پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهعباس ستانکزي ط مشران د زده کړو په مخالفت وننګول

عباس ستانکزي ط مشران د زده کړو په مخالفت وننګول

تاند:(سې شنبه ،د ميزان ۵مه)‏ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي نن په یوه غونډه کې د طالبانو هغه مشران د خلکو مخکې په را څرګندیدو او د شرعي دلایلو په وړاندې کولو وننګول چې د‌ نجونو د زده کړو مخالفت کوي.

عباس ستانکزي د ګرځندوی د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د ګڼو طالب مشرانو او ملایانو په موجوديت کې وويل،چې که څوک د نجونو د زده کړو د مخالفت لپاره شرعي دلايل لري، خلکو ته دې څرګند او دغه دلایل دې وړاندې کړي.

عباس ستانکزي دا هم وويل،چې د نجونو د ښوونځيو پرانيستل کيدای شي د ځينو کسانو «په طبیعت برابر نه وي» خو ويې نه ،چې دا کسان د طالبانو د کومې کچې مشران دي.

هغه په ورته وخت کې یاد شوي کسان وننګول،چې د خلکو په مخکې دې څرګند او قناعت ورته ورکړي،چې ولې ېې د نجونو ښوونځي تړلي دي ؟

عباس ستانکزی د طالبانو يوازينی لوړپوړی خو منزوي شوی مقام دی،چې‌ وخت په وخت د نجونو د زده کړو د بندیدو له کبله توندې او ښکاره نیوکې کوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت پخواني وياند کبير حقمل تېره اوونۍ وويل،چې د نورو دلايلو تر څنګ د طالبانو د مخالفت له امله د افغانستان شاوخوا څلور میلیونه نجونې له زده کړو څخه محرومې دي.

طالبانو د خپلې بیا ځلي واکمنۍ په څه باندې يو کلنه موده کې د نجونو د ښوونځيو د تړلو لپاره شرعي او نور دلايل نه دي وړاندې کړي.

د‌ طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي هم نن وویل،چې د‌ نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو لپاره زرګونه فتواوې ورکړل شوي، خو د ښوونځيو د پرانيستلو یو مخالف هم میدان ته شوی نه دی او نه ېې ده واضحه کړې،چې په کوم دلیل د دغو زده کړو مخالف دي.

2 COMMENTS

  1. دا د پنجابي مدرسو هغه زاړه پالي له انسانیت ، تمدن او اسلام نه لري جاسوسان دي چې غواړي افغانستان له اسلام نه مخکې د قرون وسطی دورې ته بوځي او زمونږ وطن دنړۍ د جهالت اوحجر د دورې د موزیم په شکل وساتي .
    ملا هبټ ، ملا حسن ، ملا عبدالحکیم یې تر ټولو مشهور پنجابي جاسوسان دي چې دنجونو له زده کړو سره مخالف دي . دوی لکه خفاشان له رڼا نه تښتي ، حقیقت به هېڅکله هم افغانانو ته ونه وایی.
    د شیرمحمد عباس ستانیکزي په شان نور روڼ آندي کسان باید د دوی له د غو لجوجو ، سرتنبه او مجهول الهویه څېرو پرضد خپل غږ اوچت کړي ، د افغانستان ولس له دوی سره همغږی دی.

  2. بريال جانه لون دې تاسو هم د سړی زامن نه وۍ ! که تاسو دانسان زامن وی نو طالب بیا څه کول ؟ تاسو غلا رشوت بې عدالتي وکړه اخر مو لمن له ډاللرو ډکې کړې او هېواد مو پرېښوود ! تف لانت دیموکراسي با قانونه ژوند په خبر نه کیږي هغه سړی د علم پوهې او اقتصاد په لمن کې زده کوي او لوئیدی شي ! خو شرائط به یې څوک برابروي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب