پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهط-ان ټیک ټاک او پابجي تړي

ط-ان ټیک ټاک او پابجي تړي

تاند:( يکشنبه،د سنبلې اووه ويشتمه) د طالبانو د حاکمې ادارې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت چارواکو د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو سره په ګډه ناسته کې، د ټیک ټاک او پابجي اپلکېشنونو د تړولو لپاره ضرب الاجل وټاکل.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي،چې په دې غونډه کې د دوی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني د مخابراتي شبکو له استازو څخه د تېرې غونډې په هغو مواردو چې پرېکړه شوې وه، د راپور د وړاندې کولو غوښتنه وکړه چې په ترتیب د ټولو مخابراتي شرکتونو استازو خپل راپورونه وړاندې کړل.

سرچينه زياتوي:«همدا راز د اړونده، وزارتونو او ادارو مسلکي ټیمونو چې د پاپجي او ټیک ټاک د بندېدو لپاره یې مخابراتي شرکتونو سره ګډ کار ترسره کړی خپلې لاسته راوړنې او راپور سرپرست وزیر ته وړاندې کړې او مخابراتي شرکتونو ته یې هغه لارې چارې ورپه ګوته کړې چې د ټیک ټاک او پاپجي اپلېکشنونو په بندېدو کې ګټور تمامېدای شي.»

د طالبانو د مخابراتو وزارت وايي له ګڼو بحثونو او خبرو اترو وروسته د مخابراتي شبکو د استازو سره په همغږۍ ټولو مخابراتي شرکتونو ته د ټیک ټاک د تړلو لپاره یوه میاشت او پابجي اپلکېشن د تړلو لپاره درې میشاتي ضرب الاجل وټاکل شو.

تاند څو میاشتې مخکې د خپلو خبري سرچينو په حواله خبر ورکړی و،چې طالبان په تدریجي ډول د ټولنیزو رسنیو د تړلو پلان لري.

اوس يوې باخبره سرچينې تاند ته ویلي،چې له پابجي او ټیک ټاک څخه وروسته طالب چارواکي د نورو ټولنيزو رسنيو پر تړلو هم غور کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب