پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادباغزي مه کره! | محمدنعمان دوست

اغزي مه کره! | محمدنعمان دوست

د رحمان بابا (سوزان شعرونه) مې لوستل. د هغه دیوان مې سترګو ته نیولی و. له هر بیت او هر غزل نه یې د انسان دوستۍ رنګونه را توییدل. دیوان یې ټول د انسان پالنې په عطرونو خوشبویه و. له هر بیت نه مې جلا خوند اخیسته، د ده هر اړخیز او لوړ پیغامونه مې ذهن ته سپارل او د ده په ( عالمګیریت) مې د تایید مهر لګاوه.

پاڼه مې واړوله، رحمان بابا د خولې خبره وه، هغه ویلي و: ((ادمزاد په معنا واړه  یو صورت دی + هر چې بل ازاروي هغه ازار شي.))

 کتاب مې بند کړ، شاوخوا مې وکتل، حیران شوم، ما ویل که بابا سهوه شوی.ډول ډول پوښتنې راته پیدا شوې: ادمزاد څنګه یو صورت دی؟ ښه که یو صورت وي، نو بیا ولې ځانونه وژني؟ ځکه د بل وژل د خپل صورت وژل دي. بیا مې خپله چار چاپیره سیمه له نظره تیره کړه:

هلته یو انسان بل ته د ټوپک شپیلۍ نیولې وه، لږ وړاندې یوه د بل پر مرۍ چاړه راښکله، اخوا له هوا نه انسان په نورو انسانانو سکروټې را اورولې او له هرې سکروټې سره، بدنونه لولپه کیدل.

غلی شوم، ما ویل کیدای شي د رحمان بابا د دور انسانان به یو صورت ول، هغه وخت به خلکو په نورو خولې نه لګولې او هغه وخت به ….

بیرته مې کتاب پرانیست. د بابا هغه بیت مې ولوست چې ځانته یې خطاب کړی و. دې بیت نور هم حیران کړم. بابا ویلي و:((واړه د خپل ځان په نظر ګوره که دانا یې + ای عبدالرحمانه جهان ټول عبدالرحمان دی))

بیا مې کتاب بند کړ، سترګې مې وغړولې:

 دلته خو هیچا هم نورو ته د ځان په سترګه نه کتل. دلته خو هر چاته خپل همنوعه د سر قاتل ښکاریده او دلته خو هر انسان بل پسې چاړه راخیستې وه. دلته خو ټولې هڅې د دې لپاره وې چې (عبدالرحمان) ختم کړي، د خدای ج دغه حسین مخلوق له منځه یوسي او…

خو د بابا شرط مې وسوسه ختمه کړه، هغه د دې لپاره یو شرط هم ایښی و او هغه شرط دادی: (که دانا یې) خپل همنوعه راته ټول نادان ښکاره شو. د یو بل وژنو اصلي لامل راته ناداني ښکاره شوه، خو دا داسې خطرناکه  ناداني ده چې بیرته (دانا) کول یې سخت دي او حتی ناشوني ښکاري. اوس په نړیواله کچه د انسان وژنې ماشینونه چالان دي، ورځ په ورځ هیوادونه په اټومي طاقتونو بدلیږي او څوک چې په دومره لګښتونو او ستونزو اټوم جوړوي، نو په موزیم کې یې نه ساتي، د کارونې وخت ته یې په تمه دي او دا کارونې به د بی شمېره انسانانو په نابودۍ تمامیږي.

ما همداسې کله دیوان کوت او کله مې شاوخوا سیمه، یو بل بیت ته ورسیدم. دې بیت حیران کړم او ځان سره مې ویل: ښه ده چې رحمان بابا اوس ژوندی نه دی. ښه ده چې دغه نرم دله شخصیت اوس نشته او ښه ده چې دغه ملنګ شاعر زموږ حالات نه ویني، کنه هغه خو به لویه ګناه  کړې وه، هغه به دا حالات نه و زغملي او له ډېره غمه به د خودکشۍ د ګناه مرتکب شوی و.

بابا، ویلی و: (( اغزي مکره په ښپو کې به دې….))

له دې سره مې سترګې ډکې شوې او بې اختیاره رانه چیغه پورته شوه او په چیغو کې بابا ته مخاطب شوم:

های، بابا!

ته دې ته ځوریدې چې د چا په پښه کې اغزي لاړ نشي، تا د خدای ج پر ښکلي مخلوق (حضرت انسان) د اغزي درد هم نشو زغملی، تاته دا یوه دردناکه خبره ښکاریده چې د انسان په پښه کې دې اغزی چخ شي، هغه دې وه دردیږي او د هغه له پښې دې کوم څاڅکی وینه تویه شي.

بابا!

له لحد نه سر پورته کړه! راشه! زما کندهار، زما هلمند،زما ننګرهار،زما لغمان،زما کونړ، زماغزني… او زما ټول وطن وګوره! دلته له خلکو پښې پرې کیږي. دلته میندې د خپلو اولادونو په پښو پرې کیدو راضي دي، هغوی شکرونه باسي او ځانونه په دې ډاډه کوي: خدای فضل وکړ، د زوی مې دواړه پښې پرې دي، خو شکر دی ژوندی پاتې شو.

های بابا! دلته اوس د چا پښو کې اغزي نه ځي، زموږ د خلکو پښې پلاستیکي دي، په هغو کې اغزي کار نه کوي.

بابا! تا خلک له اغزيو کرلو منع کول، خو ته خبر یې؟ اوس خلک په سړکونو او لارو کې ماینونه کري، دا ماینونه هره ورځ د هغه مخلوق بدنونه ټوټه ټوټه کوي چې ستا پرې د یوه اغزي درد هم نه لوریده.

بابا! ستا لمسیان اوس پښې نلري،ستا واړه لمسیان لکه کبان پر سینه حرکت کوي،دوی له اغزیو نه ویریږي. بابا! ته خبر یې؟ دلته میرمنې او ځوانې نجونې د خوښیو په مراسمو کې  په پښو او لاسونو نکریزي نږدي. دوی پوهیږي چې لاره کې پرې ماین الوځي او دوی دومره په وینو لړي چې د نکریزو رنګ په کې نه ښکاري.

بابا! هغه انسان چې تا خپل ځان ګڼلی و، هغه ستا نصیحت ته غوږ کینښود، چا (سیمه ګلزار) نکړه.

بابا!  دلته چې کومه سرخي ده، هغه د ګلونو نه ده، د وینو ده. دلته چې سره – سره څه ښکاري، هغه ګلونه نه دي، غوڅ شوي هډونه دي.

بابا! زموږ د دور انسان د وینو ډیر تږی دی. د خپلې تندې د خړوب لپاره هره ورځ د خپلو همنوعانو وینه بهوي، خدای خبر، دا تنده به کله خړوب شي؟ زموږ د هیوادوالو وینې به ورته کفایت وکړي او کنه!؟

محمد نعمان دوست، جلال اباد

د وږي ۲۶مه، ۱۳۹۲

(ګرداب ورځپاڼه)

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب