سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهمجاهد د تاجيکستان امنيتي انديښنې رد کړې

مجاهد د تاجيکستان امنيتي انديښنې رد کړې

تاند:( سې شنبه ،د ميزان ۵مه)‏ د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان له خاورې د تاجیکستان د بهرنيو چارو وزارت امنيتي انديښنې رد کړې.

د تاجیکستان د بهرنيو چارو وزير سراج‌الدین مهرالدین څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې وويل،چې افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدلیدونکی دی.

د هغه په وينا، په وروستيو کې افغانستان ته د سیمې د ترهګرو ډلو د مشرانو د بیولو او ځای پر ځای کیدو د سيستماتيکو هڅو شاهد دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد بيا د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي،چې دوی په افغانستان کې هېچا ته د ترهګریزو فعالیتونو اجازه نه ورکوي.

د ده په وينا، د تاجیکستان انديښنې بې ځايه دي.

طالب وياند له تاجيکستان څخه غوښتي،چې خپلې اندیښنې دې دوی سره له نیږدې شريکې کړي.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف هم ورته څرګندونې کړې وې، خو د هغه خبرې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي پرته له دې چې د شهباز شريف يا پاکستان نوم واخلي، رد کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب