پوهنیار ډاکتر توحیدعلی (عظیمی) د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي د حیواني علومو استاد –
کرنه او مالداري د افغانانو مهم شغل دی چې ۸۸ سلنه وګړي پرې بوخت دي ،خو سره له دې د دومره لویې کچې بوختیا بیا هم نشی کولای چې د افغانانو ۱۰ سلنه نفوس ته غذایي مواد برابر کړي. د دې لپاره چې د خپلو غذایي موادو اړتیا پوره کړي افغانستان مجبوره دی بې شميره ډول خوراکي توکي له پاکستان او ایران څخه وارد کړي.
دا وارداتي خوراکي توکې که یوې خوا بې کفیته دي ؛ له بلې خوا د زهرجنو موادو لرونکي دي مثلاً له پاکستان څخه وراد شوې شیدې د نړۍ په بل هیڅ هیواد کې د خرڅلاو ندي ځکه په دې شیدو کې داسي مواد اچول کیږي چې ورسره د شیدو عمر اوږدیږي، خو نوموړی مواد د سرطان، هاضمي ناخوالو ، د ځیګر او پښتورګو ناروغیو رامنځ ته کوی.
پروسس شوې شیدې په طبعي ډول تر ۶۰ – ۷۰ ورځو پورې عمر لري چې باید په یخچالونو کې کیښودل شیدي مګر د نوموړیو موادو په اچولو سره یخچالونو ته اړتیا نه موندل کیږي ځکه چې دا مواد د شیدو عمر اوږدوي، خو د خلکو ژوند او صحت په خطر کې اچول کیږي. همدا ډول د پاکستان د شیدو لویه برخه د غوا پر ځای میښې تولیدوي. د پاکستان د شیدو ۷۰ سلنه د میښو شیدې جوړوي.
عموماً په تجارتي فارمونو کې له لنګو شویو میښو څخه بچي جدا کیږي څرنګه چې میښې بې غیر د خپل بچي څخه لږې شیدې تولیدوي دوی اړ دي چې د اوکسی ټوسین (Oxytocin) هارمون په تزریقولو د حیوان څخه شیدې ترلاسه کړي.
نوموړی هارمون په طبعي ډول حیوانات د بچیو په لیدو او د غولانځې په تحرکیدو پخپله شیدې افرازوي، خو که میښې خپل بچی د لوش په مهال نه ګوري ځکه خو دوی د شیدو د لوړ تولید لپاره اوکسي ټوسین هارمون استعمالوي. د دې هارمون تزریق د شیدو تولید لوړوي، خو انساني صحت ته ځینی ستونزې هم رامنځ ته کوي مثلاً که همدا شیدې یوه ښځه وڅښي چې د حمل لومړنۍ میاشت یې وي جنین به سقط کړي، که پېغلې نخونې یې وڅښي په میاشتني مرض کې ځنډ رامنځ ته کوي او په نارینو کې د جنسي تمایل قوه کموي ځکه، نو د زراعت وزارت ته پکار ده چې د لویو وارداتو لارو پر سر یا په وزارت کې په خوراکي توکیو کی د اضافی موادو (preservatives) ، زهري موادو او د غذایي موادو کچه معلومه کړي ځکه چې نوموړي مواد د نارینو په پرتله ښځو ته ډیر زیان رسوی او ښځې زموږ د ټولنې نیمه برخه ده چې د هغوی د صحت ساتل زموږ فرض دی.
بس څوک چې جهاد افغانستان برای دفاع پاکستان کوي همدا به یې حال وي. ګل اغا شیرزی چې مریض شي جرمني ته ځي، د ګلبدین پرکټی د انګلستان په اکسفورډ پوهنتون کې درس لولي چې بالاخره همالته په کې مړ هم شو )د تېر کال خبره ده)، تاوان د چا شو د غریب او غوربه.
دی ناکاره حکومت کوم کار درست کری غیر د غلامی نه چی ته به پری مواد کنترول کری د دی لیاری نه دوی پی میلنونه روپی لاس ته راوری که دا کنترول شی بیا به دا چارواکی حه کوی
دغه بريښنا ليک بې له هر ډول معزرت څخه د تاند لخوا نشر ته په هره تبصره کې خپريږي ولې؟
تاسو برېښنالیک به نه خپرېږي. هغه برخې چې په ستورو * په نښه شوي حتماً ډکې کړي
د تاند ورځ پاڼی محترم مسًّولین صاحبان او ډاکټر صاحب توحید علی عظیمی..
آسلام علیکم.
هغه سوالونه او اندیشنی چه محترم ورور ډاکتر صاحب توحید علی عظیمی د خارجی هیوادونو په خاصا توګه د پاکستان او ایران څخه په را واریدو دونکو خوراکی توکو کړی ډیری پر ځای پوشتنی دی.غواړم ددی پوشتنو په تاًیید زه هم خپل نظر او څه نور معلومات د تاسی له لیاری له لوستونکو سره شریک کړم. که چیرته دا پوشتنی په دریو برخو وویشو نو زه یی په لاندی ډول را آخلم.
• یوه د اوکسی ټوسین په هکله چه د هغه په مرسته د میشو څخه د زیات تولید لپاره کار اخیستل کیژی او بیا دهغه په انسانی ژوند باندی منفی اغیزی.
• بل هغه کیمیاوی مواد چه د خوراکی موادو په ساتلو کشی ورڅخه کاراخیستل کیژی بی کیفیته او زهرجن خواص لری.
• دریم ددغوموادو د بدو اغیزو څخه څرنګه په انفردی او ملی سطح ځان وژغورو.
آول د اوکسی ټوسین په هکله باید ووایم چه دا هارمون د خپل تاثیر د رامنځ ته کولو لپاره صرف ددوو لیارو څخه که استعمال شی موء ثر او اغیزمن کیدای شی ولی د نورو لیارو څخه یی هیڅ اغیز نشته..
1. یو د پوزی د لیاری څخه د سپری یا چلم په مرسته.
2. بل د رګونو د لیاری څخه د ستن او یا سیروم په مرسته
نو بیا په دی صورت کیدای شی چه د انسان په مختلفو اندامونو باندی منفی یا مثبت تاثیر رامنځ ته کړی. آما که د خولی د لیاری نه وخوړل یا وڅشل شی نو بیا یی هیڅ تاثیر نشته. ځکه چه په معده کشی د اوکسی ټوسین تاثیر له منځه ځی او ختمیژي. د جذب قوه یی ختمیژی.او څه داسی مشکل نه رامنځ ته کوی. ولی که چیرته په معده کشی کوم شکاره زخم وی نو بیا یو څه امکان لری چه جذب شی چه مقدار به یی د هغی اندازی څخه چه څه تاثیریا اغیز ولری ډیر کم وی.
داوکسی ټوسین په هکله باید ووایم چه دا یو ډول هارمون ده چه په انسانانو او حیواناتو کشی موجود ده. د یوی یونانی کلمی څخه جوړده چا معنا یی ده ژرتولد. او په دواړو کشی یی کړنی یا فعالیتونه هم یو ډول دي.د مثال په ډول
• د تولد څخه وروسته په میندو کشی د شیدوپه اخراج کشی کومک.
• د تولد څخه مخکی او وروسته د رحم د عضلاتو مظبوطوالی
• په انسانی ژوند او خواصو کی د مثبت اجتماعی خویونو په پیدا کولو کشی رول
• اود تولد څخه وروسته د مور په رحم کشی د راپیدا شوی زخم په رغولو کشی مرسته کول.
• اوکسی ټوسین ته د مینی او خپلولی هارمون هم وایی ځکه چه ددی په مرسته د مورسینه خپل او پردی ماشوم پیژني.
• اوکسی ټوسین د میړه او شځی تر مخځ د نیژدی والی او بیا د جنسی تعلقاتو په جوړولو کشی هم ډیره مرسته کوی.
دوهم: بل هغه کیمیاوی مواد چه د خوراکی موادو په ساتلو کشی ورڅخه کاراخیستل کیژی بی کیفیته او زهرجن خواص لری چه مثال یی د شیدو ورکړی ده.
دا په ریشتیا هم چه ډیر خطرناک اغیز لرلای شی که چیرته پریزرویټویز استعمال شی خو ولی داسی نه کیژی. د شیدو د ساتلو لپاره دوه شیان په نظر کشی نیول کیژی
يو خو ټول شحمیات ورڅخه اوباسی ځکه چه همدا د میکروب د ودی سبب ګرځی او مختلفی بکټریاوی پکشی وده کوي.
بل کوم پیک چه د مایع شیدویا پاوډرو لپاره استعمالیزی هغه باید فلزی یعنی د وسپنی(ټین) نه وی بلکه د کاغذ یا بل شی وی.
دریم د پیکنګ په وخت کشی ټول آکسیجن هم ورڅخه باسی تر څو په پیک کشی هیڅ آکسیجن نه وی. نو د آکسیجن په نه شتون کشی بیا بکټریاوی وده نشی کولای.
بل دا چه په شیدو کشی هیڅ ډول پریزرویيټیو نه استعمالیژی.که چیرته استعمال شی نو بیا یی کیفیت له منځی.
بیا هم که دغه مواد په غذای موادو کشی د ساتلی لپاره استعمال شی نو د کیمیاوی موادو په باره کشی یو حقیقت دادی چه د وخت په تیریدا سره ددی په جوړشت کشی فرق راځی. يو خو ددوی تر منځ هغه بانډنګ چه دوی په خپل منځ کشی باید سره ولری کمزوری کیژی او بیا خپل هویت بدلوی. چه د هویت په بدلیدا کشی ټول خواص هم ورسره بدلییژی.نو ځکه ددی باڼډ د قوی ساتلو لپاره یو معین وخت وی چه هغه تیرشی بیا نور نو غذایی مواد د استعمال وړنه وی.
دریم ددغوموادو د بدو اغیزو څخه څرنګه په انفرا دی او ملی سطح ځان وژغورو.
0. باید دولت ددی د کنترول لپاره په مرکزی او ټولو هغه زونونو کشی چه دا مواد ورباندی راوارید یږ ی د کنترول لپاره مجهزلابراتوارونه او مرکزونه جوړ او فعال کړی.
1. په هیواد کشی د خپلو تولیداتو لپاره باید ملی پانګه ونه وشی تر څو مونژ خپل تولیدات ولرو
2. اخیستونکی یعنی مشتری هم باید په خپله د دقت څخه کار واخلی خوند او تاریخ دواړه دی اوګوری که فرق وو نه دی استعمالوی.
3. په ولایتی او مرکزی کچه د عامی روغتیا د ریاست لخوا مختلف ټیمونه باید په کلکه ددی څخه د لایحی مطا بق څارنه وکړی.
4. د معلومو او اعتبار وړ تجارانو څخه باید خوراکی توکی واخستل شی.
په خورا درنشت.
ډاکټر محمد غنی غروال.
د محترم ډاکټر محمد غنی غروال د لازیاتو معلوماتو څخه یوه نړی مننه کوم
غروال صیب خدای د عمر اوږد لره په علم او قلم د برکت شه! موضوع د ډېره په ښکلی شکل بیان کړي، په خاصه توګه د اوکسټوسین او پریزرویيټیو استعمال موارد او ددغو موادو د بدو اغیزو څخه په انفردی او ملی سطح ځان ژغورنه ، چی لوستونکی ورڅخه بهره مند شول . مننه