جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاویټامینونه او ګټې یې | اخترګل سیلاب

ویټامینونه او ګټې یې | اخترګل سیلاب

 که غواړي چې د ویټامینو له ګټو خبرشي او پوه شي چې ویټامین دڅه لپاره فایده من دي او ډیر ویټامینونه کوم څیزونه لري زموږ لیکنه ترپایه ولولي.

۱.لومړي : ویټامین (A) (Vitamin A) په لاندي شیانو کي موجود دي لکه: دهګۍ ژړ، په شنو او ژړو سابو کي، ګازري، اینه، «اَمّ» اودکب په غوړو کي سته.

ویټامین A په دې مواردوکې مثبته آغېزه لري لکه: شَوّکُوري، ضعیفه لیده، ګرمکه یا ځوانکه او دزړتیا دټوپلو پر ضد مرسته کوي. متوسطه ورځنی اړتیا ودغه ویټامین ته: ښځو ته د ورځي ۰،۸ ملي ګرامه، هغه ښځو ته چي خپل ماشو ته تی ورکوي ۱،۵ ملي ګرامه، نارینوو ته ۱،۰ ملي ګرام اړتیا لیدل کېږي. ویتامین (B1) (Vitamin B1) په لاندي توکو کي شته دي: لکه: په کچالوو کي، اینه، سبوڼی یاخمیره،شيدې، په سبوس لرونکو توکو کي موجود دي.

په لاندني مواردو کي دغه ویټامین ښه آغېـزه لري: د بدن وده ښه کوي، د اعصابو دنده سمه وي، ذهني اوفکر توان لوړه وي، د شامیاتو مصرف منظمه وي. متوسطه ورځنې اړتیا: ښځوته د ورځي ۱،۰ ملي ګرام، نارینوو ته د ورځي ۱،۲ ملي ګرامه اړتیا شته.

ویتامین (C) (Vitamin C) په لاندو توکو کي شته دي: لکه: په توتانو کې، په شنو سابو کې، کچالوو کې، کیوي کې، لیموو کې، په کَرمّ کي، په اینه کي، غټ مرچک (دولمه) کي، شتون لري، په لاندنیو مواردو کي ښه آغېزمن دي: دفاعي سیستم د بدن لوړه وي، په بدن کې نسجونه قوي کوي، د «خَوږّ» وجوړېدو ته چټکتیا ورکوي، دزړېدو پروسه راټیټه وي. متوسطه ورځنې اړتیا: لویانو ته د ورځي ۱۰۰ ملي ګرامه او شیدې ورکونکو ښځو ته ۱۵۰ ملي ګرامه ته اړتیا سته. ویټامین (D) (Vitamin D) په کښته توکو کي شتون لري: لکه: دهګۍ په ژیړوکې، په مایانو کې، په ایني کې، دکب په غوړوکې، دشيدو په محصولاتو کې، شتون لري.

په لاندني مواردو کي یې اغېزه ډېره ښه ده: لکه: قوي کول د هډوکو، دغاښوقوي کېده، په بدن کې د کلسیومو (Calcium) دجوړښت سره مرسته کول. د ویټامین (Vitamin A) اغېزه په بدن کي پیاوړې کوي. متوسطه ورځنې اړتیا: لویانو او ماشومانو ته د ورځي ۵ ګرامه میوه (µg)، زړو ته ۱۰ ګرامه میوه اړتیا لیدل کېږي. ویټامین (E) (Vitamin E) په کښته شیانو کې شتون لري:

پاڼې لرونکي سابوو کې، هګیوکې،په یني کې، په نباتي کوچوکې، دغنمو په غوړوکې او په نورو نباتي غوړو کې شتون لري . لاندنۍ مثبتي آغېزي لري: لکه: دبدن دپوټکي زړتیا کراره وي یاني عمر یې ډېره وي، اودغسي د نور بدن دغړو زړتیا کراره وي، د ژر ستړیا مخنیوی کوي، دپونډیو دغړو د شخېدو مخنیوی کوي. متوسطه ورځنی اړتیا: ښځي ۱۲ ملي ګرامه په ورځ کې، مورچي تی ورکوي ۱۷ ملي ګرامه، نارینه ۱۵ ملي ګرامه ته اړتیا لري .

ویتامین (H) (Vitamin H) په لاندي توکو کې شتون لري: په ګل کرم کې، په اینه کې، د زویا په اوړو کي. لا ند ني مثبت اثرات لري: دپوټکي، نوکانو، وېښتیانو لپاره ښه دي او د وېښتیا دژر سپېنېدو څخه مخ نیوی کوي. متوسطه ورځنی اړتیا: د ۳۰- ۶۰ګرامه میوه (µg) پوري اړتیا شته. ویتامین (K) (Vitamin K) په لاندو شیانو کې موجود دي: په ګل کرم کې، هګیو کې، په شنه کرم کې، په ایني کې، په پالکو کې، په مستو کې شتون لري. اوس یې لا ند ني مثبت اثرات ګورو: دبدن د داخلي خون رېزۍ مخ نوی کوي، بواسیر رالږه وي، په رګو کي د وینو د بندښت مخ نیوی کوي. متوسه ورځني اړتیا: یو کیلوګرام میوه دبدن د وزن په اندازه مصرف کېږي (µg/kg).

دا حتمی کار نه دی، چې څوک دي په ځانګړې توګه وېټامین رانسي او ودي خوري، بلکه دغه ټول وټامینونه په سابوکې، په مېوو کي، د شیدو په محصولاتو کې، دکب په غوښو کې شتون لري. کېداشي چې سړی خپل خواړه د دغو ویټامینو له مخې عیار کړي او وې خوري. د یو ډول خوراک سره باید احتیاط وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب