جمعه, اپریل 26, 2024
Home+پرېوتې پاڼې | ګل رحمن رحماني

پرېوتې پاڼې | ګل رحمن رحماني

لنډه کیسه

 ځوانې نرسې د ناروغ د خونې اسماني رنګه پردې کش کړې، د کړکۍ دواړه پلې یې پرانېستې، کوچنۍ خونې ته تازه سهارنۍ هوا راننوته، د مرغانو خوږ شور زوږ واورېدل شو، د لمر مایلې وړانګې د خوني پر مرمرین غولي پرېوتې، په کړکۍ کې دوه ګلدانونه اېښې وو، پاڼې یې  ژېړبخوندې معلومېدې، لکه له ډېرې مودې چې تږي پاتې وي، نرسې په سپینو نریو ګوتو ورڅخه یوه ژېړه وچه شوې پاڼه را پرې کړه، په ګوتو کې یې ومروړله او له کړکۍ یې بهر ته ګوزار کړه، خو چټک باد بېرته کوټې ته را دننه کړه، وړاندې لاړه، پر بستر د پراته ناروغ ځوان پر تندي او بیا په سترګو

ګل رحمان رحماني

را پرېوته، د باد بلې څپې د کړکۍ پله په دېوال ووهله، له درز سره ناروغ په ځای کې وخوځېده، د لمر وړانګو یې سترګې وبرېښولې، په پزه یې وچه پاڼه په ګوتو کې را ونیوه، د کړکۍ خواته یې وکتل، یوه نجلۍ ولاړه وه، دا درېیم ځل و چې په تېرو څو ورځو کې یې هغه دلته لیدله. نرسې خپل لنډکي وېښتان شاته واچول، په چپنه کې یې ځان یو څه منظم کړ او ناروغ ته یې مخ را واړوه.

سهار مو پخیر! سو ساړی، لکه چې له خوبه مې را پاڅولې، خیر دی، هسې هم ستا د درملو ټایم دی. همدا د ډاکټر صیب هدایت داسې و.

ناروغ وچه پاڼه پزې ته نږدې او بوی کړه، بیا یې وپوښتل:

اغلې! ددې ګل نوم راڅخه هېر شوی دی، دا خو د همدې مخامخ ګل څخه را پرېوتې ده، هغه  کړکۍ کې چې اېښی دی، فکر کوم تږی دی، باید اوبه ورکړل شي.

نرسې د ګل یوه بله شنه پاڼه را پرې کړه او هغه ته یې ونیوله

هو، د همدې بوټي ده، دې ګلانو هسې ځانونه روغتون کې زنداني کړي، دوی باید هلته لرې په باغونو او کروندو کې ازاد ژوند درلودی، دلته یې ټوله خوشبو د درملو په بویونو او د بېمارانو په اسوېلو کې ورکه ده.

ناروغ یو څه موسکی شو او د نرسې له ګوتو یې شنه پاڼه واخیسته، بوی یې کړه او د روغتون په چت کې یې سترګې وګنډلې.

نرسې وپوښتل

  • څه ته خو ضرورت نه لرې؟
  • نه، مننه، هر څه سم دي

–  پرون د کېنسر ددې وارډ ځینو بهرنیو ناروغانو شکایت کړی و چې سمه پاملرنه ورته نه کېږي.

–  ما هم بهرنی بولې؟

–  هو، لږ لږ خو یې

– بهرنی نه، کابلی

نرسې وخندل او وویل

  • سمه ده ښاغلیه! زه هم اصلا د کابل یم، په پښتنو او پښتو مې ویاړم، خو عمر مې دلته لاهور او اسلام اباد کې تېر شوی، رښتیا کابل دې زیات یادېږي؟
  • هو، طبعا، کلی کور به د چا نه یادېږي، خو پلار ته مې هم زړه تنګ شوی، زیات خپه دی، څه یې کور یادېږي او څه یې زما د وضعیت خرابی ځوروي.
  • څه دې زیات یادېږي؟
  • ګلان مې
  • یاني ماشومان دې؟
  • نه، ماشومان نه لرم، تازه مې واده کړی، زه د خپل کور په حویلۍ کې لس رنګه ګلونه لرم، هر یو جلا رنګ او بوی لري، هلته مې یې سمه پالنه کوله، نازول مې، خو دلته یې چې راوړی  یم، نه پوهېږم څنګه به وي؟

نرسې وخندل او د دروازې پر څنډه یې  چاغ ولی تکیه کړ

  • عجیبه شوق لرې، ځکه چې هر ځل راشم د کړکۍ په ګلدانونو کې دې سترګې ګنډلې وي.
  • هو، زما ګلونه زما د اولادونو په څېر دی، هر وخت چې له کوره ډېر ووځم، احساسوم چې راپسې خپه دي او چې کله راشم همداسې وي، مړاوي او سپېره شوي وي، بې سببه چې کومه پاڼه ورڅخه پرېوځي، زما زړه هم ورته پرېشانه وي.

یوه شېبه چوپتیا وه، نرسې د ناروغ د خونې ټول شیان له نظره تېر کړل، خو هغه په ټیټ غږ وویل

  • یوه پوښتنه کولی شم؟
  • تپوس، څنګه؟
  • ستا نوم څه دی؟
  • زما نامه غوټۍ ده
  • ګل غوټۍ؟
  • نه، فقط غوټۍ
  • ولې، بد نوم دی؟
  • نه زما د خوښې نوم دی، که لور مې وشوه، همدا ستا یا نرګس نوم ورباندې ږدم.

نرسه را وړاندې شوه،  د ناروغ د دوسیې وروستۍ  پاڼه یې واړوله، د هغه مړاوې څېرې، د سر تویې شوو وېښتانو او بیا په کړکۍ کې تږو ګلونو ته یې وکتل، بې خبرو او بې سپارښتنې له دروازې ووته او سترګې یې نمجمنې شوې.

 ناروغ پر بستر اوږد وغځېد، په کړکۍ کې د اېښو ګلونو څانګې مړاوې شوې وې، غوښتل یې پاڅي او له تشناب نه ورته یوه پیاله اوبه راوړي، خو وجود یې دروند و، غوښتل یې خپل پلار ته زنګ وکړي، خو همدا شېبه یې څنګ ته اېښې موبایل ته زنګ راغی، سترګو ته یې نږدې کړ، شمېره د ژوند په نوم ثبت شوې وه، عکس ته یې سور ګلاب اېښی و، اوکې یې کړ.

 سلام ګرانې!

اوس ما زنګ درته کړ، ویده شوی وم، واټسپ دې روښانه کړه، هلته زنګ دروهم او ګورم دې.

زنګ یې پرې کړ او له واټسپ نه یې ویډیو کال وکړ، له هغې خوا پر سکرین یوه ځوانه نجلۍ را ښکاره شوه، سپین رنګه ښکلې، خو زهیره او اندېښمنه ښکارېده، رنګ یې هم زېړبخوند شوی و.

  • سلام ګل پاڼې! ښه یې، کور ارامي ده؟

له هغې خوا نرم او زهیر اواز راغی

  • ع سلام، ارامي له کومه شوه، بیا هم هر څه ښه دي، نه څنګه به ښه شي، یوه زره ډاډ مو هم نه راځي، نه زنګ کوې، پلارجان هم عجیبه سړی دی، هېڅ سم احوال نه راکوي. زر ووایه حالت دې څنګه دی؟
  • ښه یم، ډاکټران وايي چې حالت دې مخ په ښه کېدو دی، ستا تر مودې پورې به له خیره در ورسېږم، ستا په څنګ کې به وم، ډاډه اوسه.

د مېرمنې په شونډو یې پیکه موسکا خوره شوه، په ګېډه یې لاس تېر کړ، لکه خپل ماشوم ته چې ډاډ ورکوي او د خپل پلار دا خبره ورسوي، خو موسکا یې بېرته د ورېځې د سیوري په څېر په اندېښنو کې ورکه شوه، ویې پوښتل

  • سر دې ولې کلک پېچلی دی؟
  • هسې، اتاق مې نن شپه لږ څه سوړ شوی و، د شپې سردرد هم وم، هغه زما ګلان څنګه دي؟
  • تا سره اوس هم د ګلانو غم دی، موبایل مه بندوه، ننداره یې درباندې کوم. 

میرویس په ځای کې یو څه راسم شو، مېرمن یې په احتیاط او ارام پاڅېده، له کوټې برنډې ته ووته او بیا یې د موبایل سترګه په برنډه اېښو ګلدانونو ته برابره کړه، ښکلي خاورین او پلاستیکي ګلدانونه قطار اېښې وو، د مني تازه هوا یې پاڼې یو څه تورې او غونجې کړې وې، خو بیا هم ښکلې ښکارېدې. مېرمنې یې وویل:

  • اوبه مې نه دي ورکړې، بد مې راځي

میرویس وخندل او په سختۍ یې وپوښتل

  • ولې؟ هغه خو زما اولادونه دي، یو یو مې په سختیو او زاریو له ملګرو او دفترونو را پیدا کړی دی، زما له ضده دا خبرې کوې لېونۍ.
  • هر څنګه یې چې بولې، بس هسې، دلته به ټوله ورځ زما پر ځای له هغو سره بوخت وې، له دفتره د راستنېدو سره به دې اول د هغو ناز اخیسته، ماته به دې پام نه و، له ما نه یې لرې کړی وې، زړه مې غواړي ټول بهر سړک ته واچوم چې موټر ورباندې تېر شي.
  • نه، نه ګرانې! زما اصلي ګل پاڼه خو ته یې، دا خو ما ستا لپاره راوړي وو، هر وخت به مې درته ویل چې دا زما اولادونه دي، ته یې مور یې او زه پلار…. مرسل، ګلاب، شبو، پرستو، ماښام ګلی، پروتې، پرپرک، نرګس، کشمالی…

مېرمنې یې خبره ورپرې کړه

  • بس، بس، سمه ده، خدای ښه ډېر اولادونه درکړي، هوا په سړېدو ده، که خدای کول له ټولو به خلاص شې او یوازې یوه ګل ته به ناست وې.
  • کوم ګل ته؟
  • ګل پاڼه…
  • هو ګل پاڼې او د هغې غوټۍ ته چې زر به له خیره زموږ د ژوند په بڼ کې وغوړېږي.

دواړو وخندل، یوه شېبه چوپتیا وه، د موبایل په سکرین یې یوازې له نږدې د ګلدانونو مړاوې ګلپاڼې او تږې شوې څانګې راتلې، پاڼې موبایل هر ګلدان ته جلا جلا نږدې کاوه،  په ځینو شاپرکو او د شاتو مچیو ځانونه نښولي وو او د لمر له وړانګو یې خوند اخیست، نور د ګل پاڼې غږ نه راتله، د موبایل اړیکه جړه او شېبه پس اړیکه بیخي پرې شوه.

 مېرویس بېرته ډډه ووهله، دوه درې ځله یې د زنګ کوښښ وکړ، خو د مېرمنې شمېرې یې کار نه کاوه،  په لغړ سر یې لاس تېر کړ، د ګل پاڼې خبرې یې بیا ذهن ته راوستې، د انګړ د ګلدانونو تصویرونه یې ذهن کې تلل راتل، د خپل نالیدلي ماشوم تصویر یې ذهن کې مجسم کړ، ګل پاڼې ته یې د واده په لومړیو شپو ورځو کې ویلي وو که خدای نجلۍ ورکړه نوم به یې نرګس وي او که هلک و ګلاب.

په روغتون کې یې یوه میاشت نوره هم په ځور او درد تېره شوه، یو دوه ځله یې بیا له پاڼې سره لنډې خبرې وکړې، خو نور یې زړه نه غوښتل چې هغه یې له حالت نه خبره شي، وضیعت یې ډېر خراب و، بیخي د ژوندي مړي په څېر ښکارېده، هغه پخوانۍ تانده ځواني او ښکلا نه وه ورپاتې او په وروستۍ اوونۍ کې خو له خوړو هم مخ په لوېدو و.

 د پلار سترګې یې تل له اوښکو ډکې وې، نرسه غوټۍ به هم د کار یا بلې بهانې سره راغله او بېرته به له چوپتیا او اوښلنو سترګو سره ووته. میرویس نه پوهېده چې غوټۍ ولې ورسره دومره خواخوږي کوي او په ده ولې دومره ښه لګېږي، خو هغه حقیقت نور باوري شوی و چې د جوړېدو نه دی، دا ټول خواږه احساسات یې د یوه تیاره برخلیک په څنډو کې ورکېدل.

یوه شپه چې د ساعت ستنه له یوې بجې اوښتې وه، حالت یې ښه نه و، له پلاره یې په اشاره د هغه قلم وغوښت او د درملو د نسخې په شاتنۍ سپینه خوا یې لیکل پیل کړل، ټوله پاڼه یې  په سختۍ ډکه کړه او وروستي پراګراف ته تم شو، خو زړه یې را ټول کړ او خپله د زړه خبره یې هم وکړه:

  زما ګرانې ګل پاڼې! دا خبرې مې په غږ کې نه شوی درته کولی، که خبر وی چې دا مرداره ناروغي لرم، هېڅکله مې خپل اغزن ژوند ته نه را شریکولې، ومې بښه، کله چې زموږ نرګس پاڼې پرانېستې، له هغې هم بښنه وغواړه، زه له دومره لوړو لګښتونو سره هم د جوړېدو نه یم، د ژوند سفر مې پای ته رسېدلی، خو یو کار ضرور وکړه، زما ټول ګلدانونه له کوره وباسه، زما د قبر په پنجره کې یې دننه کېږده، اوونۍ کې یو ځل راځه، اوبه ورکوه، دا به دې زما په اروا او هغو ګلونو لویه مهرباني وي. هو بده ده، خو باید ووایم چې  زما کشر ورور ویس بد هلک نه دی، ما روزلی او باوري یم چې طب پوهنځی به په لوړو نومرو پای ته ورسوي. میرویس 

سبا مازدیګر له لمر پرېوتو سره ناڅاپه د میرویس سترګې هم په خپلو ژورو کاسو کې پرېوتې او د ژوند پاڼه یې ورېژېده، پلار یې سلطان اکا او د روغتون ځوانې نرسې غوټۍ د روغتون په واټونو کې سرګردانه منډې وهلې، د هغه د بستر د خونې د دواړو ګلدانونو ګلان هم اوس په وچو لرګیو او پاڼو اوښتي وو او پاڼې یې پر غولي پرېوتې وې.

۱۴۰۱، د وږي ۲۰مه 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب