پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeروغتیاد غاښونو په ساتنه او ښکلا کې د کريمونو رول

د غاښونو په ساتنه او ښکلا کې د کريمونو رول

د با کيفيته او مناسبو کريمونو استعمال د غاښونو او خولې د روغتيا په ساتنه کې اغېزناک رول لري؛ د مناسبو کريمونو پېژندل ځانګړی مهارت غواړي او دا مهارت بیا د غاښونو او خولې په ساتنه کې مرسته کوي.
اوس دلته پوښتنه را ولاړېږي، چې ایا په رښتیا هم باید د غاښونو له کريمو څخه دغه ډول تمه وشي او که نه دا هسې د دې توکو لپاره مارکېټېنګ روان دی؟
یا دا موضوع چې ایا په رښتیا هم دغه کريم د غاښونو لپاره ګټور دي، که نه له منځه یې وړي؟
روغتیا پالان وایي، د غاښونو له کريمو څخه ګټه اخیستنه تر یوې کچې د غاښونو مېکروب له منځه وړي او سپینوالی وربښي، خو په کې شته سولوونکي مواد بیا د وخت په تېرېدو سره د غاښ مینا له منځه وړي او د غاښونو د حساسیت لامل ګرځي.
غاښونه د وخت په تېرېدو سره ژېړيږي، د غاښونو د برخې متخصص ډاکټران وایي، برس کولی شي یوازې د غاښونو بېرونۍ برخه پاکه کړي، خو د دې لپاره چې په منځ کې یې مېکروب یا اضافي مواد پاتې نه شي ښه ده چې د غاښونو تار هم کله نا کله ورسره وکارول شي.
ژباړه: حمیدالله حمیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...