پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeداسې هم شتهساینسلامبورګیني کمپنۍ الفاون ملفون راباسي

لامبورګیني کمپنۍ الفاون ملفون راباسي

تاند- د قیمتي موټرو د جوړولو یوې مشهورې کمپنۍ اعلان وکړ چې اندروید ځیرک ټېلفون جوړوي.

لامبورګیني شرکت، چې قیمتي موټرونه جوړوي، ویلي چې دا قیمتي ملفون یا موبایل سیټ به یې ۲۴۵۰ ډالره بیه ولري.

دا موبایل ټېلفون الفا ون (Alfa1) نومېږي، پوښ یې په ایټالیا کې له څرمن څخه په لاس ګنډل شوی او سکرین یا شیشه یې ۵ اعشاریه ۵ اینچه دی.

شاتنۍ کمره یې ۲۰ میګاپیکسله او مخکینۍ ۸ میګا پیکسله ده.

لامبورګیني وايي چې د دغه ټېلفون روزلوشن ۲۵۶۰ دی او ۱۴۴۰ پیکسله دی.

پروسیسر یې ۸۲۰، رم یې ۴ ګېګابایټه او داخلي حافظه یا میموري یې ۶۴ ګیګابایټه او ۱۲۸ ګیګابایټه حافظه ورزیاتېدای شي.

د الفا ون بېټرۍ ۳۲۵۰ میلي امپایره ده او دوه سیمکارتونه پکې اچول کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب