سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد نجونو د ښوونځيو د تړل کیدو کلیزه؛د م.م سرمنشي:‌دا ضايع شوی...

د نجونو د ښوونځيو د تړل کیدو کلیزه؛د م.م سرمنشي:‌دا ضايع شوی فرصت به جبران نه شي

تاند:( يکشنبه،د سنبلې اووه ويشتمه)د ملګرو ملتونو سرمنشي انتنیو ګوترېش د افغان نجونو له شپږم څخه د پورته ټولګيو د تړلو په اړه د طالبانو د پریکړې لومړۍ کلیزې ته غبرګون ښودلی.

نوموړی وایي، په تېر یو کال کې د افغان نجونو د زده کړو له لاسه تللی فرصت به بېرته جبران نه شي.

انتنیو ګوترېش په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې نن یکشنبه د سپټمبر ۱۸ په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځیو د بندېدو یو کال پوره شو خو طالبان باید نور نجونو اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي( یوناما)‌د طالبانو له لوري د نجونو د ښوونځيو د تړلو له امله تېر یو کال د طالبانو لپاره له شرم ډک کال بولي.

طالبانو د ملګروملتو د چارواکو په دې تازه توندو څرګندونو تراوسه پورې غبرګون نه دی ښوولی.

يوناما ټينګار کړی،چې د افغان نجونو د ښوونځيو بند ساتل به د افغان نجونو نسل او راتلونکي ته خطرناک تمام شي.

طالبانو تېر کال په همدې ورځ په کورونو کې د هغو نجونو د پاتې کیدو پریکړه وکړه،چې له شپږم څخه په پورته ټولګيو کې ېې زده کړې کولې.

اټکل کیږي،چې له دې پریکړې سره څه باندې يو ميليون نجونې له زده کړو څخه محرومې شوې دي.

یوناما يو ځل بيا له طالبانو غوښتي،چې افغان نجونې ښوونځيو ته پريږدي او د زده کړو پر وړاندې ېې نور خنډ نه شي.

د طالبانو د پوهنې وزیر مولوي نورالله منیر څه موده مخکې ادعا وکړه،چې افغانان خپله د نجونو د زده کړو مخالف دي او له پینځلس کلنۍ څخه خپلې لوړ عمره لوڼې ښوونځيو ته نه استوي.

د هغه دغو خبرو په پراخه کچه د خلکو توند غبرګونونه راوپارول.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب