جمعه, مې 3, 2024
Homeکالمونهقانعپاکستانۍ میډیا، استخباراتي معما/ عصمت قانع

پاکستانۍ میډیا، استخباراتي معما/ عصمت قانع

په معاصرو مدني ارزښتونو کې د هېوادونو، ټولنو او مملکتونو د اجتماعي قوت څېره هماغه د میډیا څېره ده. د بیان د ازادۍ، د افکارو د بېدرېغه حفاظت او خوندیتوب او د خوندیتوب تر څنګ په ټولنو، سیاسي تحرکاتو او اجتماعي خوځښتونو کې د تحمل، زغم او د مخالفو دریځونو په وړاندې د انعطاف جسور او له مېړانې ډک عمل په خپله د قوت ځواک او د مضبوط استقرار سمبول او علامت دی، چې بې له شکه هېوادونه او ټولنې یې د خپل داخلي ثبات او استقرار په څېره کې رنګونه او انځورونه وړاندې کولای شي.

په درېمه نړۍ کې د ازادۍ او استقلالیت تحرکات د خپلو غوښتنو محورونه پر همدغو مدني ارزښتونو باندې راچورلوي.
چېرته چې افکار ازاد وي، چېرته چې د افکارو د تبادلې پلاټ فورم غښتلی وي، چېرته چې د دغو پلاټ فورمونو په وړانډې د تحمل او زغم روحیه پیاوړې وي، هلته په رښتیا سره د ازادۍ نعمت د خپلو خوندونو اغېز وړاندې کوي او دغه اغېز ټولنه د غوړېدلو او متعالي لارو او ګودرونو خواته سوق کوي.

خو زموږ په سیمه کې زموږ د عصر تر ټولو ستره فاجعه او غمېزه داده چې د بیان د ازادۍ ارزښت هم د دسیسې پر نیلۍ سپور دی. تحمل او زغم د چل او فریب په جامه کې نغښتی دی او میډیا د شیطاني سټیج پرسر د تمثیلېدونکې ډرامې هغه جادوګرې شعبده بازۍ ته ورته عمل دی، چې باید افکار د ازادۍ پرځای د انحراف پر لور بوزي.

ځینو هغو پلانونو ته چې هدف یې د ډیموکراسۍ او ازادۍ د عمل خفه کول دي، مخکې تر مخکې داسې زمینه سازي وشي، چې ګویا د ولس د عامه ذهنیت په هېنداره بدل شي.

پاکستان د جنوبي اسیا په اوږدو کولمو کې د هغه کېنسر حیثیت غوره کړی دی، چې د ازادۍ او ډیموکراسۍ د ټولو لارو چارو د انحراف او کږولو مریض خاصیت یې لکه چې هېڅ ډول دوا او دارو نه مني.

پرون مې د جیو تلویزیون پر پرده د طالبانو د کوټې د شورای د منشي ښاغلي ملا محمد حسن رحماني مرکه اورېده. تر مرکې مخکې د تلویزیون انانسر انانس ورکړ، چې دغه مرکه تر یوه اوږده او ستونزمن سفر وروسته جیو تلویزیون د پاکستان سرحد ته نږدې په یوه غرنۍ سیمه کې کړې ده. حال دا چې په مرکه کې د ملا محمد حسن رحماني شاته پرده هماغه د ډېره غازي خان او ډېره اسماعیل خان د خلکو رنګینه خیمه ده، چې صرف د همدغې سیمې د سترو غونډو او لویو جلسو لپاره په کارېږي او پاکستانیان یې ملتانی ټېنټ (خیمه) بولي.

کله چې مې د رحماني صاحب مبارک مخ ته کتل، نو د مخ ګونځې یې داسې هوارې شوې وې، چې په والله بالله ثم تاالله که یې یوه ورځ هم غزنۍ سیمه، صعب العبور سرحد او یا د پاکستان له مرطوبې هوا څخه پرته بل څه په سترګو هم لیدلي وي.

د رحماني صاحب ږیره سپینه شوې وه، ما چې په کندهار کې لیدلی وو، نو ږیره یې توره وه، خو دلته یې د ږیرې اتیا فیصده ویښتانو د عمر د شپېته کلنۍ بربنډه شاهدي ورکوله.

چې راڼه مخ ته یې ځېر شوم، نو ماشاء الله رحماني صاحب هماغه د پنجوایي زېږ اڅکزی نه وو، بلکې مخ یې داسې رونما او بې ګونځو وو تا به ویل، چې شل کلن ځوان ته چا په ډرامه کې د شپېته کلن بوډا کردار ورکړی وي او پرمخ یې مصنوعي ږیره ورته اېښې وي.

مرکه کوونکی مې نه پېژنده، خو بالاخره چې ورته ځېر شوم، نو هماغه د ISI د میډیا ډیسک مشاور نذیر لغاري وو.
حیران دریان پاتې شوم، چې نذیر لغاري او د ډیورنډ کرښې آخوا او بیا د ملا محمد حسن رحماني سره مرکه، زما د حیرانۍ اندازه هغه وخت نوره هم سیوا شوه، چې لغاري صاحب د ISI د روانې پالیسۍ د تائید لپاره د ملا رحماني صاحب له خولې څخه کلمې را اېستلې او بیا یې د پنجاب د سیمه ییزې ستراتیژۍ په تار پېیلې او د ملغلرو لړ یې ترې جوړاوه.

رحماني چې په کندهار کې وو، د نورو ملایانو په نسب یې عربي خورا زوروره وه، یعنې د عربي په مکالمه کې یې تر نورو زیات مهارت درلود. همدا علت و، چې عبدالحی مطمئن به د الجزیرې تلویزیون د اختصاصي مصاحبو لپاره یواځې او یواځې د رحماني صاحب ادرس استعمالاوه.

رحماني صاحب په ټکي اردو هم نه پوهېده، د کندهار د جي لاهور ملا اختر محمد اخند به ویل، چې زه او رحماني دواړه په عربي کې تکړه یو، خو په اردو کې مو خوند اوبو وړی دی.

هماغه رحماني صاحب چې لس کاله وړاندې په ټکي اردو ژبه نه پوهېده له نذیز لغاري سره داسې کرتاهی ذرا سوچتی او نیچی اتا هی ویل لکه د سیند د لعل او شهباز قلندر متولیان چې له سیندي ژبې څخه اردي ژبې ته را اوښتي وي.

ددغې مرکې وخت زما لپاره زیات د اهمیت وړ وو، ځکه دا مرکه د پاکستان د استخباراتو لخوا په داسې وخت کې تنظیم شوې وه، چې د جګړې پر مورچلونو باندې د مني ساړه بادونه را روان دي او د سیاست په مورچلونو کې ای ایس ای د قطر لوبه بایللې ده.

پاکستان په اقتصادي ډګر کې د ټولو اساسي تدابیرو په سنجولو سره بیا هم نه شي کولای چې د خپل رنځور اقتصاد لپاره د صحت نسخه ومومي.

د انرژۍ طوفاني بحران د پاکستان ټول واړه او ستر یونټونه په ټپه درولي دي او د پاکستان د ستراتیژیک عمق د پالیسي په نیمه لار کې لوټ او تالا شوې ده. اړتیا داده چې د پاکستان د ستراتیژیک عمق پالیسي له مخې د طالبانو جنګي او چریکي وجود د سیاسي موجودیت په معجونو باندې تداوي شي.

خو طالبان د سیاست د ډګر لوبغاړي نه دي، ځکه په ټول عمر کې یې د پاکستان د سیمه ییزو مفاداتو د کرایي جګړه مارانو په توګه عمل کړی دی او تر وخت تېر طوطي خبرې نه شي کولای.

نذیز لغاري هڅه وکړه، چې د ملا رحماني صاحب له خولې دا خبره را وباسي، چې ګویا طالبان یو ځل بیا له امریکا سره د مذاکراتو میز ته کښېني او پاکستان حاضر دی، چې د امریکا د سیاسي مهرو د لوبغاړو په توګه د طالبانو د ګومارلو لپاره پنټاګون او CIA ته یو بل پروفوزل وړاندې کړي. د پاکستان میډیا ته همدا پروژه ورکړای شوې ده.

که څه هم پاکستان به هڅه وکړي، چې خپل میډیایي تشکیلات د نویو معاملاتو په مارکېټ کې په لوړه بیه خرڅ کړي، خو سیمه هغه پخوانۍ سیمه نه ده. افغانستان په تېرو دولسو کالو کې د یوسل او شلو کالو سفر کړی دی او د مرحوم محمد موسی شفیق په قول اوس د پاکستان شاګرد ذهنیت نه شي کولای په سیمه کې د افغانستان زړو حیثیت له پامه وغورځوي.
د مرحوم شفیق په قول:

دبستان د ایشیا که زه استاد وم
تا ویله هغه وخت کې سپاره
نه شرمېږې اوس زما د سر دعوه کړې
ته او خدای نو په همدغه قواره

13 COMMENTS

  1. قانع صیب خدای د عمر اوږد لره! حقایق د ډېر په ښکلی شکل بیان کړي، په خاصه توګه کله د چې د مولوي صیب ، فزیکی قواره څېړلي، بیا د د هغه ځای د شاتنۍ پردې له رویه پېژندلی، او په اخره کې د دنومړي اردو ژبې ته اشاره کړي. مننه کوو قانع صیب

  2. قانع ګله دوايكې دې سه بيا دې د قلم څوكه داسې ورباندې چليدلې ده لكه الماسو پر اينه
    ته يو هغه ليكوال يې چې روان حالات دې لكه شكه پرته ښه تحليل كړي
    زموږ نامي يې
    الله دې راته لره

  3. زه وایم قانع صاحب دوا دی سه او دمور شیدی دی سه. سخته د پښتنو دښمنان ښه در معلوم سوی دی

  4. قانع صاحب ستاتبصری دلوستلودی خوقانع ستاقضاوت دمحمدحسن رحمانی په هکله گمان دی که داسی نه وی .ټوله خارجی اوداخلی میدیادطالب خلاف ده اوستاتبصری دورباندی وی خو انشاالله تاریخ به پردی غلامان اوجاسوسان ورپه گوته کری

  5. قانع صاحب
    ستاسو تبصیره هغه حقیقتونه په ډاګه کږی چه کله ناکله د داسی لویو درواغو ویونکی داسی ګمان کوی چه خلک به اوس هم دهماغه لسمی صدی دتیارو وګړی وی
    الله دی د داسی تبصرو همت نور هم در په برخه کی ، ستا دا لیکنه دجذابو القابونه ډکه ده

  6. dera mannana qane saib
    za khpla da lhr pa university of lahore ki sabaq wayam aw da geo television khabari dair pe shoq awram. rishtia hm chi doy da afghanistan da mufad pa khàtir ywa khabar hm na liki, prata da badnami masewa qasam pa rab chi dera ghusa razi kho sa wakam……..!!

  7. السلام علیکم ۰۰۰ محترم قانع صاحب تا سو به نن خبر تر لاسه کړی وی چی سا بقه کمونستانو زموږ فه وطن کی سومره لوی جنا یت کړی چی دهغی له جملی د۵۰۰۰ زره هغو مسلمانو لست ها لند رسوا کړ چی دامان الله فه نام سابقه یو خادست فه شهادت رسولی او نن کرزی هماغه خادستان فه وظیفو مقرر کړی او فه خاد کی یی همغه وظیفه ور سفارلی کووموته چی کار مل او روسانو ور سفارلی وی هغوی به صرف فه لمانزه خلک ږوندی شخه ول ۰۰۰ زما فلا ر هم فه هغه جمله کی تللی چی دمسلمان نوم ور باندی وه او زما فلار سیاف سره یو زای دبند فه اطاق کی فاتی شوی او بیا زما فلار تر نن ورزی معلوم نشو او مور می تر نن فه یوه زوی کونتون وکړی او زما دفلار ورز هیچا هم راسره ونه لمانزله ۰۰۰ او نه دهغو نورو شهیدانو خو دمسعود او ربانی او داسونورو ورزی هره میاشت او کال لمانزل کیږی که تا سو زموږ فیغام دیوی تبصری له رویه دمشرانو غوږ ته ورسوی اجر به مو وی ۰۰۰ والسلا

  8. ډیرالله عصمت قانع صاحب ډیرخوندیی وکړ اسل حقیقت ویل که خلقی وی که پرچمی وی که کرږی وی که طالب وی که عزبی که جومانی وی چی دافغانانو په کټه خبره کوی هغه زموږ سراوسترګی دی چی افغانی وی نه بهرنی زموږ دافغانانودعزت اواسلامی حکومت سره کاردی نه دافغانانو دوژلو ځورولو بندی کولو اوناحقه قسم قسم ظلم کول هغه که په دغو۶ نفرو څخه هریووی دالله څخه موخراب اوتراب غوښتی دی

  9. قانت صیب، الله دی ستا په شان نورو افغان لیکوالو ته هم توفیق ورکړي، تر څو حقایق خلکو ته وړاندې کړي. په ریښتا چې پاکستان په هغه موقف کې نه دی، چې زمونږ د برخلیک په ټاکلو کې د خپلې برخې دعوی وکړي خو څه وکړو ځمونږ د کمزورتیا نه ګټې پورته کوي. خو زه په ډاډ ویلی شم، چې اوس نو د ویښتابه مرحله رارسیدلې ده او افغانان د دغه شوم او شرمیدلي دښمن په هر حرکت پوهیږي او انشألله هغه ورځ به لیرې نه وي، چې د دوی هر شوم حرکت ته غاښ ماتوونکی ځواب ووایو. بیا هم ډیره مننه ستاسې له ښکلې او د حقایقو نه ډکې لیکنې نه، لاس مو پیاوړی او قلم مو تاند اوسه!

  10. سلا مونه او ښي هېلي مې ومنې:
    محترم ورور قانع صاحب هره لیکنه دی تر بلي تیره او په حقیقتونو ولاړه ویږ ستا د لیکنو اسلوب ستا په لیکنو بی پره توب اوستا په لیکنوکې دوطن سره دمینې څپي شور کوی. خدای دی ژوندې لره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب