پر سر یې لاس تیر کړ. شونډې یې ویړې شوې. پخوا یې ویښته ګڼ وو، اوس یې ککرۍ لوڅه لپړه ده. د بالکون کټاره یې په دواړو لاسونو کلکه ونیوله، د ځنګله خواته یوه ښځه روانه وه:
« اخ څرنګه ښه شین دی ولې پخوا هره ورځ نه ورتلم»
« مرغۍ به څه ښه کغیده»
سترګې یې پټې کړې، بې وریځو بې بڼو سترګې یې لکه د بودا مجسمه وایسیدې. ښځې یې له کوټې ورمنډه کړه ده سترګې ورپولې. هغې له لاسه ونیو پر چوکۍ یې ورو کښیناوه:
-ښه یې؟
سر یې وخوځاوه. هغې بیا پوښتنه وکړه:
-کوم ځای خو دې درد نه کوي؟
په ټیټ غږ یې ځواب ورکړ:
-نه
میرمنې یې د ده پر تندي لاس کیښود. د ده په ذهن کې د ډاکټر سهارنۍ خبرو انګازې وکړې:
« تر شپږم ځل وړانګو وروسته به دې وینه ګورو چې د سرطان نښې شته که ورکې شوې»
میرمنې یې د ده پر تندي راماته مړه خوله پاکه کړه. ده د ځنګله لور ته سترګې واړولې، ځنګل تور ښکاریده، هاغه ښځه هم نه معلومیده چې تور ځنګله ته ننوتې که په بله تللې.
پراګ