پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهپښتونخوا کې پر مشهور شاعر بخت زاده دانش د کفر فتوا ورکړل...

پښتونخوا کې پر مشهور شاعر بخت زاده دانش د کفر فتوا ورکړل شوې

تاند:( يکشنبه،د سنبلې اووه ويشتمه) د پاکستان تر ولکې لاندې پښتونخوا کې يوه مذهبي کس د پښتو پر مشهور شاعر پروفیسور بخت زاده دانش د کفر فتوا ورکړې ده.

ښاغلي دانش او پلویانو ېې په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګون ښودلی،خو نه ېې دي ويلي چې دا فتوا پرې د چا له لوري، چېرته او په کوم دلیل ورکړل شوې ده.

بخت زاده دانش په خپله شاعرۍ کې تر ډېره د پښتنو له کم سوادۍ او خوشباورۍ څخه د ملایانو او مذهبي قشر په ناوړه استفادې انتقادونه کړي.

په دې برخه کې د هغه یو مشهور نظم(خو بيا هم دوزخي یمه) په دې برخه کې د يادونې وړ دی، چې يو شمېر سندرغاړو له موسيقۍ سره هم ویلی.

د پښتونخوا یوه مترقي لیکوال خادم حسين په دې اړه ویلي:«د فتوو دا عمل ټولنيز ژوند د پاره زهرناک دی او چې په تېره تېره دا د یو تخلیق کار په ضد وي نو بیا خو د شعر او هنر د قتل سبب شي. په کلکو ټکو غندنه کوو.»

ځینې شنونکي د پاکستان پوځ او سياست جوړونکي تورنوي،چې قبضه کړې پښتني سیمې ېې د خپلو استخباراتي لوبو لپاره له لسیزو راهیسې د مذهبي افراطيانو په مرکزونو بدل کړي او ترهګرۍ ته پکې وده ورکوي.

د دوی په باور، د بخت زاده دانش او نورو مترقي قلموالو خلاف داسې فتواوې هم تر ډېره د دې لپاره دي،چې بیداره پښتانه ووېروی، څو د مذهبي افراطيانو د لوبو او پښتنو د تباهۍ په اړه چوپه خوله پاتې شي.

7 COMMENTS

  1. دا د نن لوبه نه ده ، دا ډیره زړه لوبه چه پنجابیانو ان نیکونو (مِغلو) به د ازادی غوښتونکو په ضد کاروله ، د پیر روښان په مقابل کی دا فتوی اخوند درویزه ، او د خوشخال بابا به مقابل کی سیدعلی (پیر بابا) د مشرکو او مرتدو مغلو په ګټه درباری فتواو ورکولی

  2. دا ځينې شاعرانو ته دې هم خدای پاک انصاف ورکړي داسې اوازې خپله د خپل شهرت لپاره خپروي.

  3. یو څو خوښی یا ناخوښی ګپی:
    ۱ – داسی ښکاری چی بخت زاده دانش یو خوږ ژبی او خوش فکره او مستعد شاعر وی.
    ۲ – په حقیقت کی ” شعر ” د ” فکر ” او ” عقیدې ” ترجمان دئ بناً هره عقیده ځانته مخالفین هم لری او هر مخالف کس د خپلی عقیدې د مخالف کس په وړاندی د ” فتوا ” صادرولو شوق لری او همدارنګه فتوا فقط مذهبی صبغه نلری بلکه د تاریخ په اوږدو کی ډیرو کسانو او حکومتونو د خپلو مخالفینو او دښمنانو په وړاندی فتواګانی صادری کړی او حتی عملی کړی دی.
    ۳ – هغه مُلا کوم چی د بخت زاده پر ضد ئې فتوا صادره کړېده ( البته که حقیقت ولری ) نو حتماً ئې د کوم بل مُلا ( کوم چی دده د سلیقې مخالف دئ ) هم د کُفر یا فسق یا انحراف له وجی حد اقل قلبی او پټه فتوا صادره کړېده.
    ۴ – نن سبا نه د مذهبی فتوا او نه د لیبرال دموکراسی او سکوریزم سیاسی فتواګانو ته هیڅوک غوږ نه نیسی حتی خبره دې نازک او حساس ځای ته رسېدلې ده چی د لوی لوی طِبی ډاکټرانو او عالمانو فتواګانو ( توصئو ) ته عام خلګ غوږ نه نیسی چی البته دا د بشری ټولنی او افرادو یوه ستره اخلاقی تشه او اشتباه ده.

  4. سلامونه،
    دا د کفر ټاپه ،که رښتیا وي؛ ولې دا ملا د شریفانو په کشمیري-پنجابي ریاستچیانو نه لګوي چې د انګلیس د شراندازې ملکې په مړینه ېې په اسلامي پاکسټیان کښې ملي ماتم اعلان کړی و؟
    بل دا چې پروفیسر بخت زاده دانش صاب په هماغه (او بیا هم دوزخي یمه …) نظم کې د مسلمانۍ ټول شرایط ،کتابونه ، انبیاء،جنت جهنم په زیر او زبر یاد کړي چې دا د جوماتونو د کنجونو سپګن چلیان، او .. او نیمچه ملایان به ېې په لاره،فلسفه او معنی هم نه پوهیږي؛ همدا راز آبل کال ېې مردان کې مشال خان په درواغو بهتان او تهمت ټاپوپه فجیع شکل ووژلو .
    دپاړه چنار سماوارچي شاګرد بچه ې سقاو او مجډدینګ په ټاپو ېې غازي امان الله خان پسې واخیست …ا.د.ن.

  5. د سياسي ملايانو پورې لګېدل چې هغوی هېڅکله خپلې هر اړخيزې نيمګړتياوې زغملی نه شي او ځانونه ورته پوره برېښي، نو ژر د تکفير ټاپه د يوې مذهبې متروکې په توګه وکاروي. دغه مذهبي متروکه دوی ته د ضياءالحق له وخته د استخباراتو او نظاميانو له لورې ورکړل شوې ده، نو د ملا، پوځ واستخباراتو پورې لګېدل هغه داسې دي لکه يو څوک چې خدای مه کړه له اسلامه انکار کوي.
    سياسي ملايان چې د پوځ واستخباراتو پورې تړلي دي زياتره دا ډول فتواګانې له هماغو دواړو چينلونو سرچينه اخلي چې د ملايانو له خولو راوځي او پر يو چا لګول کيږي. له بده مرغه زموږ په ټولنه دا ډول جنګ د ملايانو او شاعرانو نوې خبره نه ده. خوشال خان او غني خان هم ترې پخپلو شعرونو کې سخت زړه خوړلی دی او دا د هماغه وخت د تداوم لړۍ ده.

  6. mullahh are intelligent of Punjabi establishment . s;
    BAKHT ZADAH DANISH sahib IS A NATIONAL PUKHTOON EDUCATED LEADER
    HE GOT RESPECT TO ISLAM@QURAAN.
    HE ALWAYS SAY SOME GOOD THINGS ABOUT ISLAM.
    mullah always worked for BRITISH INTILLEGENCY.
    ZENDAH BAAD BAKHTZADAH SAHIB
    THANKS

  7. د ملایانو نور په ټولنه کې کمبله ټوله ده دوۍ که هر څومره وغاپي خلک یې په سره ګرزوي. دغه د لعنتي پنجاب بله ډرامه ده د ملا له ورکې سره به پنجاب هم ورکیږي. دانش یو نومیالی شاعر او د پښتنو له خوبه راپاڅولو اذان ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب