Homeخبرونهطالبان: پاکستان پر افغانستان د بمبارۍ لپاره له امریکايي بم څخه کار...

طالبان: پاکستان پر افغانستان د بمبارۍ لپاره له امریکايي بم څخه کار اخیستی

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۰ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي اثارو او اسنادو د ثبت رئیس، سعید خوستي د یوه بم د پاتې برخې عکس خپور کړی او ادعا یې کړې چې د پاکستان پوځ تېره شپه د کونړ ولایت په یوه ملکي کور د هوايي برید په ترڅ کې د امریکا د GBU-12 Paveway II ډول بم کارولی دی.

خوستي د پاکستان د پاکستان د پوځ د اعمالو د غندنې ترڅنګ ویلي چې: «دا هماغه پوځ دی چې مسلمانانو ورسره هیلې تړلې وې، خو دا مزدور پوځ مسلمانان په امریکايي بمونو وژني.»

ده همداراز ویلي چې دغه برید د خیبر پښتونخوا ایالت په کواټ ښار کې د «اتحادالمجاهدین» ډلې د وروستي برید په غبرګون کې شوی دی. خوستي پوښتنه کړې چې ایا د کواټ د برید غچ باید له یوه بې‌ګناه مسلمان څخه واخیستل شي؟

خوستي دا څرګندونې وروسته له هغه کړي چې د طالبانو د حکومت ویاند «ذبیح‌الله مجاهد» وویل، په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې پر ملکي سیمو د پاکستان هوايي بریدونو درې تنه وژلي او څلور نور ټپیان کړي دي.

مجاهد څرګنده کړې چې په کونړ کې پر ملکي سیمو په برید کې یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او دوې ښځې او دوه نارینه ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، ټول قربانیان د دغو سیمو ځایي اوسېدونکي او ملکي وګړي وو.

د طالبانو ویاند زیاته کړې چې په پکتیکا کې هم یو کور او یو  دوکان بمباري شوي، خو په دې برید کې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

هغه دا بریدونه «تجاوز او ظلم» بللي او د پاکستان د پوځ له خوا یې د پخوانیو بریدونو او «جنایتکارانه اقداماتو» د تکرار په توګه یاد کړي دي. مجاهد ویلي: «د پاکستان پوځي کړۍ، په خپل هېواد کې د امنیتي ناکامیو د پټولو او د خلکو د فکر د اړولو لپاره، یو ځل بیا لاس په داسې جنایت پورې کړی دی. افغانان به دې تجاوز ته مناسب ځواب ورکړي.»

پاکستاني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د دغه هېواد رسنیو د امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په دغو بریدونو کې ۲۸ وسله‌وال وژل شوي دي.

دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی لا هم دوام لري.

پاکستان تر دې وړاندې هم د افغانستان پر بېلابېلو سیمو په ګڼو هوايي بریدونو کې، چې د نړیوالو بنسټونو او خپلواکو سرچینو د راپورونو له مخې د سلګونو ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو سبب شوي، ادعا کړې وه چې د وسله‌والو پټنځایونه یې په نښه کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) ویلي چې د ۱۴۰۴ کال له تلې د ۱۴۰۵ کال تر غبرګولي پورې، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو او بریدونو له امله ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي او یو زر او ۲۱۶ نور ټپیان شوي دي.

یوناما همداراز ویلي چې د ۱۴۰۴ کال د کب په ۲۵مه په کابل کې د «امید» په نوم د معتادانو د درملنې پر یوه مرکز په هوايي برید کې ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي چې د وژل شویو ډېری کسان د دغه مرکز ناروغان وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...