شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد (د) او (لــه) توپير او استعمال

د (د) او (لــه) توپير او استعمال

نورالله زهير

 (د) او (لـه) سربلونـه دي چي په جمله کي تر نوم له مخه راځي. (د) ملکي او اضافي سربل دی او د اضافت توری هم دی چي يو څـيز په چا پوري اړونـدوي يا ملکــيت ښـيـي. لکه: د دوی کـــتاب، د احمد قلم…

د (د) او (له) تــر منځ توپــير

(د) د اضافت او ملکيت لپاره او (لـه) د بـېلتون او پـيوستـون دواړو لپاره کارولای شــو. لکه: احـمد له کابله راغی. احمد له دوی سره ځــي. موږ له هغو سره نه ځو. «سـره» له (لـه) سره راځــي نــه له (د) ســره.

محمد له ورور ســره راغی. سم محمد د ورور سره راغی. نـاسم بل مــثال: موږ د تاريخه ډېر څه زده کولای شــو. ناسم موږ له تاريخه ډېر څه زده کولای شــو. سم ځــيني کسان د (د) او (له) توپــير نه کوي يا فرق نـه ورکوي. که (د) او (له) يـو وي او توپير نه لري نو لاندي مــثال وګورئ. مثال د يون صاحب له (دپښتو ليکني سمون) نه را اخلم. «تل بــه دي ساتم د پردو وطنــه» د پورته مسرې معنا دا راوزي چي شاعرخپل وطن پرې ايـــښی د پردو وطن ته وايي چي ساتـنه دي کوم او ساتم دي.

کـه دا مسره داسي وليکو او د (د) پـــر ځـای (لـه) وکاروو د مــــــسرې معنا بدليږ ي. «تـل به دي ساتم لــه پردو وطنه» د دې مسرې معنا دا شوه چي شاعر ئې غواړي او خـپل وطن ته خطاب کوي چي تل بـه دي له پردو ساتم.

د دروېش دراني دا بــيت وګورئ پــه دواړو بــڼو ئې ليکو.

ځـواني له سړي يوسي، تـــور وېښــتــه لــه سړي واخلي کرار- کرار لــــګـيا وي وخت هر څــه لـه سړي واخلي ځواني د سړي يـــوسي، تــــور وېښــــته د ســـــــړي واخلي کـرار- کرار لګــيا وي وخت هــــــر څه د سړي واخلي دا لنډۍ هم وګورئ داسي ويل شوې ده : چي ته ئې زموږ له کلي يووړې د هغې ورځي خندا خولې تـه نـه راځــينـه پـه لومړۍ مسره کي (لـه) پر ځای راغـلی خو پـه دويـمـه مـسره کي دا سي معنا هم ترې اخيستل کيږي چي د هـغې ورځي پـه رنـګ مي بـيـا نـه دي خـندلي. کـه داسي وويل شــي: چي ته ئې زموږ له کلي يووړې له هغې ورځي خندا خولې ته نه راځــينه دلـتـه داسي معنا ورکوي چي لـه هـغې ورځي راهيسي مي بـيـا نه خندلي او نـه خندا خولې تـه راځي.

10 COMMENTS

  1. ډېر دروند نورالله زهير صیب ته په پوره درناوي.
    ما په دې هکله هم څو کاله د مخه لیکنې کړي، ځني په ن ج کې خپرې شوي. زه د ،، تر،، کارونې سره، چې زموږلیکوالان یې کاروي، هم اندی نه یم.
    تاسو لیکي:
    ،،(د) او (لـه) سربلونـه دي چي په جمله کي تر نوم له مخه راځي.،،
    ډېرپرې نه غږیږم، خوزه به دا داسې ولیکم:
    (د) او (لـه) سربلونـه دي چي په جمله کي له نوم ( څخه) د مخه راځي.
    او نور:
    له…(څخه) د یوځای،وخت او یا یوڅه څخه یوڅه بیلیدنه ده.
    بیلګې: له (سپین، ننګرهار،اته بجو) څخه ….
    دا ،،له ،، دا دنده ونیوه،نو بله به نه ورکوو یعنې دا ،، له…سره،، په ځای به ،، د …سره،، ولیکو، چې دا د ،،له،، په څټ دۍ،نو،، له،، به د ،،د …سره،، نه ستړی کوو.
    د دې له پاره بیلګه: د سپین سره مې ولیدل.
    که تاسو غوښتل،زه خپلې لیکنې درلیږلی شم.
    هیله ده چې د یوبل په لیکنوڅه لیکل به موخواسیني نه کړي. اندونه چې سره هرڅومره ردبدل شي ګټوردي. په مننه

    • مننه
      له نظر مو منندوى يم
      د هر ملګري سالم نظر پر سر سترګو
      ستاسو په دې مثال کي
      د سپين سره مي وليدل
      دلته بايد “له” راوړوځکه له سپين سره پيوستون دى
      د سپين له ورور سره ولاړم
      زما موخه دا وه چي “د” او “له” يو نه دي په استعمال کي دقت غواړي
      بيا هم له تاسو مننه ودان اوسئ

  2. لولو:
    ،، د (د) او (له) تــر منځ توپــير،،
    تر په هغه وخت کې راځيیواځېاویواځې، چې د یوڅه،مهال یا ځای پاي پهګوته کوي. لکه : تر کابله پورې. دا ټولکسان راشۍ،تر… پورې. تاسونن تر نهوپورېځانونه راورسوۍ.
    نود پورته سم:
    د (د) او (له) په منځ کې توپــير او نه تر…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب