ژباړه: ارشاد علي
ټاکل شوي چې واده وکړم.
دي چې ما پوره دوه کاله مینه ورسره کړي، هر چیرې مې سترګو پلټنه پسې کړي او ورسره لیدل مې د خدای رحمت راته ښکاري، اې خدایه! هغه نږدې ده چې زما شي. وروستی پریکړې ته انتظار مې د ژوند بیخي دردونکی احساس و. وروستی قطعې ته انتظار تر څو راښکاره شي، د وجدان عذاب، له تن په تن جګړې وروسته خوب؛ دا ټول ددې انتظار په پرتله هېڅ دي.
خبره دا وه چې زه يې د ردولو څخه نه ویریدم؛ زما یوه ملګري به دا خبره کوله: نه پوهیږم څوک څنګه د واده وړاندیز کولای شي سره له دې چې پوهیږي هم وړاندیز يې نه ردیږي. واده کول! ویل يې اسانه دي. ځينو خلکو ته واده په اعتبار شال اخیستل، یوه نوي ګاډۍ او یا د شپې ګلابي کالي ښکاري او ځینو نورو ته بیا جهیز او مقرر شوی ژوند. خو لا هم دا نور واده کوي ځکه چې هر څوک واده کوي یا ځکه چې دیرش کلن دي. که له دوی وپوښتې چې واده څه دی؟ په ځواب کې به درته ډیره چټي خبرې وکړي لکه: زه چې واده کوم؛ خپله خپلواکي ، بې تقاوتي قربانوم، خپله خیالي خپلواکي، خپله عیاش عادتونه، بې موخې سفرونه، یوازیتوب او بې ثباتي. زه دې ته تیاریږم چې داسې ژوند شریک کړم چې له دې پرته هم نیمګړۍ دی. هېڅکله د خوشحالۍ په کیسه کې نه یم شوی، له دې پرته هم اوسیدلای یم. خو اوس يې باید دوو کسانو ته ورکړم او زه به دا له کومه ځایه کوم؟ ښه نو تر هغې چې واده شوی نه وم نو زما دا مسولیتونو بیا څه معنا؟ یو ناروغ تره لرم چې بیخي کم يې وینم. که زنګ ورته ووهم، بیخي خوښ شي او که ورته ويې نه وهم بیا مې بخښي او وايي: زما بې پروا، ځوان دی، له ما پرته هم ژوند کولای شي.٬٬ له چا سره خبرې نه کوم، هره میاشت مې بیلونه پرې کوم. سهار چې هروخت وغواړم پاڅیږم، څوک مې چې زړه غواړي را غواړم يې، که خوښه مې شي قدم وهم. دوی زما هوښیار جیني راته زین کړي، په کوڅو کې پرې ګرځم او د کوچنیو کورونو کړکیو ته ورګورم: یوه کورنۍ ده پر سماوار راغونډه ده، یو خدمتګار کوټې جارو کوي، لږ وړاندې یوه جلۍ د پیانو درس لري، څنګ ته يې مقرر استاد ولاړ دی. خپل غیر حاضره مخ ما ته را اړوي، استاد يې سپکوي. زه همداسې ورو روان یم.
کور ته راشم؛ کتابونه، کاغذونه منظم او خپل د تشناب میز هم سم کړم، معمولي جامې واغوندم لکه کوم ملاقات ته چې ځم او ټول ممکنه اړخونه په پام کې ونیسم؛ که په کوم ریستورانت کې ماښامنۍ خورم، چیرته چې زه کوم نوی ناول او یا ژورنال لولم. که والټر سکاټ او کوپر کوم څه نه وي لیکلي او یا په اخبارونو کې کومه جنایي محکمه نه وي نو بیا د یوه بوتل یخ شرابو فرمایش ورکوم، ګیلاس ګورم چې یخ کیږي او ورو یې څښم. خوښ یمه چې ماښامنۍ راته اوولس روبله تمامیږي او ځان ته د دومره مصرف اجازه ورکولای شم. تیاتر ته ځم، څوکۍ پلټم تر ځو ځان ته یوه نایابه ملګرې پیدا کړم، تورې سترګې، زموږ تر منځ خبرې اترې وشي او تر ورستۍ سحنې بوخت ومه. ماښام یا په کوم ګڼ ځای کې چې ټول ښار راټول شوی وي، هرڅوک او هرڅه وینم او د هېچا نه راپام کیږي تیر کړم او یا زما د خوښې په یوه دوستانه دایره کې چې هلته زه د ځان په هکله غږیږم او دوی راته غوږ نیولی وي. کور ته ناوخت ځم. د یوه ښه کتاب په لوستلو سره ویدیږم. دا بله ورځ بیا په هماغو کوڅو کې په خپل اس چکر وهم، له هغه کوره تیریږم چې جلۍ پکې پیانو غږوله. دي لګیا ده د تیرې ورځې درس تکراروي. ما ته داسې راګوري لکه کوم پخوانۍ اشنا يې چې وم او راخاندي. دا زما د مجردۍ ژوند دئ..!
که زما وړاندیز يې ونه مانه، فکر کوم خارج ته به لاړ شم. سر له اوسه ځان په یوه بخاري کشتۍ کې تصوروم. خلک زما شاوخوا ګرځي راګرځي، خدای پامانۍ کوي، صندوقونه وړي او خپلو ساعتونو ته ګوري. کشتي روانیږي، د سمندر تازه هوا مې پر مخ لګیږي. تر ډیره مې شاته پاتې ساحل ته کتل ـ زما وطنه! خدای پامان. تر څنګ مې یوّه ځوانه میرمنه د نارامۍ احساس کوي او دا احساس يې پر ژیړ زبیخلي مخ باندې د نرمې بېحالۍ تاثیر غوړوي. د اوبو غوښتنه کوي. شکرخدایه! تر کرونستاثه به بوخت وم. په همدې سوچونو کې وم چې یو لیک يې راته راوړ؛ زما د لیک ځواب. زما د میرمنې پلار په ډيرې مینې غوښتی یم. بې له شکه چې وړاندیز مې منل شوی. نادینکه زما ښاپیرۍ، زما شوه. له دغه جنتي فکر وروسته مې ټول شکونه له منځه لاړل. آس ګاډۍ ته په منډه وروختم او چارګام روان شو. دا دی کور ته يې راورسیدو. وړاندیني تالار ته يې وردننه شوم، د خدمتګاراتو بیړني ښه راغلاست له وړاندې راته په ګوته کړه چې میړه کیږم. شرمیږم؛ دا خلک زما له زړه خبر دي، زما د مینې په هکله په خپلو کمزورو ژبو خبرې کوي.
مور او پلار يې د رسامۍ په کوټه کې سترګې په لار و. متقاعد شوي پلار يې په ورین تندي ستړي مشی راسره وکړ، له جیبه يې دسمال راوویست، غوښتل يې وژاړي خو پر ځای يې پوزه پرې پاکه کړه. د مور سترګې يې سرې وې. په نادینکا پسې يې څوک ولیږل. رنګ الوتي او وارخطا راغله. پلار يې د باندې ووت، په بیا راتلو سره يې د سینټ نیکولاس معجزه کوونکي او کاځان خدايي مور انځورونه راوړل. دوی دواړو موږ ته دوعا وکړه. نادینکا خپل سوړ او بې ځوابه لاس راکړ. مور يې د جهیز په هکله خبرې وکړې او پلار يې په سیراتاو ایالت کې د شتمنۍ د راکړې په هکله. زه خاوند شوم او دا نور د دوو زړونو پټ راز ندی. نن به کور خبر شي او سبا ټول خلک؛ لکه یو شعر چې د شپې سپوږمۍ ته په یوازیتوب کې لیکل شوی وي، بیا په یوه کتاب پلورنځي کې پلورل شوی وي او بیا د احمقانو لخوا په یوه ورځپاڼه کې نقد شوی وي.
زما په خوشحالی ټول خوښ دي، هر څوک مبارکي راکوي او اوس هر څوک مینه راسره لري.دوی ټول ماته خپلې مرستې وړاندیزوي: یو کور راکوي، بل د پیسو قرض او یو بل راته د بخارايي شالونو یو سوداګر راښايي. یو بل څوک مې بیا د راتلونکي ډیر شمیر کورنۍ لپاره اندیښمن دي او د دوولس جوړه دستکش چې د کوم مشهور سندرغاړي انځور پرې کښل شوی، راکوي.
ځوانان نور د یوه ښاغلي په څير چلند راسره کوي: دوی مې د کوم دوښمن په څیر احترام کوي. ښځې زما تر مخ زما د انتخاب ستاینه کوي خو تر شا بیا زما پر میرمنې د زړه سوي خبرې کوي: بې وسه انجلۍ! بیخي ځوانه او معصومه ده، دی بیا بیخي بې مسوولیته او بد اخلاقه دی.
زه اعتراف کوم چې دا کارونه مې ستړی کوي. ما ته د پخوانیو خلکو رواجونه خوند راکوي: زوم په پټه خپله ناوي بیایي، پدا بله ورځ يې ټول ښار ته د خپلې ښځې په توګه ورپیژني. زموږ تر منځ خو د کورنۍ خوښي دا ده چې د کاغذ پر مخ اعلان وشي، داسې ډالۍ ورکړل شي چې ټول ښار ته معلومه وي، رسمي لیکونه پکې ولیږل شي او ملاقاتونه پکې وشي.
په لنډو کې به ووایم؛ دا ټولې وسوسې دي.