسې هیڅ خبره نه وه
ما دې له درده هدیرې جوړې کړې
مسکا نيازي
68.
69. اوس به په لاره تیندکونه نه خورو
کلي ته لارې مو پخې جوړې کړې
مينا نظري
70.نه مې شعر زده دى نه شاعره وومه
خو ستا په غم مې قصېدې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
71. رالنډه وه دا د راتلو مزلونه
سترګو مو لارې څه اوږدې جوړې کړې
مينا نظري
72. (مسکا) دې تل وي او خندا د (مينا)
زما د زړه ېې سلسلې جوړې کړې
آسيه محرابی
73. چې بې له تا یې بل ته نه ورکوم
مامې لاسو ته زولنې جوړې کړې
مسکا سنګر نيازي
74.ما درته ویل په فساد مه راګوره
سترګو دې بیا زړه کې نخرې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
75.ما ته دې هغه ورځ پيغور پرېښودو
تا چې نکریزو کې نامې جوړې کړې
مينا نظري
76.(پروين ملاله) ده خو نه ښکاريږي
زما پر زړه ېې انديښنې جوړې کړې
آسيه محرابی
77. چې دې باڼه په ناز راپورته کړل يار
زما زړگي ته دې چړې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
78. خور د ملالې میوندۍ یم آخر
له ډېره درده مې ټپې جوړې کړې
تلوسه تنها
79.د ښایستونو تقدس وګورئ
سپوږمۍ پر شنه اسمان جلوې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
80. هغه ده (مينه) مينه ټوله مينه
نه  شتون ېې ماته وسوسې جوړې کړې
آسيه محرابی
81.زه په ایمان درته قسم خورمه چې
موږ پسې خلکو ناق کیسې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
82.  رپاندې شوندې او مړاوې سترګې
جانان سیځلو ته لمبې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
83.خلک نو ولې وایي، یار دې در کړې
ماته مې دا جامې ادې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
84. (سپوږمې) را وخېږه رڼا خوره کړه
چې  په پښتو غزل شغلې جوړې کړې
آسيه محرابی
85. يو لاس دې راکړه یو به زه جوړه کړم
 مینې مو ښار کې اوازې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
86. زما او ستا واړه واړه جنګونه
خاکو ترې سمې حماسې جوړې کړی
مسکا سنګر نيازۍ
87. زه د پښتون په حسن یم میئنه
غزل مې ځکه نغارې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
88. له شاعرې نه مو قربان جینکو
څه په کمال ټولو  مصرې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
89.نو  هله به پوه شئ چې وطن جوړیږي
که ملایانو میکدې جوړې کړې
عابده شپوږمۍ
90 پښتنې (هسکي) دي او ښکلي ښکاري
(ملالۍ) خور مې کارنامې جوړې کړې
آسيه محرابی
91. دآسیه جانې دې کمال ته ګوره
دغه مجلس ته یې شیبې جوړې کړې
هما ظغر احمدزۍ
92. له تانه دومره لرې نه ومه خو
چا مو تر مینځه فاصلې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
93. چا ويل چې نشته پښتنې شاعرې
ما اسمانونو ته زینې جوړې کړې
مينا نظري
94. زما د (هما) حسن, نظر ته ګوری!
کمال یی خپل, ماته بهانې جوړې کړې
آسيه محرابی
95. دا جینکۍ ټولې مئینې ښکارې
د زړه خبري  کنایې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
96. خبري ټک, غږ يې ټوپک غوندې دی
بې سر  يار چې ترانې جوړې کړې
آسيه محرابی
 97. د وطن خاوره به رانجه کړمه زه
له مات بنګړې مې اینې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
98. وطن کې سوله محبت راولې
اه خدايه! ميني ښه خوږې  جوړې کړې
آسيه محرابی
99. زه ځمه مونځ کوم بیا بیرته راځم
ما اوداسه ته ارادې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
100. اوس راته ووایه چې څنګه ښکارم!؟
ما ستا په خوښه سرې جامې جوړې کړې
تلوسه تنها
101. په سور کمیس کې ډیره ښه ښکاریږې
 ما یې لمن ته کنارې جوړې کړې
تلوسه تنها
102. کوکوګل ناسته وه خو پام يي نه وو
جانان مې ماته اشاري جوړي کړي
سوله افغان
103. په دې مجلس کې څو دلبرې لرم
ما یې صورت ته آیئنې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
104. تاسو رژيم نيسئ اندام جوړوئ
زمونږ کولمو نور نغارې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
105. زور وو دا ستا د مينې داسې چې ما
د زړه له هيلو مې کعبې جوړې کړې
معصومه غرڅنۍ
 106. تا خو پر ما ډیر احسانونه کړی
ما هم ټول عمر حوصلی جوړی کړی
محرابی عليزۍ
107. توبه! دا نجونې څومره وران مخلوق دي
ګورئ له هر څه ته یې نخرې جوړې کړې
تلوسه سپېڅلې
108. زه چې راتلای نه شومه بنده ومه
تاسو پوره مشاعرې جوړې کړې
خوږه شيرزاد
109. خوږې! ته نه وې يارانه دې نه وه
 له تا په زړه کې  مې ګيلې جوړې کړې
آسيه محرابی
110. ما له ګلاب سره سیالي کوله
زلفې چې ما خورې ورې جوړې کړې
مينا نظري
سملاسي مشاعره د ښځو بانډار پانه کې.
پيل د آسيه محرابی د غزل په دو بېتونو
1.تا چې دروغو نه کيسې جوړې کړې
له ډیره غمه ما نغمې جوړې کړې
2. چې دې د مينې په شراب نشه کړم
پټ دې د زهرو پېمانې جوړې کړې
آسيه محرابی
3. ستا به عادت و يا به ناز خدای خبر
په ما دې هسې دا جرګې جوړې کړې
مينا نظري
4. ماخو نيولي وو د مينې په سوال
تا مې لاسو ته زولنې جوړې کړې
5. چې دې رقيب ته خوږ نظر وکړلو
پاس په زړګي مې دې لمبې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
6. شېخه! دا مه واپه تا څه کړي دي
ما ثوابي څوميخانې جوړې کړې
مينا نظري
7. زه دې په تمه وم چې کله راځې
تا د خبرو نه بهانې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
8. د رواجونه پيروان يو شوی
مينې ته بيا ېې غرغرې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
9. ته چې د مينې په سفر ولاړې
ما هم د صبر نه پڼې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
10. چې نوم ېې اخلم عبادت کومه
ما ېې له تورو نه تسبې جوړې کړې
نعيمه غني
11. د ليري لارو وطنونه پرېږده
راشه وطن کې مو مېلې جوړې کړې
مينا نظري
12.وطن ته دربه شم چې سوله راشي
طالب لالي مې بيا جګړې جوړې کړې
آسيه محرابی
13. هغه د مينې کيسې ختمې شولې
ما مې شعرونو نه ګيلې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
14. ته مې هنر په کوم نامه يادوې?
ما له دردونو ترانې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
 15. چې تا نه لرم بل خوا نه ګورم
ما روغو سترګو نه رڼې جوړې کې
مريم ساپۍ شينوارې
16. ما د زړګي حال په اخلاص بيان کړ
تا بدنامۍ ته آوازې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
17. ها شاهانه کالې اوس نه لرمه
ستا په فراق کې ما جنډې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
18. ما د غزل تکل لا نه وو کړی
دا ستا خبرو دا شېبې جوړې کړې
مينا نظري
19. نوم مې نوم سره خپل وليکلو
ستا ننګرهار کې مې لمبې جوړې کړې
رعنا خان اسدزۍ
20. چې د سلګو سره موسکۍ شوم پکې
ما ژوند ته دغه شان اسرې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
21 . له پټې مينې مو خبر شول خلک
په چم ګاونډ کې ېې کيسې جوړې کړې
تلوسه تنها
22. زه او ستا سترګې او د مينې نظر
واه ما په سوله کې جګړې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
23. قلم د زړه خبره نه منله
د زړه په زور مې دا مصرې جوړې کړې
نعيمه غني
24. زړه لکه خوله نه دی چې حال ووايي
د غم په وينو ېې ويالې جوړې کړې
آسيه محرابی
25. هغه د خپل حسن نه نه وو خبر
ماته يې د عمر زولنې جوړې کړې
رعنا خان اسدزۍ
26. ورځه حاجي خپل دې عبادت کوه
ما خو په زړونو کې کعبې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
27. يو پسرلی شو بل د سولې غږ دی
د ګلابونو مې جامې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
28. ښه ته حاجي شوې عبادت دې کوه
ما دې په مينه کې کعبې جوړې کړې
رعنا خان اسدزۍ
29. قلم چې خط ليکه نو دوه ټوټې
کاغذ په خپله شعر ټپې جوړې کړې
آسيه محرابي
30. چې په هر لفظ کې دغزل مې ته ېې
داسې مې درد ته قافيې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
31. د وخت ملاله يم پښتون ويښوم
په لر او بر کې مې نارې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
32.   راشه ملالې زه دې خور يم ګوره
ما د غليم پر زړه لمبې جوړې کړې
آسيه محرابی
33. لاړه د مينې اراده ېې نه وه
هسي ېې ماته بهانې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
34. خلګ ېې بولي شعر, غزل او ټپې
ما دې ستايلو ته پلمې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
35.د ګلابو په شان مې وپاللې
له خپل وجود نه مې اېرې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
36. تا به ويل ګلې, زه وعده کومه
ګوره چې تا څومره نخرې جوړې کړې
مينا نظري
37.د واده شنې بنارسۍ نه مې نن
د لالي قبر ته جنډې جوړې کړې
تلوسه تنها
38. ته چې کړکۍ لاندې ديدن ته راځې
ما مې د زلفو نه رشمې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
39.د ژوند کتاب مې له دردنو نه ډک
 تاته مې ټولې ښې شېبې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
40. چې زه به تلم او تا به نه پرېښودم
خلکو له دې نه ډرامې جوړې کړې
مسکا سنګر نيازۍ
41. زه ډېره وږې وم قسم په والله
ځان ته مې ښکلې پکوړې جوړې کړې
سوله افغان
42. مکمل زړه ما ستا په نوم قربان کړ
تا مې له مينې نندارې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
43. هغه احساس مې نن په زړه ختم کړ
تل چې مې تاته ترانې جوړې کړې
هما ظفر احمدزې
44. لکه سکروټه غوندې سره پاتې شه
ما ستا په مينه شوګېرې جوړي کړې
آسيه محرابي
45. تا چي هر څه ويل ما  نه منله
بیلتون زړګي کې مې تغمې جوړې کړې
مسکا سنګر نيازي
46. مونږ شوگېرو سره عادت يو گرانې
له خپلو اوښکو مې ډېوې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
47. دا ستا له تللو پس زه داسې ومه
له رڼا ورځې به مې شپې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
48. تا به ويل, ستا مې دا خندا خوښه ده
ته څومره ښه یې تا وږمې جوړې کړې
مينا نظري
49. راتګ دې بل رنګ خوشالي راوسته
خو بیرته تګ دې زلزلې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
50.د دیدن وخت، د الوتلو وخت وي
زلفې مې څه خورې ورې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
51. لکه چې زړه يې وو, پخلا شي جانان
نظر يې بل شان اشارې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
52. ستا د نامه له سوچه تورو نه ما
پرون بیګا مې ترې تسبې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
53. دا ستړی ستړی زړه راویښ څنګه کړم
په جبر جبر مې مصرې جوړې کړې
 هما ظفر احمدزۍ
54. زه مې له وروره ګیله منه یمه
زما په هنر یې مسخرې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
55. خالق پیدا کړې، بیا یې ناز هم ورکړ
ښځې یې ځکه پریښتې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
56. د جانان ښکلي او خوږې خبري
ما د غزل ترې څو مصرې جوړې کړې
مسکا نيازي
57. خبر د مینې مې ښکاره کړې وه
تا ترېنه هسې فلسفې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
58. زه په حساب د پلار نهمه لور وم
زما په ولور يې  بنګلې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
59. سمنک هسې يو د سرېښو ډنډ دى
ښځو ترې ولې عقيدې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
60. نن مې صورت د دلبرا ولیده
زړه مې عجبه ولولې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
61. ستا د راتګ اوازه ګده شوله
سترګې مې تورې شوندې سرې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
62. پښتو غزل به تر سپوږمۍ هسکیږي
ما یې هر بیت کې دردانې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
63. زه خو هر وخت تاته مُسکا درکوم
تا راته ولې اندېښنې جوړې کړې  ؟
مريم ساپۍ شينوارې
64. موږ څه اباد ښارونه ونړول
او خلکو ړنګې ښاریې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
65.نن يې نظر ډېره شوخي وکړله
بس هر انداز يې اشارې جوړې کړې
حسينه مينه وفا
66. در او مرجان راوروې (عابدې)!
مشاعرې ته (تا) نغمې جوړي کړې
آسيه محرابی
67. تاته به هسې هیڅ خبره نه وه
ما دې له درده هدیرې جوړې کړې
مسکا نيازي
68.
69. اوس به په لاره تیندکونه نه خورو
کلي ته لارې مو پخې جوړې کړې
مينا نظري
70.نه مې شعر زده دى نه شاعره وومه
خو ستا په غم مې قصېدې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
71. رالنډه وه دا د راتلو مزلونه
سترګو مو لارې څه اوږدې جوړې کړې
مينا نظري
72. (مسکا) دې تل وي او خندا د (مينا)
زما د زړه ېې سلسلې جوړې کړې
آسيه محرابی
73. چې بې له تا یې بل ته نه ورکوم
مامې لاسو ته زولنې جوړې کړې
مسکا سنګر نيازي
74.ما درته ویل په فساد مه راګوره
سترګو دې بیا زړه کې نخرې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
75.ما ته دې هغه ورځ پيغور پرېښودو
تا چې نکریزو کې نامې جوړې کړې
مينا نظري
76.(پروين ملاله) ده خو نه ښکاريږي
زما پر زړه ېې انديښنې جوړې کړې
آسيه محرابی
77. چې دې باڼه په ناز راپورته کړل يار
زما زړگي ته دې چړې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
78. خور د ملالې میوندۍ یم آخر
له ډېره درده مې ټپې جوړې کړې
تلوسه تنها
79.د ښایستونو تقدس وګورئ
سپوږمۍ پر شنه اسمان جلوې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
80. هغه ده (مينه) مينه ټوله مينه
نه  شتون ېې ماته وسوسې جوړې کړې
آسيه محرابی
81.زه په ایمان درته قسم خورمه چې
موږ پسې خلکو ناق کیسې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
82.  رپاندې شوندې او مړاوې سترګې
جانان سیځلو ته لمبې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
83.خلک نو ولې وایي، یار دې در کړې
ماته مې دا جامې ادې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
84. (سپوږمې) را وخېږه رڼا خوره کړه
چې  په پښتو غزل شغلې جوړې کړې
آسيه محرابی
85. يو لاس دې راکړه یو به زه جوړه کړم
 مینې مو ښار کې اوازې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
86. زما او ستا واړه واړه جنګونه
خاکو ترې سمې حماسې جوړې کړی
مسکا سنګر نيازۍ
87. زه د پښتون په حسن یم میئنه
غزل مې ځکه نغارې جوړې کړې
عابده سپوږمۍ
88. له شاعرې نه مو قربان جینکو
څه په کمال ټولو  مصرې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
89.نو  هله به پوه شئ چې وطن جوړیږي
که ملایانو میکدې جوړې کړې
عابده شپوږمۍ
90 پښتنې (هسکي) دي او ښکلي ښکاري
(ملالۍ) خور مې کارنامې جوړې کړې
آسيه محرابی
91. دآسیه جانې دې کمال ته ګوره
دغه مجلس ته یې شیبې جوړې کړې
هما ظغر احمدزۍ
92. له تانه دومره لرې نه ومه خو
چا مو تر مینځه فاصلې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
93. چا ويل چې نشته پښتنې شاعرې
ما اسمانونو ته زینې جوړې کړې
مينا نظري
94. زما د (هما) حسن, نظر ته ګوری!
کمال یی خپل, ماته بهانې جوړې کړې
آسيه محرابی
95. دا جینکۍ ټولې مئینې ښکارې
د زړه خبري  کنایې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
96. خبري ټک, غږ يې ټوپک غوندې دی
بې سر  يار چې ترانې جوړې کړې
آسيه محرابی
 97. د وطن خاوره به رانجه کړمه زه
له مات بنګړې مې اینې جوړې کړې
هورا سپېڅلې
98. وطن کې سوله محبت راولې
اه خدايه! ميني ښه خوږې  جوړې کړې
آسيه محرابی
99. زه ځمه مونځ کوم بیا بیرته راځم
ما اوداسه ته ارادې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
100. اوس راته ووایه چې څنګه ښکارم!؟
ما ستا په خوښه سرې جامې جوړې کړې
تلوسه تنها
101. په سور کمیس کې ډیره ښه ښکاریږې
 ما یې لمن ته کنارې جوړې کړې
تلوسه تنها
102. کوکوګل ناسته وه خو پام يي نه وو
جانان مې ماته اشاري جوړي کړي
سوله افغان
103. په دې مجلس کې څو دلبرې لرم
ما یې صورت ته آیئنې جوړې کړې
هما ظفر احمدزۍ
104. تاسو رژيم نيسئ اندام جوړوئ
زمونږ کولمو نور نغارې جوړې کړې
مريم ساپۍ شينوارې
105. زور وو دا ستا د مينې داسې چې ما
د زړه له هيلو مې کعبې جوړې کړې
معصومه غرڅنۍ
 106. تا خو پر ما ډیر احسانونه کړی
ما هم ټول عمر حوصلی جوړی کړی
محرابی عليزۍ
107. توبه! دا نجونې څومره وران مخلوق دي
ګورئ له هر څه ته یې نخرې جوړې کړې
تلوسه سپېڅلې
108. زه چې راتلای نه شومه بنده ومه
تاسو پوره مشاعرې جوړې کړې
خوږه شيرزاد
109. خوږې! ته نه وې يارانه دې نه وه
 له تا په زړه کې  مې ګيلې جوړې کړې
آسيه محرابی
110. ما له ګلاب سره سیالي کوله
زلفې چې ما خورې ورې جوړې کړې
مينا نظري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب